1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کيوبا پخوانی واکمن فيدل کاسترو مړ سو

۱۳۹۵ آذر ۶, شنبه

د کيوبايي انقلاب مشر او د دغه هيواد پخوانی اوږدمهال ولسمشر فيدل کاسترو مړ سو. د مرګ پر وخت د هغه عمر ۹۰ کاله ؤ.

https://p.dw.com/p/2THqJ
Kuba Fidel Castro
انځور: picture-alliance/dpa/O. Garcia Mederos

د کيوبا اوسمهال ولسمشر راول کاسترو د کيوبا په دولتي تلويزيون کي اعلان وکړ چي فيدل کاسترو مړ سوی دی. د راول کاسترو په وينا د کيوبا د انقلاب دغه مشر د ۹۰ کالونو په عمر د جمعې په ماښام (د ۲۰۱۶ کال د نوامبر ۲۶مه نېټه) ساه ورکړه.


د کيوبا دغه پخوانی اوږدمهال واکمن فيدل کاسترو د زيات وخت راهيسي سخت ناروغ ؤ. د همدغې ناروغۍ له امله فيدل کاسترو خپل ورور راول کاسترو ته د ۲۰۰۶ کال د جولای په مياشت کي واک وسپاره.

فيدل کاسترو په ۱۹۵۹ کال د خپلو جنګياليو او انقلابي قوتونو په مرسته د هغه وخت د کيوبا ديکتاتور فولګېنسيو باتيستا له واک څخه ليري کړی ؤ. د هغه وروسته کاسترو په کيوبا کي ۵۰ کاله حکومت وکړ.

که څه چي کاسترو په تيرو وختونو کي ډېر لږ په عامه محضر کي وليدل سو خو هغه تر وروستي وخت پوري په کيوبا کي د سياسي وضعي په هکله خپل نظر ورکاوه.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (30.03.2016):