1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کيوبا په کابينه کې بدلون راوستنه

۱۳۸۷ اسفند ۱۳, سه‌شنبه

راول کاسترو په ټينگه سره پاکي کړېده، غوره کړي يې دي او بله بڼه يې ورکړې. رسمي اعلان ١٢ ټکي لري، په زياتو ټکو کې دليل وجود نه لري. تر ټولو د يادونې وړ د بهرنيو چارو د وزير فليپ پيرز روک ليرې کونه ده.

https://p.dw.com/p/H4kF
انځور: picture-alliance / dpa

دې د فيډل کاسترو لارروي او ٤٤ کلن وزير، تر اوسه پورې، د نسل د بدلون د امکان په صورت کې، اولسمشرۍ ته تر ټولو زيات چانس درلود. يو ځل حتی د فيډل کاسترو لخوا د ده د ميراثخور په توگه بلل شوی.

پيرز روکي د مخ په ورکېدونکو ځوانو کمونستان له ډلې څخه دئ، کوم چې د گوند له سرمشريزه څوکيو څخه ليرې کېدونکي دي. دوی ته طالبان ويل کېدل، ځکه ډېر سخت د فيډل کاسترو په اصولو ولاړ وو.

راول کاسترو په هغه او دغه بدلونونو سره وښوده، چې د خپلو ملگرو او اعتمادي کسانو په گټه د فيډل کاسترو پلويان تر فشار لاندې نيسې. د پاملرنې وړ ټکی خو دا دئ، چې وزارتونو ته زيات پوځيان غوره شويدي. پوځ د دوهم کاسترو د قدرت اصلي بنسټ جوړوي، او دی پخپله څو کاله د پوځ وزير وو. دی کولی شي پر عسکرو باندې پرته له چون او چرا باور ولري. نو ځکه جنرال جوز امادو ريچاردو گويرا د لومړي وزير څوکۍ ته غوره شوی. دا اداره چې په رسمي ډول سره د وزيرانو د سکرتر يا منشي په نامه ياديږي، تر اوسه پورې د کارلوس لاخې په لاس کې وه. دا کس هم د فيډل کاسترو سخت اعتمادي کس وو. د سختې اړتيا په وخت کې، کله چې د ٩٠ لسيزې په پيل کې ختيز بلاک ړنگ شو، دې کس په ډېر احتياط سره اقتصادي سمښتونه په لاره واچول، خو وروسته هر څه خپل لومړي حالت ته راواوښتل. په دې وخت کې د پوځ اقتصادي اهميت ورځ په ورځ زيات شو، لکه د گرځندوی په برخه کې. راول کاسترو او کارلوزلاخې ښايي يو د بل سره په سيالۍ او رقابت کې ښکېل شوي وي. د پيرز له څنکه لاخې هم د کاسترو يو نامتو سياستمدار وو او دی هم د راتلونکې د پاره غوره کس گڼل کېده.

Raul Castro Präsident Kuba beim Besuch in Moskau Russland
د کيوبا جمهور ريس راول کاستروانځور: AP

د کابينې بدلون اوس د کيوبا په مرکزي اقتصادي سياست کې د بدلون هېلې راپورته کړې. د بيکاره شوو په ډله کې د اقتصاد وزير گاريڅيا او د ماليې وزير فياردو هم شامل دي. همدا شان بيروکراسي اړخونه له منځه وړل شويدي، راول کاسترو هغه وزارتونه چې ورته دندې سر ته رسوي سره يو کړي، لکه د بهرنۍ سوداگرۍ او د بهرنيو پانگو اچونو وزارتونه. له دې سره يې هغه ژمنه تر سره کړه، چې د ٢٠٠٨ کال د فبرورۍ د مياشت په ٢٤ ورځ يې د خپل ماموريت د رسمي پيل په وينا کې ورکړې وه يعنی:

کاسترو ويلي وو، هېواد يې يوه له لږو دولتي ادارو او د دندو ښه وېش نظم ته اړه لري. له دې لارې دا امکان شته، يوه زياته اندازه بحثونه، اجازې، متحدالمال مکتوبونه او داسې نور کم کړو.

په مجموع کې دا حکومتي بدلون، د فيډل کاسترو د قدرت له زړې کړۍ څخه د لېرې تگ يو مهم گام گڼل کيږي. البته دا کار د دې د پاره نه دئ شوی، چې د هغه هېواد سياسي دروازې پرانيزي، د موجوده اصول ساتنه تر هر څه د لومړيتوب حق لري. ممکن هدف د اقتصادي سمښتونو وي، تر څو هغه ملک له شتمنيزې کلابندۍ څخه وژغوري