1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کډوالو بحران ـ «اروپا توافق ته د رسیدو په درشل کې»

۱۳۹۴ اسفند ۱۵, شنبه

د اروپایي اتحاديې د شورا رئيس دونالد توسک وايي چې «د کډوالو د کړکیچ د هوارولو په برخه کې یوه «جامع ستراتیژۍ» ته نژدې شوي يو.»

https://p.dw.com/p/1I7pu
انځور: picture alliance/abaca/AA

توسک د پناه غوښتونکو د بحران په تړاو «و يوې جامع ستراتيژۍ» ته د نژدې کېدو خبره و ترکيې ته د خپل سفر پر وخت وکړه. دا په داسي حال چي د دوشنبې په ورځ د ترکيې او اروپايي اتحاديې تر منځ پر دغه موضوع سرمشريزه پلان سوې ده. د توسک په وينا انقرې منلې چې له یونان څخه ترکیې ته د ورتلونکو مهاجرو د «ځاې په ځای کیدو په برخه کې» به خپله چټکه همکاري کوي.

د اروپایي ټولنې مشر دونالد توسک د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۶ کال د مارچ ۴مه نېټه) وویل، له هغه وخته چې اروپا ته د کډوالو د راتلو بهیر پیل شوی دا لومړي ځل دی چې دی د مهاجرو د کړکیچ د هوارۍ په برخه کې د « اروپايي تفاهم» شاهد دی. اروپا ته ډیر شمیر کې د مهاجرو راتلل په دغه بلاک کې د سیاسي ستونزو د راولاړیدو لامل ګرځیدلای دی.

ښاغلي توسک د اروپايي ټولنې مشرانو ته د یکشنبې ورځ غونډې ته په یوه بلنلیک کې ویلي، چې په یاده غونډه کې به د ترکیې صدراعظم احمد داود اوغلو هم ګډون کوي. په دغه لیک کې د توسک له قوله ویل شوي:« زه ویلی شم چې اروپا کې د کډوالو د کړکیچ د راپیدا کیدو له پیله را په دې خوا د لمړي ځل لپاره د یو اروپايي تفاهم څرک ليدل کيږي. دا تفاهم او اجماع چي د یوې جامع ستراتيژۍ لرونکې ده، که په قانوني توګه پلي شي د ستونزو په اساسي هوارۍ کې به بنیادي مرستې وشي کړای».

«نوي کمپونو د کډوالو د زیاتیدو سبب»

په داسې حال کې چې مقدونيې په خپلو بندورنو کې د کډوالو د کمیدو په موخه خپل فعالیتونه زيات کړي، د یونان په شمال کې د کډوالو پنځه کمپونه چې شاوخوا ۱۶۰۰۰ زره کډوالو ته په کې ځای برابر شوی د کډوالو لپاره کار کوي.

بروکسل هڅه کوي تر څو د یو جامع عملي پلان له مخې اروپا کې د پناه اخیستونکو مهاجرو ستونزو ته رسیدګي وکړي. پخواني شوروي اتحاد پوري اړوند څو هیوادونو د زیاتو پناه غوښتونکو کډوالو منل رد کړي دي، دوی د ایټالیا او یونان په څیر هیوادونو پولو پر لومړیو برخو کې د دغه کار مخنیوي کوي.

دونالد توسک د ترکيې د صدراعظم سره د ليدلو وروسته وويل:« سیاسي اراده شته، خو یو لړ لوژستیکي ستونزې شتون لري، چې په دې برخه کې مونږ باید یونان سره مرسته وکړو. صدراعظم داود اوغو هم خپل تیاری ښودلی چې د ترکيې اوبو له لارې ټول کډوال بیرته واړوي.»

«د ټولو امکاناتو په کار اچول»

د اروپايي اتحاديې د شورا د رئيس توسک په وینا، انقرې د هغو کډوالو په برخه کې چې له نړیوالو مرستو بې برخې پاتې دي د « ځای په ځای کیدو په برخه کې د مرستو د زیاتیدو» موافقه کړې، کوم چې له مخې به یې یاد کډوال بیرته له یونان څخه ترکیې ته اړول کیږي. توسک د اروپايي ټولنې مشرانو څخه غوښتې چې تر څو په ګډه « د اروپايي اتحاد د ټولو امکاناتو» په کار اچولو سره د کډوالو موجوده ستونزو ته د حل لارې چارې پیدا کړي.

توسک زیاته کړې:« زه غواړم چې د دوشنبې په ورځ مونږ ټول په ګډه، د کډوالو په چټکۍ سره د ځای پر ځای کیدو سربیره، هغو سره د مرستو په موخه د اروپايي اتحاد له ټولو موجوده امکاناتو څخه په کار اخیستنې یوې موافقې سره ورسیږو، لږ تر لږه په یونان کې نه، په یوه چټکه او موثره لار کي.»

هغه دغه راز د اروپايي کمیسیون له خوا د بیړنیو مرستو په موخه د ۷۰۰ میلیونو یورو مرستې وړاندیز هم وکړ تر څو دغه پیسې یونان کې کډوالو ته د هستوګنځایونو رغولو په موخه د آتن به اختیار کې ورکړل شي.