1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ډوبې شوۍ کښتۍ دوه شکمن مسوولین نیول شوي

آژانسونه/ شمس الرحمان ناصر۱۳۹۴ اردیبهشت ۱, سه‌شنبه

د مدیترانې په سمندرگي کې د کډوالو د غرقې شوې کښتۍ ژوندي پاتي شوي کسان د سیسلیا ټاپو د کاتانیا ښار ته رسیدلي دي. په دغه کسانو کې دوه تنه چې له عملې سره تړاو لري، نیول شوي دي.

https://p.dw.com/p/1FBX0
انځور: Reuters

پولیسو ویلي دي چې د ډوبې شوې کښتۍ چې په کې په سلونو کسانو سپاره ول، د شکمن تونسې کپتان او سوریایې کنترولونکې د نیولو موضوع ده. پر دغو دواړو کسانو د انسانانو د قاچاق تور پورې شوی دی. له دغې پيښې څخه ژوندي پاتې شوې کسان د ایټالیې د سمندري څارونکو له لوري د سیسلیا ټاپو ته انتقال شوي دي. ویل شوي دي چې د نورو ژوندي پاتې شوو کسانو څخه به هم پوښتنې وشي. د کاتانیا څارنوالۍ په وینا په دې هکله پلټنې پیل شوي دي.

په دې ترڅ کې د ملگرو ملتونو د اټکلونو له مخې د ډوبې شوې کښتۍ په پيښه کې ښایي ۸۰۰ انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی وي. دا خبره د کډوالو له پاره د ملگرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ یا UNHCRاو د کډوالو نړیوال سازمان یا (IOM) استازو په کاتانیا کې د ژغورل شوو کسانو څخه تر خبرو اترو وروسته کړې ده.

د بیلابیلو سرچینو د معلوماتو له مخې په لومړي سر کې داسې اټکل کیده چې په دغه کښتۍ کې چې د یکشنبې په شپه د لیبیا د ساحل په ۱۲۰ کیلومترۍ کې ډوبه شوې وه، په کې له ۷۰۰ څخه تر ۹۵۰ پورې انسانان سپاره ول. اوس په دغه کښتۍ کې له سپرو کسانو څخه یوازې ۲۸ تنه ژوندي ژغورل شوي دي. ژغورونکې عمله گمان کوي چې د سلونو مسافرو جسدونه به د کښتۍ له پاتې شوو ټوټو سره د سمندر تل ته ښکته شوې وي. عیني شاهدانو ویلي دي چې قاچاقبرانو ډیر شمیر کډوال د کښتۍ په لاندینۍ برخه کې بند کړي وو.

د کډوالو نړیوال سازمان یا IOM ویلي دي چې د دوشنبې په ورځ په مدیترانه کې د کډوالو یوې بلې کښتۍ چې د ډوبیدو له خطر سره مخامخ وه د عاجلې مرستې غوښتنه کړې وه. په دغه کښتۍ کې هم تر ۳۰۰ ډیر انسانان سپاره ول. د لومړنیو رپوټونو له مخې په دغه پيښه کې هم لږ ترلږه ۲۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. زیاته شوې ده چې دوه نورې کښتۍ هم له ورته برخلیک سره مخامخ شوي دي. د کډوالو نړیوال سازمان دغه معلومات د ایټالیې سمندري څارونکو سره شریک کړي دي. د ایټالیې لومړي وزیر ماتیو رینڅي ویلي دي چې د دوی هیواد له مالتا هیواد سره یوځای یو ژغورونکی ماموریت پیل کړی دی.

همداشان د یونان د رودوس مشهور توریستي ساحل تر څنگ له تیږو سره د کډوالو د یوې کښتۍ د جنگیدو او له منځه تللو رپوټونه ورکړل شوي دي. زیاته شوې ده چې په دغه پيښه کې هم د یوه څلور کلن ماشوم په گډون لږ تر لږه ۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د کښتۍ ۹۳ مسافر په اوبو کې له ډوبیدو څخه ژغورل شوې دي چې له دغه ډلې څخه ۳۰ تنه د درملنې له پاره روغتون ته لیږدول شوې دي.

د عیني شاهدانو په وینا کډوالو د کښتۍ پاتې شوو ټوټو پورې ځانونه نښلولي وو، څو ساحل ته ځانونه ورسوي. د رسنیو د رپوټونو له مخې د دغه ټاپو اوسیدونکو هم د ژغورنې په چارو کې برخه اخیستې وه.