1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کډوالو ماشومانو په خوله د هغوی کیسې په یوه کتاب کې

۱۳۹۵ آبان ۱۲, چهارشنبه

په آلمان کې کډوالو ماشومانو، لیکوال مک پفیفر ته د خپلې خوښې کیسې ویلي دي. هغه بیا د عراق، سوریې او افغانستان دغه ټولې فلکولورې کیسې په یو څو ژبنیز کتاب کې راغونډې کړې.

https://p.dw.com/p/2S2n6
Pressebilder Kinderbuch "Ein Stern, der in dein Fenster schaut"
انځور: MEDU Verlag

د ماشومانو د کتابونو لیکوال توماس مک پفیفر، څه نا څه یو کال له کډوال ماشومانو سره خبرې کړې او له هغوی څخه یې د خپلو هیوادونو د خوب د وخت فلکولورې یا کلیوالي او ولسي کیسې واوریدې. د هغه په نوي کتاب کې چاپې شوې کیسې سړۍ د عراق، سوریې، افغانستان بورکینا فاسو او نور جګړه ځپلو هیوادونو په سفر بیایي.

له انځورونو او څو ژبنیزو کیسو سره، مک پفیفر هیله لري چې لوستونکي به یې یوازې کډوال نه وي او باور لري چې هر څوک کولای شي په کتاب کې له راغونډو شویو کیسو څخه یو څه زده کړي. د کتاب عنوان یې دی: «هغه ستورۍ چې له کړکۍ تاسو ته ګوري».

هغه له دویچه ویله سره د خپل دې کتاب په اړه مرکه کړې ده.

د ماشومانو د کتابونو لیکوال توماس مک پفیفر
د ماشومانو د کتابونو لیکوال توماس مک پفیفرانځور: MEDU Verlag

دویچه ویله: تاسو دغه کتاب پخپله څرنګه ارزوئ؟

توماس مک پفیفر: تر ټولو لومړی خو دا د ماشومانو یو کتاب دی، چې د جګړو له سیمو څخه آلمان ته د راغلو ماشومانو له خوا لیکل شوی دی. په دې کتاب کې د عراق، افغانستان، سوریې او افریقا کیسي شاملې دي. په کتاب کې شاملې ټولې کیسې د هغو کډوالو ماشومانو په ژبه لیکلې شوې دي، چې هغه یې کړې دي. خو دغه کیسې بیا همداراز په آلماني او انګلیسي ژبو هم ویلې شوې دي. ما د دغو کیسو پر لټولو باندې ډیرې وخت لگولی. تر هغه وروسته چې مې دا راټولې کړې، هغه مې بیا په آلمان او انګلیسې ژبو وژباړلې. په دې ترتیب سره هغه ماشومان چې دغه کیسې لولې، کولای شي چې یو څو آلماني او انګلیسي لغتونه هم زده کړي.

دویچه ویله: څه شي د دې کتاب لیکلو وهڅولئ؟

ما هڅه وکړه چې تصور وکړم چې دغه ماشومان آلمان ته له رسیدو سره څه ډول احساس لري. دوی کیدای شي چې اوس هم د شپې په خپلو تختونو کې  څملي، خو کله چې خپلې سترګې پټوي نو بیا به یې هم د خپل هیواد د جګړې خراب انځور په یادیږي. همدې فکر زما د کتاب لومړۍ کیسې ته لاره هواره کړه.

دا کیسه د دوو کډوالو ماشومانو په اړه ده چې په خپل تخت کې پراته دي، خو خوب نه شي کولای. هغوی دواړه له ځایه لوړیږي او له کړکۍ یوه ستوري ته ګوري چې په آسمان کې تر نورو ټولو روښانه دی. دا ستوری د هغوی ملګری کیږي او هغوي پرې «لو لا لو لا لو» نوم ږدي.

تر دې وروسته هغوی بیرته خپل د خوب ځای ته ځي او په دې فکر وي چې د هغوی ملګری ستوری به د خوپ پر مهال دوی ته ګوري او ساتنه به یې کوي. همدا «هغه ستوری چې له کړکۍ تاسو ته ګوري» کتاب دی.

Pressebilder Kinderbuch "Ein Stern, der in dein Fenster schaut"
انځور: MEDU Verlag

دویچه ویله: د کتاب لیکنې مو څومره وخت ونیوه؟

څه نا څه نهه میاشتې وخت یې ونیوه. ما غوښتل چې په کتاب کې لس کیسې شاملې کړم خو لومړی مې باید دغه کیسې موندلې وای. د مناسبو کیسو موندل ډیر کار وو. ډیر جزئیات مې باید تایید کړي وای، باید ترجمې شوې وای. په دغه شان یوه پروژه کې ډیر څه غلط کیدای شي. د بیلګې په توګه ما د یوې کیسې عربي متن ترلاسه کړ، خو هغه زما په کمپیوتر کې ګډه وډه شوه ځکه په هغه کې عربي ثبت نه وه.

خو په پای کې ما وشوای کولای چې کافي اندازه کیسې چې په کې د سوریې او افغانستان هم شاملې دي، راټولې کړم.

دویچه ویله: د هغو کیسو له ډلې څخه چې ستاسو په کتاب کې چاپ شوې دي، کومه یوه یې تاسو احساساتي کړي یاست؟

هو!، د عراق یوه داسې کیسه ده چې ما ته یوې ۱۳ کلنې نجلۍ وکړه. د دې کیسې عنوان «د یو سترګي هلک راز» دی. دا کیسه به دې نجلۍ ته د هغې مور تر خوب مخکې کوله. ما په دې برخه کې له ژباړونکي او دې نجلۍ سره ډیر نزدې کار وکړ. دا یوه له خفګانه ډکه کیسه ده چې زه یې احساساتي کړم. دا کیسه نجلۍ هم له ډیر احساس سره کوله. هغه شیبه ډیره ځانګړې وه.

Pressebilder Kinderbuch "Ein Stern, der in dein Fenster schaut"
انځور: MEDU Verlag

دویچه ویله: ستاسو د کتاب کیسې د کډوالو ماشومانو له پاره دي. آلماني ماشومان او آن مشران له هغوی څه زده کولای شي؟

آلماني ماشومان دغه کیسي پخپله ژبه لوستلای شي. په عین حال کې د ماشومانو له پاره زما کتابونه یوازې د ماشومانو له پاره محدوده نه دي. دا د ماشومانو له پاره زمان لسم کتاب دی.

ما یو ځل د آلمان پخواني ولسمشر ریچارد فون ویزاکر ته خپل دوه کتابونه واستول چې هغه یې خپلو لمسیانو ته ولولي. هغه په خپل خط بیرته ما ته ولیکل: «د ماشومانو دا کتابونه ډیر په زړه پورې دي. دا د مشرانو له پاره هم په زړه پورې دي.»

زه باید په دې خبره باندې اقرار وکړم چې دا زما له پاره یو ډیره لویه خبره وه.

دویچه ویله: ستاسو کتاب به څه ډول اغیزې ولري؟

ل دې کتاب سره ډیره لیوالتیا موجوده ده. موږ د کډوالو په څو کمپونو کې د دې کتاب د لوستلو مراسم پلان کړي دي. په دې ترتیب سره به دغه کیسي په رښتیا سره هم خپلو مخاطبینو ته ورسیږي. موږ همداراز غواړو چې دغه کتاب په څو ژبو په غږیزه بڼه ثبت کړو. دا به هم ډیره په زړه پورې وي.