1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کډوالو مځکي لا غصب سوي

حسين سيرت۱۳۹۲ بهمن ۷, دوشنبه

د افغانستان له اداري فساد سره د مبارزې د څارني کمېټې د یوه نوي رپوټ په خپرولو سره ويلي دي، هغه ځمکي چې د راستانه شویو او د بې ځایه شویو کورنيو له پاره په پام کې نیول شوي وې د ځمکې د غاصبانو له خوا غصب شوي.

https://p.dw.com/p/1Axtc
انځور: DW/H. Sirat

اوس د افغانستان په بېلابېلو برخو کې په زرونو داسي کورنۍ تر خېمو لاندي ژوند کوي چې په خپل هيواد کي دننه د زور زياتيو له کبله بې ځايه شوي او يا له ګډوالۍ بيرته راستانه شوي دي.

له اداري فساد سره د مبارزې د څارني او څېړني کمېټې مشر محمد یاسین عثماني، د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۴ کال د جنورۍ ۲۷) په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته وویل: «ځینو ظالمو غاصبانو آن د بې ځایه شویو او را ستنو شویو په حق کې هم رحم نه دی کړی او د هغوی برخه ځمکي یې نیولي دي. هغوی د دې کار له پاره له هري ممکنه وسیلې څخه کار اخیستې دی.»

دا په داسې حال کې ده چې د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وایي چې د افغانستان تر شلو په ډیرو ولایتونو کې د کډوالو او بې ځایه شویو کسانو له پاره ښارگوټي په پام کې نیول شوي دي چې یو شمېر یې همدا اوس د استفادې وړ دي.

د څارني او څېړني کمېټې په خپل رپوټ کې د ځمکې د دغو غاصبانو نومونه اخیستي نه دي، خو روښانه کړې یې ده چې خپل ټول رپوټونه یې افغان حکومت ته سپارلي دي.

ښاغلي عثماني وویل: «قانوني قیدونه موږ ته اجازه نه راکوي چې تر وخت مخکي د هغو کسانو نومونه افشا کړو چې موږ یې په اړه د سو استفادې تشخیص کړی دی. تاسو پوهیږئ چې دغه مسایل عدلي و قضایي پروسه لري.»

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د دغو کسانو له پاره په کابل او یو شمیر نورو ولایتونو کې ځیني ښارگوټي په پام کې نیولې دي خو په ډیرو مواردو کې څوک دغو ښارگوټو ته نه ورګډه کيږي، ځکه له ښاره لیري وي او اوبه پکښې نه پیدا کیږي.

په عین حال کې ښاغلی یاسین عثماني وایي چې کډوالو ته د ځمکو له وېش څخه هم ناوړه گټه اخيسته شوې ده: «تر اوسه پوري د بې ځایه شوو کسانو له پاره ۵۴۰۰۰ نمرې ویشل شوي دي، خو د هغو مسایلو له مخې چې د څېړنو پر مهال روښانه شوي دي دا خبره ثابته شوې ده چې په دې کې یو شمیر سو استفادې هم شوي دي.»

د څارني او څېړني کمېټې چارواکي وایي چې په خپل رپوټ کې یې افغان حکومت ته روښانه کړې ده چې هره ورځ او میاشت په حکومتي ادارو کې څومره فساد کیږي. دغه کمېټه د کابل بانک تر کړکېچ وروسته رامنځ ته شوه چې د دولتي او غیر دولتي ادارو فعالیتونه څاري.