1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د کډوالو وضعیت د ښه کولو هڅي کوو»

حسين سيرت/ سيد رياض۱۳۹۳ آذر ۲۵, سه‌شنبه

د افغانستان د ملي یووالي حکومت چارواکي وایي چې په گاونډیو هیوادونو کې د افغان کډوالو وضعیت ته ښه کولو هڅي کیږي. د کډوالو جبري ایستل، هغه گواښ دی چې په ایران او پاکستان کې افغان کډوال ورسره مخامخ دي.

https://p.dw.com/p/1E5ed
انځور: Meysam Hasanloo

د افغانستان د کډوالو چارو وزارت د ارقامو له مخي، شا او خوا شپږ میلیونه افغانان په گاونډیو او نورو هیوادونو کې په گډوالۍ کي ژوند کوي. تر ټولو زیات افغان کډوال په پاکستان او ایران کې ژوند کوي. د دغه وزارت ارقام ښيي چې د درو میلیونو په شا او خوا کې افغان کډوال په ایران او تر دوه نیمو میلیونو زیات په پاکستان کې میشته دي. ویل کیږي چې د دغو کډوالو زیاتره بیرته ستنیدو ته زړه نه ښه کوي.

د ملي یووالي حکومت چارواکي وایي چې په نورو هیوادونو کې د اوسیدونکو افغان کډوالو وضعیت ته باید رسیدگي وشي. د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال محمد محقق په کابل کې د کډوالو د ورځې په مناسبت جوړي شوي غونډي ته په خپله وینا کې وویل: «د پخواني حکومت له بدو طریقو يوه دا وه چې د کډوالو په فکر کې څوک نه ول، چې چیري ځي او څه کوي. دغه مسیر باید عوض کړو او په دې فکر کې شو چې زموږ وطنوال چې په هر ځای کې دي د هغوی د سرنوشت په هکله فکر وکړو.»

بې هویت توب او سرگرداني

جگړو، ناامنيو او بې وزلۍ په میلیونونو افغانان دې ته اړ ایستلي چې خپل هیواد پریږدي او د یوه خوندي ځای او عاید د لاسته راوړلو له پاره د نړۍ نورو هیوادونو ته کډه سي. خو دغه مهاجرت د خپلو مثبتو اړخونو تر څنگ د زرونو افغانانو ژوند تباه کړی دی.

په اوس وخت کې په زرونو کډوال چې له ایران او پاکستان څخه بیرته افغانستان ته ورستانه شوي دي په نشو اخته شوي او په یوه ناخوال وضعیت کې د دغه هیواد په پلازمېنه کابل او نورو ښارونو کې تر پلونو لاندې او ویجاړیو کې ورځې شپې سبا کوي.

د ملي یووالي حکومت چارواکي وایي، په ایران او پاکستان کې په زرونو کډوال د بې هویتۍ او بې وطنۍ احساس له کبله نشه يي موادو کاروي او یا هم په رواني ناروغیو اخته کیږي. د ښاغلي محقق په وینا ډیر افغان کډوال له رواني ناروغیو څخه کړیږي: «هغوی سرگردانه دي او نه پوهیږي چې چیري ځي، د کوم ځای دي او کوم ځای لري. دا هغه تریخ حالت دی چې موږ احساس کوو چې په زورنو کسان په دې رواني ستونزه اخته دي.»

افغان حکومت انديښمن دی چې وسله والي یاغي ډلې، له هغو کډوالو څخه چې په زړه کې عقده لري، په دغه هیواد کې د امنیت د گډوډولو له پاره استفاده کوي. تر دې دمخه هم داسې رپوټونه خپاره شوي ول چې تندلاري ډلي د کډوالو له کمپونو څخه کسان خپلو لیکو ته جذبوي.

بیا کډوال توب

په تیرو دیارلسو کلونو کې ملگرو ملتونو او افغان دولت هڅه کړې ده چې د یوې سر پنا په ورکولو او کاري زمينې په برابرولو سره له گاونډیو هیوادونو څخه د کډوالو راتگ ته زمینه برابره کړي. خو یو شمیر هغه کډوال چې خپل هیواد ته راستانه شول، د کار او امنیت د نه شتون له کبله یې یووار بیا کډوالۍ ته مخه کړه.

د افغانستان د کډوالو چارو وزارت د هغو کسانو په هکله چې بیا یې کډوالۍ ته مخه کړې ده کوم ارقام نه لري خو دا خبره تائیدوي چې دغه واقعیت موجود دی. د کډوالو چارو وزارت د پالیسۍ او پلان رئيس امان مطهري، وایي: «دوهم وار کډوال توب تائیدوو، یو شمیر هغه کسان چې دلته راغلي دي د هغوی یو شمیر بیرته کډوال کیږي په ځانگړې توگه ځوانان، خو دا چې څومره شمیر کډوال بیرته ستانه شوي دي مشخصه نه ده.»

د کډوالو چارو عالي کمیسیاري وایي چې د نوي حکومت د کاري دورې له پیلیدو سره په افغانستان کې یو نوی باب پرانیستل شوی دی، څو افغان کډوال وکولای شي بیرته خپل وطن ته راستانه شي.

په دغه غونډه کې د ملگرو ملتونو د کډوالو د ادارې مشر بوشک وویل: «اوس هم د کډوالۍ ستونزه پای ته نه ده رسیدلي. موږ لا ډیري مرستو ته اړتیا لرو او دا ښه ورځ ده چې ستونزي او فرصتونه په یاد ولرو او د یوه ښه وضعیت پر لور حرکت وکړو.»

د ملگرو ملتونو د کډوالو ادارې پر دې خبره ټینگار کړی دی چې د افغانستان نوی حکومت باید د کډوالو راستنیدو ته زمینه برابره کړي. که څه هم په تیرو دریالسو کلونو کې له گاونډیو هیوادونو څخه کډوال افغانستان ته راستانه شوي دي، خو دغه بهیر ډیر پڅ وو.