1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کډوالو په اړه د اروپايي ټولني گډ سياست

مسعود جهش (دويچه ويله)۱۳۹۲ مرداد ۱۱, جمعه

یونان، هسپانیه، ایتالیا او ډیر نور اروپايي هیوادونه د دې توان نه لري چې د ور رسېدونکو کډوالو سمه پالنه وکړي. د کډوالو په برخه کې د ځینو اروپایي هیوادونو پر سیاستونو باندې نیوکې کېږي.

https://p.dw.com/p/19J27
epa02658605 Sub-Saharan immigrants are assisted at Pieta harbour, Malta, 28 March 2011 after a French naval vessel had encountered a 60-foot long vessel to the East of Malta carrying some 300 Somali third-country nationals, amongst whom were around 100 women and children.
Flüchtlinge in Maltaانځور: picture-alliance/dpa

مالتا د اروپا په سویل کې یو وړوکی هیواد دی چې ډير کډوال یې له لارې خپل ځانونه نورو اروپایي هیوادونو ته رسوي. که څه هم ډیر کسان دغه هیواد ته د ځان رسولو پر مهال په سمندر کې ډوبیږي او خپل ژوند له لاسه ورکوي، خو بیا هم د هري ورځې په تیریدو سره مالتا ته لا ډیر کډوال رسیږي.

د ملگرو ملتونو د کډوالو ادارې یا UNHCR ویلي دي چې یوازې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ایټالیا او مالتا ته ۸۴۰۰ کډوال رسیدلي دي. له دې کبله چې مالتا په خپله يو وړوکی هیواد دی او یوازې۴۱۵۰۰۰ اوسیدونکي لري، نو وخت نا وخت دغه هیواد ته رسیدونکي کډوال له خراب وضعیت سره مخامخ کیږي.

تیره میاشت یوې محکمې پریکړه وکړه چې مالتا باید یوې سومالیایي ښځي ته تاوان ورکړي، ځکه چې په دې هیواد کې د څو میاشتو له پاره تر سختو شرایطو لاندي ساتل شوې وه. محکمې ویلي دي چې دغي ښځي په «غیر انساني» شرایطو کې وخت تیر کړی دی.

د پنا غوښتونکو له حقونو څخه د یوه مدافع سازمان ویاند کارل کوپ، وايي چې که څه هم ځینې اروپايي هیوادونه پخپله له ستونزو سره لاس او گریوان دي خو بیا هم باید دا خبره د دې سبب و نه گرځي چې په دغو هیوادونو کې کډوال له سختیو سره مخامخ شي. هغه ویلي دي: «د اروپايي ټولنې په سرحدي سیمو کې پراته هیوادونه تر یوه حده پورې د ډیرو کډوالو له راتلو سره مخامخ دي خو دا حقیقت د بشري حقونو تر پښو لاندې کیدل نه شي توجیه کولای.»

اروپايي ټولنه د کډوالو له پاره واحد سیاستونه طرح کوي

اوس نو اصلي پوښتنه دا ده چې اروپایي هیوادونه د کډوالو د هغو کمپونو د وضعیت د ښه کولو له پاره څه کولای شيٍ چې پکې ډیر شمیر تازه ور رسیدلي پناغوښتونکي میشت دي.

که یو اروپايي هیواد په خپلو سرحدونو کي د غیر قانوني کډوالو د راتگ د مخنیوي له پاره په اقداماتو لاس پورې کړي نو کډوال د یوه بل هیواد له لارې اروپا ته د ورتلو هڅې کوي. ډیر وخت خو بیا کډوال د یو شمیر اروپايي هیوادونو تر منځ سرگردانه پاته وي. که یو څوک ایتالیا ته تر رارسیدو وروسته په دې هیواد کې ثبت شي نو که کوم بل هیواد ته هم ځان ورسوي، د پولیس له خوا ایټالیا ته استول کیږي.

د اروپايي پارلمان آلمانۍ غړی اکسیل فوکس، وایي چې تر دې مخکې اروپا فکر کاوه چې د کډوالو موضوع یوازي یوه سیمه ییزه ستونزه ده. هغه زیاتوي: «خو اوس باید د کډوالو پالیسۍ د ټولي اروپا په کچه همغږي شي. د عربي پسرلي له پیلیدو سره سم ډیر شمیر کډوال اروپا ته راغلل نو له دې کبله باید ټوله اروپا د کډوالو ستونزې ته یوه گډه حل لاره و موندي.»

دغه سیاستوال وایي چې پر هغو کسانو باید ډیر تمرکز وشي چې خپل هیوادونه یې د جگړې له کبله پرېښي دي او غواړي چې د جگړې تر ختمیدو وروسته بیرته خپلو هیوادونو ته ستانه شي.

د کډوالو له پاره د اروپايي ټولنې د نویو گډو قوانینو له مخې چې د روان کال له جون میاشتې څخه پلي کیږي، اوس په ټولو هیوادونو کې پناغوښتونکو ته د واحد پروسیجر له مخې پنا ورکوله کیږي. تر دې مخکې هر هیواد خپل خاص قوانین لرل. خو اوس اروپايي ټولنه غواړي چې گډ قوانین او معیارونه رامنځ ته کړي.

اکسیل فوکس ټینگار کوي چې که څه هم د ډیرو کډوال راتلل هر اروپايي هیواد له ستونزو سره مخامخولای شي خو د هغه په خبر د مالتا په څېر واړه هیوادونه په دې برخه کې مرستې ته اړتیا لري. په عین حال کې د کډوال د حقوقو مدافع کارل کوپ، وایي چې اروپایي ټولنه باید د کډوالو له پاره زندانونه نه بلکې له انساني وضعیت سره برابر کمپونه جوړ کړي.