1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کډوالو په اړه د هورست زیهوفر څرګندونو پر ضد غبرګونونه

۱۳۹۴ مهر ۱۷, جمعه

د بایرن ایالت لومړي وزیر هورست زیهوفر، ویلي چې بایرن ایالت به په یوازې ځان په دی ایالت کې د کډوالو له تحرک څخه مخنیوئ وکړي. زیهوفر له دې څرګندونو سره یو ځل بیا د انګلا میرکل تګلارې سره خپل مخالفت ښوولی دی.

https://p.dw.com/p/1Glks
انځور: picture-alliance/dpa/M. Balk

د آلمان صدراعظمې انګلا میرکل ویلي دي چې آلمان ته د راتلونکو کډوالو شمیر به محدود نه شي. د میرکل د دي وینا په غبرګون کې د بایرن ایالت لومړي وزیر، خپله له «کډوالو څخه د ځان ساتنې اقدام» تګلاره اعلان کړې ده.

د آلمان «بیلد» ورځپاڼې سره په مرکه کې زیهوفر وویل چې د دې ایالت حکومت به د جمعې پر ورځ د ایالتي حکومت په غونډه کې پر ځینو اقداماتو لکه ادغام ، ښوونه او مسلکي زدکړې موافقه وکړي.

زیهوفر په خپله فیسبوک پاڼه کې لیکلي دي: «د دې موضوعاتو سربیره به موږ په دې ایالت کې د کډوالۍ محدودولو لپاره د ځان ساتنې پر ځینو مشخصو اقداماتو هم وغږیږو، لکه له اتریش سره پولۍ ته د کډوالو استول او همدا شان د آلمان نورو ایالتونو ته د نوي رارسیدلو کډوالو چټک لیږدول.»

دا چې د بایرن ایالت دا اقدامات قانوني بنسټ لري او که نه د شک وړ خبره ده. اتریش په چټکه توګه د دې موضوع پر وړاندې غبرګون ښودلی دی. د اتریش د کورنیو چارو وزیرې یوهانا میکل لایتنر په دې اړه ویلي دي: «اتریش به کوښښ وکړي چې د کډوالو بهیر ورو کړي او دا هیواد به د پولې د ساتنې لپاره لا جدي اقدامات ونیسي.»

زیهوفر وار وار ویلي دي چی د میرکل د کډوالو تګلارې او په دې خبره ټینګار چې آلمان د کډوالو کړکیج سره د مقابلې توان لري کډوالو ته غلط زیګنالونه استولي دي. هغه په دې باور دی چې د میرکل تګلارې کډوال هڅولي دي چې آلمان ته راشي.

زیهوفر غوښتي چي صدراعظمه باید یو ښکاره پیغام کډوالو ته واستوي: «موږ به انساني برخورد کوو خو زموږ امکانات محدود دي.»

د زیهوفر څرګندونو په حکومت او اپوزیسیون کې غبرګونونه راپارولي دي. میرکل د هغه څرګندوني رد کړي او ویلي يې دي چې آلمان اوس هم هغو کډوالو ته ښه راغلاست وايي چي په رښتیا محافظت ته اړتیا لري. د آلمان په پارلمان کې د زرغون ګوند مشر انتان هوفرایتر، ویلي دي چي د زیهوفر وړاندیزونه «د ولس پارونه» ده.

په آلمان کې له یوې سهارنۍ تلویزیوني خپرونې سره په مرکه کې د سوسیال دموکرات ګوند مرستیال مشر رالف شتیګنر، وویل: «زیهوفر پاچا لودویګ دوهم [د بایرن پخوانې پاچا] نه دی او په نویشوان شتاین [د لودویګ دوهم قصر] کې نه اوسیږي چی وکولی شي خپلې دروازې وتړي. دا په بشپړه توګه یوه بې معنی خبره ده.»

په همدې حال کې د آلمان د کورنیو چارو وزیر توماس دی میزیر، وویل چې په آلمان کې پر کډوالو بریدونه ډیر شوي دي. هغه په یوې مرکه کې زیاته کړه: «په ټوله کې موږ د کډوالو پر کمپونو د ۴۹۰ جرمي پیښو شاهدان وو.»

د زیهوفر تګلارې ته په اشاره سره هغه د میرکل د تګلارې په ملاتړ وویل چی هغه په دې باور دی چې د آلمان شاوخوا ته د اغزي لرونکي موانعو درول اروپا ته د کډوالو د راتګ بهیر په ورو کولو کې مرسته نه شي کولې.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب