1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کډوالو په برخه کي د استراليا پر سياست نيوکه

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۲ مرداد ۴, جمعه

ملګرو ملتونو ویلي دي چې د استرالیا هغې پریکړي «ناآرامه» کړي دي چې له مخې یې دغه هیواد ته رسیدونکي کډوال نوي پاپوا گینه هيواد ته استول کیږي. ويل کيږي د دغه هیواد د گډوالو په کمپونو کې بشري حقونه تر پښو لاندې کیږي.

https://p.dw.com/p/19EZV
Survivors rest in a village center in Cidaun, West Java prorince on July 24, 2013. Rescuers searched the seas off Indonesia's Java island Wednesday for possibly dozens of asylum-seekers missing after their Australia-bound boat sank, leaving at least three dead, with 157 saved, an official said. Local rescue officials estimated there could have been 'up to 200' passengers on the boat which was bound for Australia. The boat was carrying Iraqi, Iranian and Sri Lankan passengers. AFP PHOTO (Photo credit should read STR/AFP/Getty Images)
Boot mit Flüchtlingen vor Indonesien gesunkenانځور: AFP/Getty Images

د کډوالو له پاره د ملگرو ملتونو ادارې (UNHCR) ویلي دي چې اوس په دې هکله اندیښنې ډيري شوي دي چې په راتلونکې کې به لا ډیر کډوال غریبو او مخ پر ودو هیوادونو ته واستول شي. دغې ادارې په یوه بیانیه کې ویلي دي: «UNHCR د دې خبرې له کبله ناآرامه شوې ده چې په نوي پاپوا گینه کې له کډوالو او سیاسي پناغوښتونکو معیاري ساتنه نه کيږي.»

استرالیا اوس دغه هیواد ته د کښتیو له لاري ور رسیدونکي کډوال د نوې پاپوا گینه هیواد د مانوس جزیرې ته استوي. استرالیا غواړي له دې سره دغه هیواد ته ور رسیدونکي غیر قانوني کډوالو شمیر راکم کړي.

اوس استرالیا نه یوازي دا چې کډوال دغې جزیرې ته د قانوني مراحلو د ترسره کولو په موخه استوي، بلکې که ثابته شي چې هغوی په رښتیا سره هم په خپل هیواد کې له ستونزو سره مخامخ دي، نو په همدې هیواد کې ورته د دایمي ژوند امکانات برابریږي.

د ملگرو ملتونو د گډوالو ادارې ویلي دي چې د کډوالو په اړه د استرالیا او نوي پاپوا گینه هیواد تر منځ نوي تړون یو شمیر پوښتنې رابرسیره کړې دي.

د اندونيزيا په اوبو کي د يوې غرقي سوي کښتۍ قرباني مونانۍ
د اندونيزيا په اوبو کي د يوې غرقي سوي کښتۍ قرباني مونانۍانځور: AFP/Getty Images

تر دې مخکې هم د بشري حقونو مدافع سازمانونو په مانوس کې د کډوالو په کمپونو کې پر خراب بشري وضعیت باندې نیوکي کړې وې او په هکله یې خپلې اندیښنې څرگندې کړې وې. اوس د ملگرو ملتونو د کډوالو ادارې ویلي دي چې پر نورو ستونزو سربیره په مانوس کې د پناغوښتونکو په قانوني مراحلو کې هم ستونزې شته.

د دغه سازمان له خوا په خپره شوې بیانیه کې راغلي دي: «د UNHCR د څیړنو له مخې چې د نوي پاپوا گینه هیواد ته یې د سفرونو په پایله کې کړې دي، دا خبره روښانه شوې ده چې د هغو کډوالو د قانوني مراحلو په ترسره کولو کې چې له استرالیا څخه دغه هیواد ته رسیږي، قانوني ستونزې موجودې دي.»

دې سازمان ویلي دي چې په نوې پاپوا گینه هيواد کې د کډوالو د کارونو د پرمخ وړلو له پاره ضروري ظرفیت نه شته. پر دې سربیره د ملگرو ملتونو د گډوالو د ادارې په حواله په دې هیواد کې همداراز کډوالو ته لازم فزیکي امکانات هم مساعد نه دي. دې سازمان ویلي دي چې دغه ناوړه شرایط په خاص ډول هغه کډوال زیانموي چې له خپلو کورنيو او ماشومانو سره استرالیا ته ورځي.

د کډوالو ادارې همداراز د استرالیا پر هغه پلان باندي هم نیوکه کړې ده چې له مخې یې دې هیواد ته د کښتیو له لارې رسیدونکي کډوال په نوې پاپوا گینه هیواد کې په دایمې توگه ځای پر ځای کيږي.

دغه کډوال اکثره وخت د ایران، سریلانکا او افغانستان څخه وي. تر دې مخکې د استرالیا د بشري حقونو سازمان هم پر دغه سیاست باندې نیوکه کړې وه. استرالیا غواړي د دغه شان پالیسو په پلي کولو سره دې هیواد ته د کښتیو له لارې د غیر قانوني ور رسیدونکو کډوالو مخه ونیسي.