1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کښتۍ د غرقیدو له کبله د سلونو کسانو د وژل کیدو ویره

آژانسونه/ شمس الرحمن ناصر۱۳۹۴ فروردین ۳۰, یکشنبه

یو ځل بیا د مدیترانې په سمندر کې دردونکي پیښه رامنځ ته شوې. د رپوټونو په حواله د ایټالیې د لمپیدوزا ټاپو په سویل کې د کډوالو یوه کښتۍ چپه شوې ده. د دې ویره موجوده ده چې ښایي په کښتۍ کې سپاره نزدې ۷۰۰ کډوال غرق شوي وي.

https://p.dw.com/p/1FAlI
انځور: DW/B. Riegert

د ایټالیې د (Ansa) په نامه خبري آژآنس رپوټ ورکړی دی چې دغه کښتۍ د شنبې په شپه د لمپيدوزا ټاپو د سویل په ۱۲۰ کیلومترۍ کې ډوبه شوې. د ملگرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې (UNHCR) ویاندې کارلوته سمي ایټالوي تلویزوني کانال RAInews24 ته ویلي دي چې شاوخوا ۷۰۰ انسانان لادرکه دي.

ژغورونکي عملې د ټایمز اف مالته ورځپاڼې ته ویلي دي چې یوې تجارتي بیړۍ ۲۸ تنه کډوال ژغورلي دي. ویل کیږي چې پيښه د شپې په نیمایې کې رامنځته شوې ده. د لومړنیو معلوماتو له مخې په لومړي سر کې کډوالو د بیړنۍ مرستې له پاره غږ کړی او بیا یوې پرتگالۍ بار وړونکي کښتۍ د هغې پر لور حرکت کړی دی. خو کله چې دغه بار وړونکي بیړۍ د کډوالو کښتۍ ته نزدې شوې ده نو ټولو خلکو د کښتۍ یوه اړخ ته د ژغورنې له پاره منډې کړې ده او دا کار د کښتۍ د چپه کیدو سبب شوی دی.

د وروستیو معلوماتو له مخې د ایټالېی ژغورونکې عملې ویلي دي چې د یکشنبې په سهار ۱۷ بیړۍ د ژغورنې پر ماموریت بوخت وې، خو د ټولو هڅو سربیره یوازې ۲۸ تنه ژوندي ژغورل شوې دي. اوس هم د څرخي الوتکو او بیړیو په واسطه د باقي پاتو کسانو لټون ادامه لري. د ایټالوي چارواکو په خبره تر اوسه پورې یوازی د ۲۴ تنو مړي موندل شوې دي.

د همدا د روانې اوونۍ په پیل کې د کډوالو لیږدونکې یوه بله کښتۍ هم چې چپه شوې وه چې له لیبیا څخه د ایټالیې پر لور روانه وه. د سیف دي چلډرن مرستندویه سازمان د رپوټ پر بنسټ په دې پيښه کې هم نزدې ۴۰۰ انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.

د ایټالیې سمندري څارونکو ویلي دي چې د اوونۍ په پای کې یې نور کډوال هم ژغولي دي. د کډوالو لیږدونکي کښتۍ په پرله پسې ډول د ایټالیې ساحل ته ځانونه رسوي. ویل کیږي چې یوازې په تیره اونۍ کې۱۱۰۰۰ کډوال د دغو بیړیو په واسطه ایټالیې ته ورغلي دي. د UNHCR په حواله د روان میلادي کال د پيل راهیسې د مدیترانې په خطرناکه لاره تر ۹۰۰ ډیرو انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.