1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ککړتيا له کبله په لويو ښاروکی ژوند ورځ په ورځ سختيږي

۱۳۸۷ اسفند ۵, دوشنبه

د افغانستان د چاپېريال ساتنې د ملي ادارې مرستيال يارالله منصوري پرون يکشنبه په کابل کې په ډاگه کړې، چي که چېرې د چاپيريال د ککړتوب د مخنيوي په غرض تدبيرونه ونه نيول شي ،

https://p.dw.com/p/Gzc0
د محيط د ککړتيا يوه منظره
د محيط د ککړتيا يوه منظرهانځور: AP

او سر وخت يې غم ونه خوړل سي،نو د افغانستان په لويو ښارونو کې به هغه په يوه محيطي ناورين بدل سي .

يارالله منصوري ويلي دي،چه بيله هغه هم دريو لسيزو جگړو او سختو وچکاليو ددغه هېواد چاپېريال زيانمن کړي، مځکې يې په وچو دښتو بدلې کړې ،ونې، بوټي او ژوي يې له منځه وړيدي ، خو اوس په ښارونو کې د خلکو زياتوالي، د ناوړه تېلو سوزونې، په زرگونو د زړو موټرونو وارديدل، د فاضله موادو نه ليرې کول، د کاناليزاسيون يا نغولونو نشتوالي او ورسره د ودانولو د چارو ډېرښت د هېواد د لويو ښارونو هوا سخته چټله کړېده.

منصوري د رويتر آژانس ته په خپله مرکه کې د دې يادونه هم کړې ده، چې افغانستان هسې هم له سختو ربړو سره مخامخ دئ، لکه اقتصادي، امنيتي او حکومتي چلنجونه، خو تر ټولو خطرناک چلنج د چاپېريال خېرنتوب دئ، کوم چې په پټه خوله سره خلک له منځه وړي .

په 2005 ميلادي کال کې جوړې سوي د منصوري اجنسۍ، په دې وروستيووختوکې بيړنۍ بڼه ځان ته نيولې ده او نړيوالو مرستندويو هم ورته 100 مليونه ډالر منلي دي، تر څو ورسره په لنډ وخت کې د دې بحران د مخنيوي په خاطر، دولتي ادارې په اړوندو سامانونو سمبالې او هم يې پرسونل ورته وروزي.

منصوري وايي چي په دې پانگه سره به چارواکي وکولی سي د دې ستونځو يوه برخه په دوو درو راتلونکو کالونو کې همواره کړي . دی زياتوي چې اجنسي يې د عمومي پوهونې يوه مبارزه هم پيل کړې ده .

منصوري وروسته وايی، په داسې حال کې چې پلازمينه او د افغانستان تر ټولو لوي ښار کابل د بل هرځای څخه زيات ککړ دئ، نور غټ ښارونه لکه په ختيز کې جلال آباد، په شمال کې مزارشريف او کندز، په سهيل کې کندهار او په لويديز کې هرات هم ددغه کړکېچ سره مخامخ دي.

وروسته تر هغه چې په 2001 ميلادي کال کې امريکايي ځواکونو طالبان راوپرځول، په مليونو افغانان له گاونډيو هېوادونو ايران او پاکستان څخه خپل هېواد ته راستانه او د کار موندلو په هيله لويو ښارونو کې مېشته شول.

د مثال په ډول کابل يو د نيم مليون کسانو د پاره جوړ شوي ښار دئ، او اوس ورپکښې پنځه مليونه کسان اوسيږي، د پخوانيو 50000 موټرانو په پرتله اوس هلته ٨ لکه موټر چليږي . منصوري په ډاگه کوي، چې افغانستان د زړو موټرونو ډېران گرزېدلی دی.

د ده له نظره د هوا خيرنتوب او د څښاک ککړې اوبه د وگړو روغتيايي حالت نور هم خرابوي.

اوسنۍ روغتيايي لويې ربړې د سينه بندئ رنځ او 22 ډوله د سرطان رنځونه دي، چې د وينې د سپينو هجرو مرض يا لويکومي تر بل هر مرض زياته ده. د منصوري د څرگندونو له مخې، د هرو سلو تنو څخه 8 تنه ناروغ دي او موږ ته ښايي چي دې موضوع ته ټينگه پاملرنه وکوو.

منصوري جوتوي، د گاونډيو هېوادونو لکه ايران، پاکستان او هندوستان د مرکزونو په پرتله کابل تر ټولو ډير اغېزمن شوی دی .

منصوري دې حقيقت ته گوته نيسي، چې موږ د سيمې د پلازمېنو په نسبت درې برابره خيرن يو، او که هر څه په همدې ډول پاته شي، نو پس له دوو درو کالونو به په کابل کې ژوند ناممکن وي . موږ به دې ته اړ وو چې نورو ځايونو ته وکوچيږو، چېرته چې پاکه هوا، پاکي اوبه او پاک خواړه وي . دې کار ته چاپېريالي کوچ وايي، اوکه دا ډول کوچېدنه او لېږدېدنه پيل شوه، نو بار به يې ډير دروند وي.