1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کیمیاوي وسلو له منځه وړل وخت غواړي

سيد رياض (دويچه ويله)۱۳۹۲ شهریور ۲۸, پنجشنبه

د سوریې واکمن بشارالاسد له یوه امریکایي تلویزون سره په مرکه کې ویلي دي چې دی غواړي د دغه هیواد کیمیاوي وسلې له منځه یوسي. خو په وینا یې دا کار ډیر لگښت او وخت ته اړتیا لري، «ښایي یوه کال او یا هم زیات وخت ته اړتیا وي.»

https://p.dw.com/p/19kWq
Syria's president Bashar al-Assad gestures during an interview with French daily Le Figaro in Damascus in this handout distributed by Syria's national news agency SANA on September 2, 2013. REUTERS/SANA/Handout (SYRIA - Tags: CONFLICT CIVIL UNREST POLITICS ) ATTENTION EDITORS - THIS IMAGE WAS PROVIDED BY A THIRD PARTY. FOR EDITORIAL USE ONLY. NOT FOR SALE FOR MARKETING OR ADVERTISING CAMPAIGNS. THIS PICTURE IS DISTRIBUTED EXACTLY AS RECEIVED BY REUTERS, AS A SERVICE TO CLIENTS
Syrien Konflikt Bashar Assad Porträt 2. Sept. 2013 CLOSE und OVERLAYانځور: Reuters

بشارالاسد له یوه امریکایي تلویزون «فوکس نیوز» سره په یوه مرکه کې دغه څرگندونې کړي دي. د هغه په وینا دغه ټوله پروسه (د کیمیاوي وسلو له منځه وړل) له تخنیکي لحاظه ډیره پیچلې ده او ډیرو پیسو يعنی شاوخوا یو ميليارد امریکایي ډالرو ته اړتیا لري.

هغه په دغه مرکه کې زیاته کړې ده که چیرې د امریکا متحده ایالاتو حکومت دغه کیمیاوي وسلې د له منځه وړلو له پاره امریکا ته یوسي او دغه لگښت پر غاړه واخلي نو دی دغه کار ته چمتو دی:

«دا کار ډیرو پیسو ته اړتیا لري، یو ميليارد امریکایي ډالرو ته اړتیا لري. دا کار چاپیریال ته هم ډیر ضرر رسوي. که چیري د امریکا متحده ایالاتو اداره دې ته چمتو وي چې دغه پسې ورکړي او متحده ایالاتو ته د دغه زهرجنو موادو د لیږد مسئولیت پر غاړه واخلي، نو ولې هغوی دغه کار نه کوي.»

اسد دا خبره تائيد کړه چې هیواد يې د ملگرو ملتونو د کیمیاوي وسلو د بشپړ تړون منلو ته چمتو دی. خو هغه پر دې خبره سخت ټینگار وکړ چې د اگست مياشتي پر ۲۱ پلازمینه دمشق ته څيرمه زهرجن گاز د ده امنیتي ځواکونه نه دی استعمال کړی.

خو بر عکس لوېدیځ هیوادونه د سوریې په کورنۍ جگړه کې د کیمیاوي وسلو د کارولو په برخه کي اسد گرم گڼي. ځکه نو امریکا متحده ایالاتو او فرانسې د یوه پوځي برید گواښ کړی وو. په دمشق کې حکومت د روسیې د هغه یوه پلان سره توافق وښود چې له مخې یې د دغه هیواد د کیمیاوي وسلو زیرمي د نړیوالو په کنترول کې ورکړل شي او له منځه یوړل شي. اوس د ملگرو ملتونو په امنیت شورا کې د دغسې یوه پلان د جوړیدو پر سر خبرې اترې کیږي.

د ملگرو ملتونو د کیمیاوي وسلو پلټونکي یو ځل بیا سوریې ته ځي

د ملگرو ملتونو د معلوماتو له مخې په پام کې ده چې یو شمیر بې ځوابه پوښتنو ته د ځواب موندلو له پاره د امکان تر حده د دغه سازمان د کیمیاوي وسلو پلټونکي باید ژر سوریې ته ولاړ شي تر څو د نورو احتمالي کیمیاوي بریدونو په اړه څیړنې تر سره کړي. د ملگرو ملتونو د پلټونکي ډلې مشر اکه سیلسټروم په راتلونکي اوونۍ کې د دغه سفر د تر سره کیدو پلوی دی. ویل کیږي چې د نورو دریو پیښو په اړه هم پلټنې تر سره شي او تر هغې وروسته به د ملگرو ملتونو د کارپوهانو ډله خپل بشپړ رپوټ وړاندي کړي.

روسیه د تیر په شان، د سوریې پر ضد د یوه پوځي برید گواښ ردوي. د سوریې واکمن بشارالاسد په دې برخه کې په څرگند ډول د روسیې له ملاتړ څخه مننه کړې. په پلازمینه دمشق کې اسد د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سیرگي ریابکوف هر کلی وکړ. د سوریې د دولتي تلویزون د رپوټ له مخې اسد ویلي دي چې سوریه د پاڅونکوونکو چې د لویدیځ ملاتړ ورسره دی، د یوه «وحشیانه یرغل» قرباني ده.

روسیې پر ملگرو ملتونو انتقاد کړی دی

تر دې دمخه د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر د اگست میاشتي د ۲۱مي نیټې د زهرجن گاز د برید په هکله د ملگرو ملتونو رپوټ «سیاسي شوی او یو طرفه» بللی وو. ویل کیږي چې په دغه برید کې ۱۴۰۰ تنه وژل شوي ول.

په داسې حال کې چې روسیه د اسد ځواکونو له خوا د زهرجن گاز د کارولو خبره ردوي، خو امریکا متحده ایالات او یو شمیر نور هیوادونه او فرانسه بیا د دغه برید مسئولیت د سوریي پر پوځ وراچوي. هغوی دا استدلال وړاندې کوي چې یوازې د سوریې پوځ دغه بې رحمو وسلو ته چې په نړیواله کچه غیر قانوني دي، لاس رسی لري.

د آلمان صدراعظمه انگلا میرکل هم د کیمیاوي وسلو د استعمال په برخه کي د سوریې مشرتابه گرم گڼي. پر دې اساس د میرکل د امنیت شورا له خوا د سوریې پر ضد د یوې پیاوړي پریکړه د وړاندې کولو غوښتنه کوي.

په برلین کې د حکومت ویاند شتیفن زایبرت ویلي دي چې په دغه پریکړه لیک کې «باید د عواقبو گواښ هم شامل وي.» د آلمان د بهرنیو چارو وزیر گیدو ویسترویله هم ورته څرگندوني کړي دي.