1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ګوانتانامو بنديان چيرته ولاړ شي؟

۱۳۸۷ بهمن ۱, سه‌شنبه

د امريکي نوي ولس مشر بارک اوباما دا پريکړه کړی ده چي د ګوانتانامو بنديخانه دي بايد وتړله شی، خو په دی اړوند مهمه پوښتنه به دا وي چي په دغه کمپ کي ساتل شوی بنديان دي چيرته ولاړ شي.

https://p.dw.com/p/Gcio
انځور: AP

زموږ راډيويی همکار Cem Sey د ګوانتانامو د بنديخاني د یو شمپر بنديانو د مدافع وکيلانو سره خبری کړی.

د ګوانتانامو د بنديانو په ډله کی ډيرداسی کسان شته دی، چي هغوی په امریکایانو باندي خرڅ شوی دي. مثلا يو د دغه کسانو څخه مهيرال قواري دي. دي په امریکايانو باندی خرڅ شوی. خو کله چی له ده څخه پوښتني شوي، نو امریکایانو ته ثابته شوی چی په ده باندی د لګول شويو تورونو په اړوند کومه د اعتبار وړ بيلګه نشته. يواځي يو بل سړی چي هغه هم بندی دی په ده باندی يی شاهدی ويلي . که څه هم امریکایان د ده د جرم لپاره هيڅ ډول کوم ثبوت نلری خو بيا هم دی ته ندی چمتو چی دي بري زمه وګڼي .او که دا کار وکړي نو بايد سمدستي دي خوشی کړی او که چيری دی خوشی کړی نونه پوهیږی چی دی چیرته واستوی دالقواري مدافع وکيل شتیفن تریوت وايی چي :

امريکایان وايی چی موږ په دغه راز فقرو کی ډيپلوماسي ستونزی لرو . بايد یو هیواد دی ته خپل چمتوالی وښه يی چي دغه راز کسان ومني . ځيني بندیان دی چی که چيري دوی موږ خپلو هيوادونو ته واستو نو دوی به هلته تر عذابونو او شکنجو لاندی ونیول شی.

همدا اوس په ګوانتا نامو لږ تر لږ ه 50 کسه داسی بندیان شته چی هيڅ يو هیواد دی ته ندی چمتو چی دوی ومنی. مثلا يو د دغه کسانو څخه راولی مینګاسوف دی دغه 40 کلن تاتاري د7 کالو نه را پديخوا په ګوانتا نامو کی کوټه قلفی دی. دي چي پخوا د بليت نڅا ګراو د روسي په پوځ کی و. ورسته مسلمان شوي دی او که چيري دی د روسانو لاس ته ورشي نو ده ته سخته سزا ورکړي. دی غواړي په يو بل هیوا دکي آرمه ژوند وکړي. په 2001 ميلادی کال کي کله چي امریکایانو په افغاسنتان کی خپل پو ځی عملیات پيل کړل، نو دي په پاکستان کی د پوليسي پلتنو په وخت کی نيول شوی او په ده باندی دا تور لګول شوی و چي دی دازبکو ديوي تند لاری اسلامي ډلي غړی دي . دامريکايانو نه دپيسو په اخيستلو سره دی هغوي ته سپارل شوی دي . خو اوس دده مدافع وکيله ميرمن اليزون لفرک وايی چی ميناګاسوف په دی ډیر خوشاله دی چی په ګوانتانامو کی پاتي شي ددي په ځاي چي دي مسکو ته وسپارل شي . دمينګاسوف مدافع وکيله وايی چي تراوسه دګونتانامو دبندیانو له ډلي څخه اوه کسه مسکو ته سپارل شوی دی . له دغي ډلي څخه دري تنه بیرته بندیان شوی دري تنه نور يی ترتم شوی او ددوی يو تن دروسيي دپو ليسو له خوا وژل شوی دي .

د ګوانتانامو د بنديانو په ډله کی ډيرداسی کسان شته دی، چي هغوی په امریکایانو باندي خرڅ شوی دي
د ګوانتانامو د بنديانو په ډله کی ډيرداسی کسان شته دی، چي هغوی په امریکایانو باندي خرڅ شوی ديانځور: AP

امريکي متحد ايالتونو ته اوس دا خبره روښانه شوی چی دي به روسيي ته نه ليږی خو داچي دوی به چيرته واستوی تر اوسه نده څرګنده . او همدا دليل دی چی دوي لا تراوسه په ګوانتا نامو کی دی.

داسی ويل کيږی چی کيدای شی مينګاسوف، ال قواري د څلورو نورو بندیانو سره آلمان ته راشی. د مينګاسوف مدافع وکيله اليزون ليفراک وايي چی اروپايی حکومتونه دغه بندیان ومنی او دا چی دوی امنیتي انديښني وړاندی کوي، د دغه راز انديشنو لپاره کوم دليل نشته .

د يوه وروستي خبر له مخي پرون د ګوانتانامو کی په هغه پو ځی محکمه کی چي دبوش په زمانه کي ددغي بندیخانی دګومانی تورونو کسانو دمحاکمي دپاره جوړه شوۍ د دو و تورنو چي ښايی په دغه تريبونال کی آخرني محاکمه وي پیل شوی. سياسی کتونکی وايی چی دامريکی دمتحده ایالتونو نوي ولس مشر به دګوانتانامو دکمپ په تړلړ سره دګوانتانامو پوځي تريبونال هم وتړي او ددغه کمپ دګوماني پاتي تورونو کسانو دپاره دامریکی په متحده ايالتونو کي يوه نوی محکمه منځ ته راشي .دغه دوه تنه تورن ، خالد شيخ محمد او رمزي بن ال شيب دواړو دتريبونال په وړاندی ويلي دي چی هو موږ د 2001 میلادی کال دسپتمبر دمياشتی د11 نيټي په تروريستي پيښو کی لاس لرو اوموږ پهدی وياړو او داچي په موږ باندی به اعدام حکم راشی له دی څخه هم نه ويريږو.