1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ګوانتانامو د تړلو په اړه خبري اسانه دي خو عملی کول يې سخت دي

۱۳۸۷ آبان ۲۳, پنجشنبه

دګوانتانامو د محبس د تړلو وعده بارک اوباما د جمهوري رياست د انتخاباتي مبارزې په ټول جريان کي ورکړې وه.

https://p.dw.com/p/Ftp2
د امريکا راتلونکی مشر بارک اوباما تر انتخابيدو وروسته هغه خبري نه کوي چي په انتخاباتي مبارزه کې کولې
د امريکا راتلونکی مشر بارک اوباما تر انتخابيدو وروسته هغه خبري نه کوي چي په انتخاباتي مبارزه کې کولېانځور: AP/DW

هغه ويل:«زه به د جمهوررييس په حيث په ګوانتانامو کښي امريکايي محبس وتړم ، د بوش د حکومت نظامي محکمه به له منځه يوسم او په عوض بې د بنديانو د نيولو په باب د ژنيو معاهدې ته بيرته اعتبار ورکم . »

خو اوس انتخاب سوی جمهوررييس اوباما ددې پوښتني په جواب کي چي آياد ګوانتانامو محبس به د جنورۍ تر شلمي وروسته کله چي دی جمهوررييس سي، وتړي ،او د255 بنديانو سرنوشت به څنګه کيږي، نو ډير په احتياط جواب ورکوي ،او وايي چي:«زه د امريکا پر محکمو او محبسوباندي پوره اعتماد لرم »

دغه خبره چي د اوباماتر انتخابيدو وروسته به د جمهوررييس په حيث د ګوانتانامو شکمن بنديان د امريکا محاکمو ته سپاري، هميشه دده انتخاباتي مشاورينو کړې وه. خواوس معلوميږي چي څه چي په انتخاباتي مبارزه کښي په آسانۍسره ويل سوي وه، دهغه عملي کول به په حکومتدارۍ کي ورته مشکله وي.

د اوباما ګوندي ملګری او د ګوانتانامو کار پوه آدم شيف، وايي:«داچي د ګوانتانامو د شکمنو بنديانو محبس دي وتړل سي، نو دا يو لوی کار او چلنج دی .»

په ګوانتانامو کي د شبرغان څخه بيول سوي طالب جنګيالي
په ګوانتانامو کي د شبرغان څخه بيول سوي طالب جنګياليانځور: AP

دNPR محلي راډيو سره په مرکه کي ده وويل چي ددې په مقابل کي د 50 تنو هغو بنديانو ايله کول چي بې ګناه دي ، يو آسانه کار دی ، او دوی کولای سي خپلو هيوادو ته ولاړ سي. خو يوازي يو څو تنه. په ګوانتانامو کښي د ډيرو نورو بنديانو ايله کول به ممکنه نسي، او د ژوند تر پايه پوري به د شکنجې سره مخامخ، او آزاد به نسي.

جمهوررييس بوش پخوا لا د نورو تر څنګ د جرمني دحکومت څخه غوښتي وه،چي بې ګناه بنديان په خپل هيواد کي ومني، خو جرمني دغه خبره نه وه منلې. اوباما به هم طبعاً د خپل محبوبيت څخه استفاده وکي، او د جرمني دحکومت څخه به د ګوانتانامو د بنديانو په باب د مشخصو اقداماتو غوښتنه وکي.

به همغه اندازه چي د ګوانتانامو د بې ګناه بنديانو په هکله معامله سخته ده، په هغه اندازه به د اوباما دپاره د شکمنو بنديانو په مقابل کي پر حقوقي اساساتو باندي ولاړه يوه واقعي محاکمه هم سخته سي. ځکه چي د جمهوررييس په حيث بارک اوباما مجبوره دی چي محاکمه داسي جريا پیدا نکي چي هغه د امريکا د استخباراتي ادارې غړو ته تاوان ونه رسوي، او هم هغه کسان چي پخوا د القاعدې پلويان وه، او اوس د امريکاد امنيتی قواوو سره ګډ کار ته تيار دي .

اوباما مجبوره دی چي د امريکا امنيتي مسايل هم په نظر کي ونيسي، او دد ه دپاره په دغه برخه کي ډير امکانات نسته. خو يو شی چي دی اوحتی په اوله ورځ يې کولای سي ، هغه د بنديانو شکنجه کول دي چي په اوله ورځ يې بند کي.