1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ګواښونو سربیره د شمالي کوریا توغنديزه ازموینه

۱۳۹۶ اردیبهشت ۹, شنبه

نه هم د م.م. د سازمان خبردارۍ او نه هم د ترمپ ګواښونو د شمالي کوریا د توغندیز آزمایش مخه ونیولای شوه، که څه چي دغه ازموينه بريالۍ نه وه. ترامپ له چين څخه غوښتي وو چې پر شمالي کوریا فشار راولي.

https://p.dw.com/p/2c7Gy
Nordkorea provoziert mit weiterem Raketentest
انځور: Getty Images/AFP/Str.

د شمالي کوریا توغندیز ازمایش هغه هم د دونالد ترامب واک ته د رسیدو په سلمه ورځ. دا یوازې یو پيغام لرلې شي او هغه دا چې د شمالي کوریا رهبري دې ته حاضره نه ده چې د خبرداریو او ګواښونو په پام کې نیولو سره له خپل تحریک امیزه سیاستونو څخه لاس په سر شي.

د آلمان خبري آژانس د سويلي کوریا له پلازمېنې سئول څخه د شمالي کوریا له خوا د یوه بل توغندیز برید د ازمایل کیدو خبر ورکړی دی. دغه آزموینه د ترمپ د ښکاره ګواښونو سربیره، عملاً ترمپ ته یوه ننګونه ګڼل کیږي.

د ازمایل شوې غوندي ډول

د سویلي کوریا د نظامي ځواکونو د ارزونې له مخې د شنبې ورځې (د اپریل میاشتې۲۴) توغندیز ازمایش بریالی نه وو. دغه توغندی په شمال پيونګ یانګ ښار کې واقع له دستګاه څخه تر توغول کیدو وروسته په ۷۱ کیلومتره ارتفاع کې چاودیدلی دی.

د دغه توغندیز ازمایش خبر د امریکا متحده ایالاتو د پوځي چارواکو له خوا هم تائید شوی. د امریکایې چارواکو په خبره ازمایل شوی توغندی د شمالي کوریا له ځمکني حدودو څخه نه دی وتلی. جنوبي کوریا دا یو بلاستیکي ډوله توغندې اعلان کړی وو، په داسې حال کې چې د امریکا متحده ایالاتو د پوځ له خوا د خپرو شوو اطلاعاتو په حواله، توغول شوی توغندی د منځني واټن ویشتونکی KN-17 ډوله غوندی وو.

ترامپ او د شمالي کوریا توغنديز ازمایش

سپينې ماڼۍ اعلان کړی دی چې د شمالي کوریا له خوا د نوې توغندیزې ازموینې اطلاع ترمپ ته ورکړل شوې. ترامپ په خپل تویتري پیغام کې د شمالي کوریا نوې توغندیزه آزموینه د دغه هیواد د رهبرۍ له خوا د چین انتظاراتو ته بی توجهي بللې.

امریکا له چین څخه غوښتي دي چې پر شمالي کوریا د فشار په واردولو سره دې د دغه هیواد له خوا د اټومي او توغندیزو ازموینو مخه ونیسي. ترمپ د جمعې په ورځ (د اپریل میاشتې ۲۸) د یوې ډیرې لویې مناقشې خبره کړې وه. هغه په وار وار سره اعلان کړی دی چې د اړتیا په صورت که به امریکا په یوازیتوب سره عمل وکړي.

تیر کال د شمالي کوریا له خوا د دوو اټومي توغندیو تر آزموینې وروسته د سیمې وضعه کړکیچنه شوې ده. د دغه هیواد له خوا وروستیو توغندیزو ازموینو وضعه لا پسې حساسه کړی ده.

د شمالي کوریا له خوا تر غوندیزې آزموینې څو ساعته مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس تیلرسن د ملکرو ملتونو د امنیت په شورای کې د شمالي کوریا غوندیز او اټومي فعالیتونه د نړیوالې ټولنې له پاره یوه لویه ننګونه وبلله. هغه همدارنګه یادونه کړی وه چې که چیرې نړیواله ټولنه دغې جدي امنیتي ننګونې ته حل لاره ونه لټوي، فاجعه رامنځته کونکي پایلې به ولري.

امریکا په دې اند ده چې په توغندیز او اټومي برخه کې د شمالي کوریا پرمختګونه تر هغه څه ډیر دي چې ګمان یې کیږي، او دا احتمال وجود لري چې یوه ورځ به، نه دومره لیرې، د دغه هیواد توغندي وکولی شي په امریکا کې هدفونه په نښه کړي.

په داسې حال کې چې چین د شمالي کوریا له رهبرۍ څخه غوښتي دي چې له خپلو توغندیزو او اټومي ازموینو څخه لاس واخلي، سویلي کوریا او امریکا ته یې هم وړاندیز کړی دی چې خپلو ګډو مانورو ته دې د پای ټکې کیږدي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر مرستیال ګنادی ګاتیلوف، هم د ملګرو ملتونو د امنیت په شورای کې د شمالي کوریا د خلکو پر ژوند د بندیزونو ناوړه اغیزو څخه خبرداری ورکړی دی.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (11.10.2015):