1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ګوندونو په غونډه کې پر ISI نیوکې وشوي

۱۳۹۰ مهر ۸, جمعه

د پنج شنبي په ورځ په پاكستان كې د ټولو ګوندونو يوه غونډه رابلل سوې وه خو ويل كېږي چې دغې غوڼډي کومې خاصې پایلې نه درلودي. په دغې غوڼډې کې ځینو پاکستانې سیاستوالو پر ISI په نورو هیوادونو کې د لاسوهنو تور ولګاوه

https://p.dw.com/p/12jWy
آرشیف انځور
آرشیف انځورانځور: dapd

په داسې حال كې چې د امريكا او پاكستان تر منيځ له يوې مياشتې را په دېخوا اړیکې لا پسی ترنګړي شوي دي د دې هيواد صدراعظم، سيد يوسف رضا ګيلاني، د پنج په ورځ د ټولو سياسي ګوندونو يوه غونډه په دې موخه راوبلله ترڅو پاکستان د امريكا په باره كې خپله كړنلاره څرګنده كړي.
 
صدراعظم ګيلاني د غونډې په پرانستونكې وينا كې وویل چې نړیوال باید د پاکستان د خپلواکۍ درناوی وکړي. هغه زیاته کړه چې پاکستان د امریکایې لوړپوړو چارواکو بیانونو حیران کړی دی.
 
ویل کیږې چې پاکستان دغه غوڼډه پر امریکا د فشار اچوني په موخه رابللي وه خو د سياسي شنونكو له نظره د صدراعظم ګیلاني له لوري راغوښتل سوې غونډې کومې خاصې پایلی نه درلودي ځكه چې له دې غونډې سره يا خو ډېرو سياستوالو مخالفت ښودلی او يا هم د غونډې څخه په نيمایې كې وتلي دي.
 
د جمعت علما اسلام د ډلې مشر، مولانا فضل الرحمن، په دغې غوڼډي کې حاضر وو خو بیا په نیمایې کې په دې پلمه ووت چې ګواکې طبیعت یې ښه نه دی.
 
په همدې حال کې ډیری پاکستانې سیاستوالو بیا په دغې غوڼډې کې ګډون نه وو کړی. د بلوچستان په ايالت كې د نېشنل ګوند مشر، سنېټر عبدالمالك بلوچ، چې د دې غونډې په خلاف يې يوې خبري غونډې ته وينا كوله وويل چې داسې غوڼډې به د پاکستان ستونزې حل نه کړي.
 
د پاکستان استخباراتې اداره د امریکا او افغانستان لخوا په دې تورنه ده چې د حقاني د شبکې تر شاه ولاړه ده خو په دې غونډې كې د ISS مشر، احمدشاه پاشا، وويل چې د پاکستان استخباراتې اداره له ترهګرو په خاصه توګه له حقاني شبكې سره هيڅ ډول مرسته نه كوي او نه په پاكستان كې د دغي ډلې کومه اډه شتون لري.
 
دا په داسې حال کې ده چې د مسلم ليګ د ډلې مشر، نواز شريف، غوڼډې ته وویل چې د پاکستان استخباراتي اداره د حقانې د ډلې سره کوم تړاو لرې ځکه نو نړیواله ټولنه پری نیوکې کوي.
 
د احمد شاه پاشا د هغو ادعاو په اړه چې ګواکې اداره یې په افغانستان کې لاس وهنه نه کوي او د حقاني د ډلي ملاتړ کونکي نه ده د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر، محمود خان اڅكزي، خبري وکړي او وویل چې ISI هر وخت په نورو هيوادونو كې لاسوهنه كوي. هغه زیاته کړه چې که اى ايس اى وغواړي په افغانستان كې د یوي میاشتي په مودي کې سوله راتلای سي.
 
د کنفرانس په پای کې د امریکا او پاکستان د اړیکو په اړه ځیني پریکړي هم وشوي. دغه غوڼډه په داسی حال کې جوړیږي چې متحده ایالات پر پاکستان له بل هر وخت سختی نیوکي کوې چې ګواکې د دغه هیواد استخباراتي اداره د یاغیانو ملاتړ کوي.

دویچه ویله/ تاثیر
کتونکی: مسعود جهش