1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د گوانتانامو زندان د تړلو تلاښ به وکړم»

نجيب الله زيارمل (دويچه ويله)۱۳۹۲ اردیبهشت ۱۱, چهارشنبه

د امريکا متحده ايالاتو جمهور رئيس بارک اوباما ويلي دي، چي قصد لري د گوانتانامو زندان د تړلو تلاښونه له سره پیل کړي. په دغه زندان کي د بنديانو د نه خوړلو اعتصاب پر متحده ايالاتو باندي فشارونه ډير کړي دي.

https://p.dw.com/p/18Q3O
ARCHIV - US-Präsident Barack Obama (Archivfoto vom 06.03.2009). Seit zehn Jahren halten die USA Terrorverdächtige auf ihrem Marinestützpunkt Guantánamo Bay in Kuba fest. Nach den Anschlägen vom 11. September 2001 hatte US-Präsident George W. Bush dort die Errichtung eines Internierungslagers angeordnet. Sein Nachfolger Barack Obama beschloss zwei Tage nach seinem Amtsantritt im Januar 2009, das Camp binnen Jahresfrist zu schließen. Es war zum Symbol für Folter und Willkür geworden. Aus Obamas Versprechen wurde nichts. EPA/TANNEN MAURY (zu dpa-Themenpaket Guantanamo) +++(c) dpa - Bildfunk+++
US-Präsident Barack Obamaانځور: picture-alliance/dpa

اوباما د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د اپريل ۳۰) په يوه خبري غونډه کي وويل، اوس په دې تلاښ کي دئ، چي د گوانتانامو زندان د تړولو په مخ کي د کانگرس خنډونه ليري کړي.

اوباما له خبريالانو سره په خبرو کي وويل: «زه په دې باور لرم چي موږ به د گونتانامو زندان وتړو. زه فکر کوم چي موږ بايد متوجه اوسو چي گوانتانامو د امریکا د امنيت ساتلو له پاره ضروري نه ده.» هغه زياته کړه: «د دغه زندان ساتل گران دئ، په درد نه خوري، موږ ته په نړيواله کچه صدمه را رسوي، له همکارانو سره مو د تروريزم پرضد همکارۍ کوي او د افراطيانو د جلب او جذب سبب کيږي.»

د امریکا جمهور رئيس د گوانتانامو زندان د تړلو تلاښونه په ۲۰۰۸ کال کي پيل کړل او حتی په ۲۰۰۹ کال کي ئې د خپلي کاري دورې په لومړۍ ورځ د تړلو يو فرمان هم لاسليک کړ.

د گوانتانامو زندان يوه برخه
د گوانتانامو زندان يوه برخهانځور: Getty Images

خو د امریکا متحده ايالاتو کانگريس د دغه فرمان ممانعت وکړ. وروسته له هغه چي په دې اړه له اوباما سره مقاومت ډير سو، هغه د دغي مسئلې څخه لاس واخيست.

له څو اوونيو راهيسي په گوانتانامو زندان کي د بنديانو له خوا د خوړلو نه اعتصاب، چي د رسنيو لومړی سرخط يې جوړاوه اوس ئې د امريکا له خوا د بشري حقونو پالل پر پوښتني لاندي راوستي دي.

د نه خوړلو اعتصاب پر پراخېدو دئ

د گوانتانامو زندان د پوځي چارواکو په خبره په دغه زندان کي له ۱۶۶ تنو څخه ئې ۱۰۰ تنو د نه خوړلو اعتصاب کړی دئ. له دغي ډلي څخه بيا ۲۱ تنه د پزي له لاري په پيپ کي خاوړه ورکول کيږي. د دغو بنديانو ډيری له ۲۰۰۲ کال راهيسي بې محکمې په دغه زندان کي بنديان دي.

کله چي په دغه خبري غونډه کي له اوباما څخه په گوانتانامو کي د نه خوړلو د اعتصاب په اړه وپوښتل سول وويل، چي اميدواره دی چي يو بندي به هم په خطر کي نه وي. هغه اوباما وويل: «زه نه غواړم چي هغوی مړه سي» هغه زياته کړه: «پنتاگون تلاښ کوي، چي هلته حالت وڅاري.»

د اوباما په خبره، بېله محکمې د زندانيانو ساتل «زموږ د منافعو پر ضد دي او بايد خاتمه ورکړل سي». د راپورونو له مخي د دوشنبې په ورځ د گوانتانامو زندان هغي برخي ته چي د نه خوړلو اعتصاب پکښې دوام لري اضافه طبي پرسونل ولېږل سو.