1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د گوشتې ولسوال: له خاوري په مېړانه دفاع کوو

نجيب الله زيارمل/ شمع احمد زۍ۱۳۹۲ اردیبهشت ۱۶, دوشنبه

افغان چارواکو ویلي دي چې د دوشنبې په ورځ د ننگرهار ولايت په گوشتې ولسوالۍ کي د افغانستان او پاکستان په سرحد کي، د دواړو هیوادونو د امنیتي ځواکونو تر منځ یو وار بیا وسله واله نښته رامنځ ته شوې ده.

https://p.dw.com/p/18SjW
Afghan border policemen take their positions at the Goshta district of Nangarhar province border, where Afghanistan shares borders with Pakistan, May 2, 2013. An Afghan border policeman was killed and two Pakistani soldiers were wounded in an exchange of fire along the border late on Wednesday, officials from both countries said, in a clash likely to unsettle already troubled ties between the neighbours. REUTERS/Parwiz (AFGHANISTAN - Tags: CIVIL UNREST POLITICS)
Afghanistan Pakistan Grenze Gefechte 02.05.2013انځور: Reuters

د دغو چارواکو په خبره دغه نښته هغه وخت رامنځ ته سوه چې پاکستاني ځواکونو یو وار بیا د هغي دروازې د جوړولو هڅي وکړې چې تر دې د مخه افغان ځواکونو ویجاړه کړې وه.

د ننګرهار ولایت ویاند احمد ضیا عبدالزي، دويچه ويله ته وويل، نښته هغه مهال رامنځ ته سوه چي د درواز جوړولو د مخنيوي د ټولو تلاښونو سره سره بيا هم پاکستاني اړخ د دروازې جوړولو هڅي پيل کړې.

د هغه په خبره د ننگرهار والي له ډيرو تلاښوونو سره سره چي د پاکستان له قونسل سره ئې هم خبري وکړې، بیا هم هغوی يعني پاکستاني اړخ نن سهار دوشنبه (۲۰۱۳ کال د می ۶) پر دروازه باندي کار پيل کړ:

«له بده مرغه د ننگرهار د والي پر ډيرو کوښښونو سربيره بيا هم پاکستاني اړخ په گوشتې ولسوالۍ کي د دروازې جوړولو کار پيل کړ چي په ترځ کي ئې نښته را منځ ته سوه.»

افغان سرحدي ځواک د پاکستان- افغانستان په سرحد کي
افغان سرحدي ځواک د پاکستان- افغانستان په سرحد کيانځور: Reuters

عبدالزی زياته کړه، چي د ننگرهار د والي او ولسونو دريځ دا دئ چي په خپل ټول توان سره به د دروازې د جوړولو مخه نيسي او هيچا ته به اجازه ور نه کړي چي دلته دروازه جوړه کړي.

د گوشتې ولسوال عیسی خان ځواک له دويچه ويله سره په خبرو کي وويل، چي د دوشنبې په ورځ سهار ۸ بجې او لس دقيقې لومړی د پاکستاني ځواکونو له خوا د افغانستان پر سرحدي پوستو باندي ډزي سوي دي.

هغه وويل: «تر هغه وروسته موږ هم جنگ پيل کړ او سرحدي ځواکونو په مېړانه سره د هغوی د حملې جواب ورکړی دئ. د سرحدي ځواک مورال ډير پياوړی دئ او مرگ ژوبله هم نه لرو.»

«لومړی بريد افغان ځواکونو وکړ»

خو پاکستاني چارواکو بيا پر افغان امنيتي ځواک باندي تور لګولی دئ چې د دوشنبي په ورځ سهار ئې جګړه پیل کړې ده. یوه پاکستان چارواکي د نوم د نه اخیستلو په شرط د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې افغان ځواکونو لومړی د هغوی پر پوستو باندي ډزې پیل کړې، چي وروسته دوی هم جواب ورکړی دئ.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي هم دغه خبره تائيد کړې ده چي لومړی بريد پاکستاني ځواکونه کړی دئ. هغه د فرانسې خبري آژانس ته وويل:«پاکستانيان نن بيا هغه ځای ته راغلی ول، چي مخکي ئې دروازه جوړه کړې وه او وئې ويل چي موږ دلته د دروازې جوړولو کار پيلوو. خو زموږ سرحدي ځواکونو هغوی ته وويل چي دا کار و نه کړي، خو پاکستاني پوليسو پر هغوی ډزې وکړې او افغانانو ئې جواب ورکړ.»

په سرحد کي پاکستاني ځواکونه
په سرحد کي پاکستاني ځواکونهانځور: Reuters

د هغه په خبره «دغي نښتي دوه ساعته دوام وکړ او هغه مهال بيرته پای ته ورسېده چي پاکستان د اور بند وړانديز وکړ.» صديقي وويل چي جگړه پای ته ورسېده او پاکستانيان له هغې سيمي څخه تللي دي.

د افغانستان او پاکستان د امنیتي ځواکونو تر منځ تيره اوونۍ هغه وخت وسله والي نښتي وسوې چي افغان ځواکونو د پاکستان له خوا د افغانستان په خاوره کي د جوړي سوي دروازې د ويجاړولو اقدام وکړ.

د تیرې اوونې په نښته کې یو تن افغان سرتیری ووژل سو او دوه تنه نور ټپیان سول. د راپورونو له مخي په نښته کې دوه تنه پاکستاني سرتیري هم ټپیان شوي ول.

د ولسمشر کرزي دريځ

افغان ولسمشر کرزي د شنبې په ورځ په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته وویل چي د پاکستان له خوا د افغانستان پر سرحد بریدونه دوه دلیله لري. د هغه په خبره يو دلیل د افغانستان د پرمختگ مخنیوی او پر افغان حکومت باندي فشار اچول دی، چي د ډیورنډ کرښه په رسمیت وپيژندل شي. ولسمشر کرزي وویل: «دوهم دلیل کیدای شي دا وي چي د افغانستان خلک دې ته مجبوره سي چي مذاکره وکړي او د ډیورنډ کرښه په رسمیت وپیژني.»

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د ولسمشر کرزي دغه څرگندوني رد کړې او وئې ويل: «پر دې موضوع باندي د بحثونو پيل په حقيقت کي د افغانستان او پاکستان له پاره له ډيرو مهمو موضوعگانو څخه مخ اړول دي.»

پاکستان ويلي دي، چي پر يوې امنيتي پوستې باندي ئې يرغل سوی دئ او په دې اړه ئې شکايت کړی دئ.