د گونتر گراس ژوند په انځورونو کي
د نوبل د ادبياتو جايزې گټونکی گونتر گراس د اپريل مياشتي پر ۱۳ نېټه د ۸۷ کالو په عمر مړ سو. هغه تر دوهمي نړيوالي جگړې وروسته د آلمان يو ډېر نوموتی ليکوال وو.
گراس ته د یوه منتقد څارونکي په سترگه کتل کېده. هغه د سياسي چارو په اړه نظرونه ورکول.
گراس د ۱۹۲۷م کال په اکتوبر مياشت کي وږېږېد او د دانڅيک ښار په يوه ډېره ساده ټولنه کي را لوی سو. په کوچنیوالي کي ئې د يو لوی په شان کار کاوه او د هيتلر د ځوانانو غړی سو. هغه خپلي لومړی کيسې د «هيتلر ځوانان» په نوم مجلو کي خپرې کړې.
کراس له کورني فشاره د تېښتي په خاطر په پوځ کي ځان شامل کړ. هغه په ۱۹۴۴م کال کي کله چي هغه لا ۱۷ کلن وو د نازيانو د «اس اس قوې» ته جذب سو. هغه د جنگ په پای کي د جنگي اسير په توگه له امريکايانو سره بندي سو.
تر جنگ وروسته گراس په ډبرو تراشلو او مجسمو جوړولو پيل وکړ او په دوسلدورف کي ئې د گرافیک او مجسمه جوړولو په رشته کي زده کړي وکړې. د هغه گرافيکي کارونه او مجسمې نندارو ته وړاندي سوي هم دي.
گراس په ۱۹۵۰م کلونو کي ادبياتو ته مخه کړه او د «حلبي ډول» په نوم کتاب ئې وليکئ.
له دغه کتاب څخه بيا په ۱۹۷۹م کال کي فولکر شلوين دورف يو فلم جوړ کړ چي ډير مشهور سو.
گراس له سياسي اړخه هم ډېر فعاله وو او د آلمان او پولنډ د پخلايني سخت طرفدراه وو. هغه د آلمان د هغه مهال ويليبرانت ټينگ طرفداره وو. هغه تر یو څه وخته د جرمني د سوسيال ديموکرات گوند پلوی وو خو غړی يې نه وو.
په ۱۹۹۵م کال کي د جرمني مشهور منتقد مارسل رايخ رانيکه، د گراس پر هغه رومان چي له ۱۸۴۸م کال څخه د برلين ديوال تر چپه کېدو پوري د آلمان تاريخ پکښي انځور سوی دئ سختي نيوکي وکړې.
څلور کاله وروسته بیا گراس ته د نوبل د ادبياتو جايزه ورکړه سوه. ويل کيږي چي د گراس «حلبي ډول» کتاب به د شلمي پېړۍ يو له مهمو اثارو څخه وي.
گراس په ۲۰۰۲م کال يووار ډېر وستايل سو. هغه په خپل رومان «د چنگاښ گام» کي په ۱۹۴۵م کال کي د ويلهم گوستلوف ماته او له ختيځ څخه د جرمنيانو ايستلو پيښي ډېري ښې تصوير کړي دي.
د هغه خپل ژوند ليک چي د «پيازو پوستول» نوميږي په ۲۰۰۶م کال کي په جرمني کي سخت بحثونه راپورته کړل. په دغه کتاب کي هغه په لومړي وار اعتراف کړی دئ، چي په ۱۹۴۴م کال د نازيانو له ځانگړي ځواک «اس اس قوې» سره يوځای سوی وو. منتقدانو تر دغو بحثونو وروسته هغه ته د دوه مخي کس خطاب وکړ.
گراس په ۲۰۰۷م کال کي د زېږېدني د ۸۰ کاليزه په ورځ يووار بيا د يوه لوړ لیکوال په توگه وپيژندل سو. خو کله چي ئې په ۲۰۱۲م کال کي يو انتقادي شعر چي اسرائيل پکښي ياد سوي ول په «دود دويچه څايتونگ» ورځپاڼه کي خپور سو ډېر بحثونه ئې راپورته کړل.
گراس تر خپلي مړيني پوري يو ډېر جذباتي روشنفکر وو.