1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د گوگل هوشمندي عينکي بازار ته راوځي

مسعود جهش (دويچه ويله)۱۳۹۱ اسفند ۳, پنجشنبه

ګوګل د چهار شنبې په ورځ د خپلو هوشمندو عینکو تازه جزئیات خپاره کړل. دې شرکت دغه راز یوه سیالۍ په لاره اچولې ده چې په ترڅ کې يې یوازې۱۵۰ کسان کولای شي دغه عینکې مخکې له دې چې بازار ته راووځي ترلاسه کړي.

https://p.dw.com/p/17icO
انځور: picture alliance/ZUMA Press

د دغو عینکو بیه۱۵۰۰ ډالره ټاکل شوې ده. د ګوګل هوشمندي عینکي له انترنت سره وصل دي او د آواز له لاري کنترولیږي.

دغه عینکي د ښی سترګې خوا ته یوه وړوکې ښيښه لري چې په اصل کې یوه نمایش ورکوونکې صفحه ده. کاروونکي کولای شي د دغي صفحې له لارې د انترنت مجازي نړۍ ته ورداخل شي.

دغه عینکي په هغه کمپیوتري پروګرام سمبال شوې دي چې ګوګل یې په خپلو تلیفونو کې کاروي. د ګوګل شرکت د دغو هوشمند عینکو پر جوړولو باندي د لومړي ځل له پاره په ۲۰۱۰ کال کې کار پیل کړ.

د گوگل عينکي
د گوگل عينکيانځور: REUTERS/Google/Handout

دغه عینکې د یوې کوچنۍ ښېښې په شان یوه کمره او یو مایک لري. کله چې دغه عینکې بازار ته راووځي نو خلک به پرته له دې چې لویې کمرې او کمپیوترونه له ځانه سره ولیږدوي، د همدغو عینکو په واسطه انځورونه واخلي او انترنیتي پلټنې ترسره کړي.

ګوګل همداراز د چهارشنبې په ورځ په یوتیوب پاڼه کې یوه ویدیو خپره کړې ده چې پکې دغه عینکې ښوول شوي دي.

د راتلونکې پر لور لار

له انترنت سره وصل عینکې ښايي په راتلونکې کې په یوې ډیري معمولي تکنالوژۍ بدلي شي. په راتلونکې کې ښايي داسې هوشمندي عینکې جوړې شي چې د درې بعدي یا 3D انځورونو د ښوولو قابلیت هم ولري او هنداره به یې لویه وي.

که څه هم د ګوګل هوشمندي عینکې اوس دغه قابلیتونه نه لري، خو د راتلونکې پر لور یو ګام بلل کیږي او له همدې کبله خلک ورته خوشحاله دي.

د عینکو د تر لاسه کولو له پاره سیالي

د ګوګل انترنتي شرکت همداراز اعلان کړی دی چې د لومړي ځل له پاره به دغه عینکې «هوښیارو او لایقو وګړو» ته ورکړي. هغه کسان چې غواړي دغه عینکې ترلاسه کړي باید لومړی د۵۰ کلمو په چوکاټ کې ووایي چې له دغو عینکو څخه به څرنګه ګټه پورته کړي.

عریضه کوونکي باید همداراز خپل پنځه انځورونه او یوه ۱۵ثانیه یي ویدیو ګوګل ته واستوي. د ګوګل په دغې سیالۍ کې یوازي د امریکا متحده ایالاتو اوسیدونکي برخه اخیستلای شي. د ګډونوالو عمر هم باید تر ۱۸ کلونو لوړ وي.