1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د یرغمل ژغورنی په عملیاتو کی امریکایی سرتیرو هم ګډون درلود

۱۳۹۱ دی ۲۵, دوشنبه
https://p.dw.com/p/17JVY

په سومالیا کې د فرانسوي یرغمل شوو د ژغورني په ناکاموعملیاتو کې امریکایي سرتیرو هم ګډون کړی وو. دا خبره د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، بارک اوباما د خپل هیواد کانګرس ته په یوه لنډه خبري غونډه کې وکړه. اوباما یادونه وکړه چې د متحده ایالاتو وسله والو ځواکونو له فرانسویانو سره یوازي تخنیکي مرسته وکړه، خو د مشکوکو یرغمل نیوونکو پر پټنځای باندي په هجوم کي امریکایي سرتیرو مستقیمه برخه نه درلوده. د فرانسې د رسمي رپوټونو له مخې، په دغو عملیاتو کې چې د سومالیا د پلازمینې موګا دیشو په۱۱۰ کیلو مترۍ د بولا- مارر په ښار کې تر سره سول، یو فرانسوي سرتیری او احتمالاً يو یرغمل شوی فرانسوی او دغه راز ۱۷ تنه اسلام پال جنګیالي هم وژل شوي دي. یو بل فرانسوی سرتیری ورک دی. د فرانسې د استخباراتو مخبر، چې دینس الیکس معرفی شوی، د ۲۰۰۹ کال په جولای کې په سومالیا کې وتښتول شو. وروستی ځل هغه د تير کال په اکتوبر مياشت په یوه خپره شوې ویدیو کې لیدل شوی دی چې د فرانسې له ولسمشر څخه یې د مرستي غوښتنه کړې وه.