1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د یونان د وړاندیز په اړه خبرې اترې ځنډول شوې دي

۱۳۹۴ تیر ۲۱, یکشنبه

ټاکل شوې وه چې د یورو حوزې د ماليې وزیران پریکړه وکړي چې آیا د یونان له خوا د اصلاحاتو وړاندیز شوې طرحه به کافي وي چې پر اساس یې د مرستې پر یوې نوې بستې بحث وشي؟ خو هغوې په دې هکله پریکړه وځنډوله.

https://p.dw.com/p/1FxPf
انځور: DW/A. Rönsberg

تر نهه ساعته سلا مشورو وروسته بالاخره د شنبې ماښام ناوخته د یورو گروپ مشر جیرون دیسبلوم وویل چې دوی په دې برخه کې کومې موافقې ته نه دي رسیدلي. دیسبلوم زیاته کړه: «موږ خپله غونډه وځنډوله او د یکشنبې ورځې په۱۱ بجو به خبرې اترې بیا پيل شي.» دیسبلوم زیاته کړې چې د یونان د اصلاحاتو د طرحې په هکله ډیرې دقیقې خبرې وشوې، په ځانگړي توگه د اعتماد او باور د مسائلو په هکله.

اکثره د مالیې وزیران لکه د یونان د مالیې وزیر بې له دې چې د رسنیو پوښتنو ته ځواب ووایې په بروکسل کې د خبرو اترو له ودانۍ څخه ووتل. د فنلنډ د مالیې وزیر الکساندر شټوب نړیوالو رسنیو ته یوازی همدومره وویل چې غواړي خوب ته ولاړ شي. همدارنگه شټوب په ټولنیزې رسنې تویتر کې هم ډیر څه نه وو لیکلي.

آیا فنلنډ د خبرو اترو مخې ته خنډ اچوي؟

د نورو رسنیو تر څنگ په بروکسل کې د ایټالوي ورځپاڼې (لا شټمپا) خبریال ویلي دي چې دا د فنلنډ هیواد وو، چې د یورو ډلې هیوادونه حتی یو ځل هم ونه توانید چې د یوې گډې نهایې اعلامیې پر سر موافقې ته ورسیږي.

مخکې تر دې چې د آلمان د مالیې وزیر د یورو په حوزه کې د خپلو سیالانو په غونډه کې له یونان سره د نورو مرستو په هکله نهایې پریکړه وکړي، باید د خپل هیواد د پارلمان یا بونډسټاک تایيد ترلاسه کړي، په فنلنډ کې هم د پارلمان بررسي او تایید مهم دی.

په بروکسل کې د فنلنډي ورځپاڼې «کپ پاولیټي» خبریال په خپل تویتر کې لیکلي دي چې یونان ته د نوو مرستو پروگرام په اوس وخت کې فنلنډ ته د منلو وړ نه دی.

د شنبې ورځې تر غرمې وروسته د خبرو اترو له پيل څخه داسې معلومیده چې د یونان د وړاندیزونو په هکله بحث به ډیر اوږد او ستونزمن وي. یوازی فرانسه، ایټالیه او لوگزامبورگ له خوشبینانه نظر سره خبرو اترو ته ورداخل شول.

د ایټالیې د مالېې وزیر پیر کارلو پادوان وویل چې د دغو خبرو اترو هدف د ESM یا د اروپا د ثبات مکانیزم له چتر څخه د یونان له پاره د نوو مرستو پر موضوع بحث کول ول. د هغه په خبره ټول گډونوال باید بې له تعصب څخه دغو خبرو اترو ته داخل شي.

په دغه غونډه کې د یورو حوزی د ډیر شمیر مالیې وزیرانو له پاره دا خبره واضح وه چې د یونان له خوا د اصلاحاتو او سپما وړاندیز شوې طرحه د دې له پاره کفایت نه کوي چې یونان ته د نورو مرستو په هکله بحث وشي.

د«فرانکفورته آلگماینه سایټونگ» ورځپاڼې د رپوټ پر بنسټ د آلمان د مالیې وزیر ولفگنگ شویبله د یونان پر وړاندیزونو ډیر لږ باور هم نه لري. د دغه رپوټ پر بنسټ شویبله خپلو سیالانو ته دوه انتخابونه وړاندیز کړي دي.

یو دا چې د یونان د پارلمان له بشپړ ملاتړ سره د دغه هیواد له خوا په وړاندې کړای شویو وړاندیزونو کې په پراخه پيمانه اصلاحي تغیرات رامنځته شي او بل دا چې د راتلونکو پنځو کلونو له پاره په موقتي ډول د یورو له حوزی څخه د یونان ایستل، چی د یونان د پورونو له پاره یو نوي جوړښت رامنځته کیدو او لا ډیرو مرستو ته امکانات برابر کړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب