1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د یورو د زون هیوادونه غواړي له ایتالیې او هسپانیې سره مرسته وکړي

۱۳۹۱ تیر ۹, جمعه
https://p.dw.com/p/15O6e

د یورو د زون د اولسو هیوادونو مشران پر دې خبره سره یو سول چې له محتاجو هیوادونو لکه ایټالیا او هسپانیې سره د مرستې په اړه تدابیر وضعه کړي. دغه خبره د اروپایي ټولنې د شورا رئیس هیرمن فان رومپویي، په بروکسل کی وکړه.

هغه وویل چې هغه هیوادونه چی خپله کورنۍ بودجه کنترولای سي، کولای سي چې له وجهي صندوق څخه مرستې تر لاسه کړي. علاوه پر دې د یورو د زون دغه مشران د بانکونو پر مشترکې څارنې هم سره یوسول. د المان صدراعظمه انګیلا ميرکل، هم د دغې غونډې له پایلو څخه راضي ښکاریده.