1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د یورو د کړکیچ د مخنیوي لپاره نوی اقدام

۱۳۹۱ شهریور ۱۷, جمعه

د اروپا مرکزي بانک (EZB) د یورو د حوزې د هغو هیوادونو د دولتي بها لرونکو پاڼو د اخیستلو پریکړه وکړه چې له مالي کړکیچ سره مخامخ دي. خو د یورو د کړکیچ د مخنیوي لپاره دې اقدام اوس شخړه ییز بحثونه راپارولي دي.

https://p.dw.com/p/164tR
انځور: Wiski - Fotolia.com

د اروپا مرکزي بانک چې په خپل مخفف EZB سره هم مشهور دئ، پرون په یوه حیرانونکي اقدام باندې لاس پورې کړ. دې بانک پریکړه وکړه چې د هغو اروپايي هیوادونو بها لرونکي پاڼې راونیسي چې له سخت مالي کړکیچ سره مخامخ دي.

د نوموړي بانک رئیس ماریو دراګي، د دې پریکړه د دلیل په توگه وویل چې پر یورو باندې عامه اعتبار سخت تاواني شوی دئ. دراګی په «فرانکورف ام ماین» کې چیرته چې د اروپا د مرکزي بانک مقر پروت دئ د هغه بانک د شورا له یو غونډې څخه وروسته وویل:

«له دې پروګرام سره به موږ وتوانیږو چې د بهالرونکو پاڼو په اړه موجودې اندیښې له منځه یوسو. هغه اندیښنې چې وخت نا وخت د پانګوالو له خوا پرته له کوم واضح دلیله عنوانیږي. دا ډول اندیښې کیدای شي چې یورو له ناکامي سره مخامخه کړي.»

تر دې مخکې هم اروپایي مرکزي بانک پر داسې اقدام لاس پورې کړی وو. د روان میلادي کال په پیل کې دغه بانک د ۲۰۰ ملیارده یورو په ارزښت بهالرونکي ورقې راونیولې چې له کړکیچ سره د مخامخ هیوادونو پورې ئې تړاو لاره.

دغه پروگرام هغه وخت و نه شو کولای چې د یورو کړکیچ پای ته ورسوي. په همدې وجه اروپایي مرکزي بانک دا ځل د بهالرونکو پاڼو د رانیولو له پاره وروستی سرحد نه دئ ټاکلی. د بانک رئیس وویل چې دا په دې وجه چې یورو له روان کړکیچ څخه وژغورل شي او ټولو ته دا پیغام ورکړل شي چې یورو د یوې ګډې پیسې په توګه پاتې ده او پاتې به شي:

خو دراګی دا خبره هم په ډاګه کړه چې یوازې د هغو هیوادنو بها لرونکې پاڼې به اروپايي مرکزي بانک راونیسي چې هغوی د یورو د ژغورنې د صندوق تر چتر لاندې دي او د دغه اروپایي بنسټ شرایط مني. هغه وویل چې دا کار ضروري دئ ځکه چې د هغه په خبره اړوند هیواد باید د سپما پروګرام ته دوام ورکړي او په خپل مالي نظام کې اصلاحات رامنځ ته کړي.

د اروپا د مرکزی بانک له دې پریکړې سره په اروپا او ټولې نړۍ کې د اسعارو په بازارونو کې خوځښت راغی او د اسهامو بیې لوړې شوې.

په المان کې د حکومت او د اپوزیسیون له خوا د اروپایي بانک دغه پریکړه له مختلفو غبرګونو سره مخامخ شوه. د المان صدراعظمې انګلا میرکل چې په هسپانیه کې ده په دې هکله کوم ښکاره دریځ ونه نیوه. د المان د مالیې وزیر ولفګانګ شابیله، له دغه اقدام څخه هرکلی کړی دئ او ویلي ئې دي چې له دې سره به یورو خپل ژوند ته دوام ورکړي.

دویچه ویله/ عبدالباري حکیم
کتونکی: مسعود جهش