د یورو زون له دغه حوزې څخه د یونان وتل ردوي
۱۳۹۱ اردیبهشت ۲۶, سهشنبهاعلان
د یورو د زون هیوادونو په دغه اسعاري زون کې د یونان د پاتې کیدو ښکاره پلوي کړې ده. په بروکسل کې د دغه زون د هیوادونو په غونډه کې د هغې مشر جان کلوده یونکر وویل چې دی د یوې لحظې له پاره داسې تصور نه شي کولای چې یونان دې د یورو د زون د حوزې څخه ووځي. هغې زیاته کړه چې د یونان د وتلو غوښتنې بې معنی او پروپاگنډ دئ.
د یونان په وروستیو پارلماني انتخاباتو کې د تند لارو گروپونو او گوندونو د تقوې په اړه یونکر وویل چې دموکراسي باید قبوله شي، خو په عینی حال کې ده پر دې خبره ټینگار وکړ چې اتن باید د سپما او اصلاحاتو موافقه شوي پروگرامونه مراعت او عملي کړي.