1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د یونان لپاره وروستی مهلت

آژانسونه/ شمس الرحمن ناصر۱۳۹۴ تیر ۱۷, چهارشنبه

د ایرو حوزه لا تراوسه هم نه غواړي چې یونان له لاسه ورکړي. د نوو شرایطو پر بنسټ نوي مرستې باید د ایرو له حوزی څخه د یونان د وتلو مخه ونیسي. آیا صدراعظم سيپراس به هم دی شرایطو ته غاړه کیږدي؟

https://p.dw.com/p/1Fut4
انځور: picture-alliance/dpa/L. Dubrule

اوس په رښتیا هم د یونان له پاره یو نوې مهلت دی. په بروکسل کې د ایرو حوزی د ۱۹ غړو هیوادونو تر یوې فوق العاده غونډی وروسته لږ تر لږه د اروپایې اتحادیې د شورای رئیس دونالډ توسک، دغه ادعا کوي. توسک ویلي دي:« یونان پنځه ورځې وخت لري.» ټاکل شوې ده چې د یکشنبې په ورځ به د ایرو حوزی د هیوادونو مشران یو وار بیا د یونان د کړکیچ په هکله غونډه وکړي.

د اروپایې اتحادیې د شورای رئیس د یونان له لومړي وزیر الیکسیس سیپراس سره تر ۴ ساعته لیدنې کتنې وروسته وویل :«هغه تصمیم چې د یکشنبې په ورځ به ونیول شي، هغې ته د اروپایې اتحادیې پاتې غړي هیوادونه هم وربلل شوې،ځکه دغه موضوع د اروپایې اتحادیې د ټولو ۲۸ غړو هیوادونو پورې ارتباط نیسي».

د آلمان صدراعظمې انگلا مرکل د خپل خبري کنفرانس په ترڅ کې څو واره پر دې خبرې ټینگار وکړ چې په اصل کې خو د یونان حکومت باید د سه شنبې په ورځ د مالي ژغورنې یو دقیق پلان وړاندی کړی وای، خو د دې پر ځای د ایرو حوزی نا امیده شوې مشران د لومړي ځل له پاره د یونان له پاره «په جدي توگه»د یو دریم ژغورونکي پروگرام پر سر بحث کوي.



ایرو-ډله غواړي د مرستې پر نوې پروگرام بحث وکړي
د ایرو د حوزې حکومتي مشرانو یونان ته وړاندیز کړی دی چې د یونان د مالي کړکیچ د حل له پاره یو داسې نوی دوه کلن پلان وړاندی کړي چې د دغه هیواد اقتصادي ستونزي حل او په دولتي جوړښت کې اصلاحات رامنځته کړي. د نړیوال وجهي صندوق(IWF) د اټکلونو له مخې دغه پروگرام چې لږترلږه ۵۰ میلیارده ایرو کیږي د(ESM) یا د اروپا د ژغورنې صندوق یعنی د ایرو د غړو دولتونو د د بیړنیو حالاتو لپاره د یو گډ مالي صندوق څخه تمویل او نظارت شي.


مرکل وویل:« کله چې د(ESM) د یو پروگرام پر سر خبری اترې کیږي، بیا نو مونږ باید باور ورلرو چې یونان هم په همدې مسیر حرکت کوي.» د آلمان صدراعظمې زیاته کړه له دې امله تمه کیږي چې یونان به نن( چهارشنبې) د یوې داسی مرتستې لپآره خپل غوښتنلیک وړاندې کړي :« د یونان صدراعظم سیپراس ژمنه کړی چې د پنجشنبې تر ورځې پورې به د لازمو مرستو او ممکنه اصلاحاتو په هکله یو واضح پلان وړاندی کړي.»


د یکشنبه په ورځ به د اروپا د اتحادېې دولتي او حکومتي مشران چې د وخت له لحاظه سخت تر فشار لاندې دي، تصمیم ونیسي چې ایا ذ یونان د کین اړخي حکومت دغه نوی پلان له اړینو شراطو سره تطابقت لري که نه.

د آلمان صدراعظمه انگلا مرکل په بروکسل کې
د آلمان صدراعظمه انگلا مرکل په بروکسل کېانځور: Reuters/E. Vidal