1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د یونان ټاکنې د یورو برخه لیک ټاکي»

۱۳۹۱ خرداد ۲۸, یکشنبه

یونانیان نن بیا پارلماني ټاکنې کوي. له دغو ټاکنو ښایي د دې هیواد برخه لیک هم وټاکل شي، چې آیا د یورو په حوزه کې پاتې کیږي او که نه. د اروپا اتحادیه د ټاکنو پایلو ته انتظار لري.

https://p.dw.com/p/15Gdv
انځور: AP

یونانیان نن سهار وختی د رایو د صندوقونو په لور وخوځیدل. هغوی له خپلو دې رایو سره نه یوازې خپل، بلکه ښایي د یورو د حوزې د ټولو غړو او حتی د اروپا د اتحادیې برخه لیک وټاکي. که څه هم یونیان غواړي چې د یورو په حوزه کې پاتې شي او یورو د هغوی پیسه وي، خو د اروپا د اتحادیې او نړیوال وجهي صندوق شرط دا دئ چې یونان له پلان سره سم په خپل دولتي لګښتونو کې سپما وکړي، هغه یوه سپما چې ډیری یونیانیان ئې نه مني.

د سپما د مخالفینو تر شا د یونان افراطي کیڼ اړخی ګوند، SYRIZA، ولاړ دئ. په روانو ټاکنو کې نوموړی ګوند د محافظه کاره ګوند، «نوی دیموکراسی» سره سیالي کوي چی اوږه په اوږه ور سره روان دئ.

د اروپا اتحادیې او نړیوال وجهي صندوق ویلي دي چې کوم ۱۳۰ میلیارده یورو چې یونان ته د مرستې په توګه د مارچ په میاشت کې منل شوي دي، په دې شرط دغه هیواد ته ورکول کیږي چې نوی حکومت ټول منل شوي شرایط ومني او پرته له دې دا پیسې یونان ته نه ورکول کیږي او له دی سره یونان عملا د دولتی افلاس ډنډ ته لویږي.

ټول ګوندونه وایي چې هغوی غواړي یونان د یورو په حوزه کې پاتې شي. خو د کیڼ اړخي ګوند مشر الکسیزسیيپراس، وایي چې د اروپا له اتحادیې سره پر شوې موافقې باید له سره خبرې وشي. هغه یونانیانو ته ژمنه کړې ده چې هغه به خپل شرایط د اروپا پر اتحادیې ومني، پرته له دې چې د یورو له حوزې څخه وشړل شي. هغه په دې نظر دئ چې د یورو حوزه مجبوره ده چې یونان په هر صورت سره وساتي، ځکه «د یورو له حوزې څخه د یونان ایستل د ټولې حوزې د منحلیدو خطر رامنځ ته کوي.»

خو محافظه کاره ګوندونه وایي چې که چیرې د اروپا د اتحادیې شرایط ونه منل شي، یونان ښایي د یورو له حوزې خخه وایستل شي او بیرته خپلی پخوانۍ پیسې Drachma ته مخ واړوي، هغه یو بدلون چې ښایي یونیان له یوه سخت ناورین سره مخامخ کړي.

نظر پوښتنه ښیي چې ډیری یونیانیان د پنځو کلونو اقتصادي رکود څخه رنځ وړي او پوهیږي چې د یورو له لاسه ورکولو سره به نور هم د تباهۍ کندې ته ولویږي، خو د هغوی ډیری د زیاتو مالیاتو، لږو معاشونو او سپما څخه په غصه دي.

د یورو د حوزې غړو هیوادونو چې په سر کې ئې آلمان ولاړ دئ یونیانو ته خبرداری ورکړی دئ چې کومه موافقه چې د مالي مرستو په هکله شوې او کوم شرایط چې ایښودل شوي دي، د هغوی پر سر به بیا هیڅ ډول خبرې اترې ونه شي.

آژانسونه/ عبدالباري حکیم
کتونکی: سید ریاض