1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پارلمان د یونان د اقتصادې اصلاحاتو طرحه تصویب کړه

۱۳۹۴ تیر ۲۰, شنبه

په اتن کې پارلمان د حکومت د اصلاحاتو طرحې ته د«هو» ځواب ووایه. له دې کار سره لومړي وزیر الیکسیس سیپراس، ته لاره هواره شوه چې د پور ورکونکو سره د نورو اصلاحاتي اقداماتو او سپما د پروگرامونو پر سر بحث وکړي.

https://p.dw.com/p/1Fx6n
انځور: Reuters/J.-P. Pelissier

تمه کیده چې د اتن پارلمان به د حکومت د اصلاحاتو پروگرام ته د هو ځواب ووایې. ځکه تر رای ورکونې مخکې لا په پارلمان کې د اپوزیسیون د ډلې یو شمیر استازو ویلي وو چې د حکومت د سپما طرحه تائيدوي.

د یونان د پارلمان مشر اعلان وکړ چې ۲۵۱ استازو د حکومت د اصلاحاتو طرحې ته مثبتې او ۳۲ استازو منفي رایې ورکړې دي. زیاته شوې ده چې اتو تنو استازو خپلې رای نه دي کارولي. په پارلمان کې د حاکم ائتلاف ټول استازي د سیپراس تر شا نه وو ولاړ. د کیڼ اړخې گوند Syriza اوه تنه استازي او دوه نور نمائندگان د رای ورکونې په وخت نه وو حاضر. همدارنگه دوو تنو د دغې طرحې پر ضد او ۸ تنو نورو خپلې راې ونه کارولې.

په خپل گوند کې مخالفین

مخکې تر دې سیپراس د پارلمان استازو ته ویلي وو چې دوی تر فشار لاندی راغلي دي ځکه نو مجبوره شول دغه گام پورته کړي. سیپراس دا ومنله چې د سپما پروگرام ډیر سخت دی او له هغو ژمنو سره سر نخوري کوم چې د دوی گوند د انتخاباتي مبارزی پر مهال له خلکو سره کړی وې.

د هغه په خبره د خبرو اترو د پیل له پاره حکومت بې له دې چې دغه شرایط ومني، بله کومه لاره نه درلوده.

سیپراس: مونږ نه غواړو چې د یورو له حوزی څخه ووزو

دا لومړی ځل دی چې په یونان کې د پورونو د جوړښت په برخه کې تغیرات رامنځته کیږي. سیپراس وړاندی وویل چې په اروپا کې ځنو محافظه پاله افراطي حلقاتو غوښتل چې یونان شکست وخوري. خو د هغه حکومت پریکړه کړی چې یورو له حوزی څخه د یونان د وتلو مخه ونیسي.

د شنبې په ورځ (د جولای میاشتې په ۱۱) به د ی,رو د حوزی د مالیې وزیران په دې هلکه پریکړه وکړي چې د یونان له خوا د اصلاحاتو وړاندی شوې طرحه دا ایجابوي چې پر دغې موضوع نوی بحث پیل شي. د یکشنبې ورځې له پاره د اروپایې ټولنې یوه بله ځانکړی غونډه پلان شوې ده.

د یونان حکومت د پنجشنبې په ورځ د ټاکل شوې مهلت تر پای ته رسیدو لږ مخکې اروپایې ټولنې ته د اصلاحاتو د پروگرام یو ۱۳ مخیزه طرحه وړاندی کړه. د دغې طرحې پر اساس د سیاحت له سکتور او ټاپوگانو څخه د مالیاتو راټولولو په برخه کې د امتیازاتو لغوه کول او د تقاعد سن ۶۷ کلونو ته لوړول شامل دي. همدارنگه د دغې وړاندیز شوې طرحې له مخې به پوځي لگښتونه راټیټ کړای شي، دولتي شرکتونه به د خصوصي سکتور په اختیار کې ورکړای شي او د مالیه ورکونکې په سیستم کې فساد به دقیق وڅارل شي.

په برکسل کې د اروپایې ټولنې د څرگندونو له مخې، د یونان له پاره د مرستې دریمه بسته به د دریو کلونو له پاره پلان شي: ۵۸ میلیارده یورو به د اروپا د مکانیزم د ثبات له صندوق او ۱۶ میلیارده به د پيسو د نړیوال صندوق له خوا دغه هیواد ته ورکړل شي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب