1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د یونان پارلمان د سپما د تدابیرو یو سخت پلان تصویب کړ

۱۳۹۰ بهمن ۲۴, دوشنبه
https://p.dw.com/p/142h7

تر تودو بحثونو وروسته د یونان پارلمان د سپما شخړه يیز قانون تصویب کړ او پر دې سره ئې له اروپايي ټولني څخه د میلیاردونو مرستو د تر لاسه کولو له پاره لاره هواره کړه. د پارلمان له ۲۷۸ وکیلانو څخه ۱۹۹پر دې باندي تفاهم ته سره ورسېدل چي له عامه ادارو څخه ځیني کارکوونکي ایسته ؛معاشونه ئې راکم او ځینو ته تقاعد ورکړل سي.

د دغه قانون په مقابل کي ۷۴ مخالفې رايي هم موجودي وې یعنی کمونیستانو او کیڼ اړخو وکیلانو له دغه قانون سره خپل مخالفت وښود. تر دغو رایو اخیستلو مخکي د یونان صدراعظم لوکاس پپادېموس وویل چی زموږ هدف دادئ چي له بېوزلۍ او ډېوالیتوب څخه وژغورل سو او له دې څخه مخنیوی وکړو چی د یورو له زون څخه وایستل سو.

دددغه قانون تصویب کېدل له سختو مقاوموتو سره هم مخامخ وو. د یونان په پایتخت آتن او تیسالونیکي کي د سلو زرو په شاوخواکي کسانو مظاهرې ته راووتل چي په هغو کي ډېری کسان زخمیان هم سول.