1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د یوه امریکایي شرکت رییس په ۱۲ میاشتو بند محکوم شو

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۴ اردیبهشت ۱۹, شنبه

د یوه امریکایي ساختماني شرکت پخوانی مشر چې په افغانستان کې يې هم پروژې پلي کړي دي د جمعې په ورځ د امریکا له حکومت څخه د ډیرو پیسو د اخیستلو په جرم په ۱۲ میاشتې نظر بند او ۴.۵ میلیونو ډالرو جریمې ورکولو محکوم شو.

https://p.dw.com/p/1FNEI
انځور: Fotolia/Feng Yu

نهه اویا کلن دیرش ولف، د جمعې په ورځ د دغو تورونو له کبله ګرم وبلل شو او ثابته شوه چې هغه له ۲۰ کلونو راهیسې د امریکا متحده ایالاتو له حکومت څخه د ساختماني پروژو له کبله ډیرې پیسې ترلاسه کولې. دغه کس چې اوس باید ۱۲ میاشتې په خپل کور کې نظر بند پاتې شي، د برګر نومي شرکت رییس وو.

د دغه شرکت ځینې قراردادونه په افغانستان او عراق کې هم وو چې د امریکا متحده ایالاتو د پرمختیایي مرستو ادارې یا USAID له خوا پلې شوې دي.

څارنوالانو داسې ناسم او جعلي اسناد په ګوته کړي دي چې ښيي د دې شرکت کارکوونکو د دولتي پروژو عملي کولو په موخه خپل وخت تیر کړی دی. ولف خپلو کارکوونکو ته ویلي وو چې له دولت څخه د داسې لګښتونو پیسو واخلي چې په اصل کې دولتي پروژو پورې هیڅ تړلي نه وو.

ولف دغه کار له ۱۹۹۰ بیا تر ۲۰۰۹ کاله پورې ترسره کړی دی. تر دې مخکې د دې شرکت دوه نورو کارکوونکو په ۲۰۱۰ کال کې خپله ګناه منلي وه. د برګر ګروپ شرکت ویلي دي چې ټولې اضافه ترلاسه کړې پیسې به بیرته دولت ته ورکړي او پر دې سربیره یې ۷۰ میلیونه ډالر د ملکي او جرمي جریمو په توګه د امریکا متحده ایالاتو دولت ته ورکړي دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب