1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سویډن: د یوه مهاجر په لاسو تر قتل وروسته تاوتریخوالی ډیر شوې

آژانسونه/ شمس الرحمن ناصر۱۳۹۴ بهمن ۱۳, سه‌شنبه

د سویډن د مهاجرو په یوه کمپ کې د یوې سیمه ییزې داوطلبې مرستندیې تر وژنې وروسته د تیرې اونۍ په پای کې څو تنو نقاب پوشانو په ظاهره خارجي ښکاریدونکو خلکو باندی برید وکړ او دغه کسان یې ډیر سخت ووهل.

https://p.dw.com/p/1HoDg
Schweden Stockholm Jagd auf Flüchtlinge Protest
انځور: picture-alliance/dpa/M. Ericsson

د اروپایې هیواد سویډن په پلازمېنه ستاکهولم کې د جمعې په ماښام له ۵۰ څخه تر ۱۰۰ پورې کسانو چې ماسکونه یې پر مخ ول، د په ظاهره خارجي ښکاریدونکي کسانو تر وهلو ټکولو وروسته هغوې ته کاغذونه هم په لاس کې ورکړل.

په دغو کاغذونو کې لیکل شوي ول «د شمالي افریقا په کوڅوکې د ژوند کونکو ماشومانو له پاره داسې سزا، کوم چې دوی یې مستحق دي.» دغه پيښه د ښار په مرکزې برخه سرگلز ټورگ پلازه، کې رامنځته شوې وه.

د دغو «نشنلیستي بریدونو» د ویډیوگانو په لیدلو سره ډیر شمیر سیمه ییز خلک حیرانه شول. د یو شمیر نورو اروپایې هیوادو په څیر سویډن هم د ډیرو کډوالو د ورتگ له امله له گڼ شمیر ستونزو سره لاس او گریوان دی.

که له یوې خوا د سویډن خلک له انسانانو سره د همدردۍ او له مستحقو مهاجرو سره د مرستې جذبه څرگندوي، له بلې خوا له دوی سره دا اندیښنه هم موجود ده چې د هیواد اساسي جوړښت او د سړي سر عاید به د نورو اروپایې هیوادونو په پرتله د ډیرو مهاجرو د منلو توان ونه لري.

د ’ايکسپريسن‘ په نامه یوې ورځپاڼې د یکشنبې ورځې گڼې په سرلیک کې دا پوښتنه مطرح کړی وه «په سویډن کې څه روان دي؟». تر دغه عنوان لاندې ډیر مسائل ذکر شوې ول چې په هغې کې د مهاجرو د کمپونو د سوزول کیدو سربیره د مذهبي او ټولنیز تاوتریخوالي پیښو یادونه شوې وه.

۲۲ کلنه الیکزاندرا میژر، یوه داوطبه مرستندیه وه
۲۲ کلنه الیکزاندرا میژر، یوه داوطبه مرستندیه وهانځور: picture-alliance/dpa/L.Filipovic

سیمه ییزو رسنیو د ډیر شمیر ستونزو پړه د سوسیال دیموکرات گوند پر لومړي وزیر سټیفان لووین ور اچولی ده. د رسنیو په حواله حکومت د کډوالو اړوند ستونزې ډیرې کمې ښودلي دي.

په هغه مقاله کې چې د جنوري میاشتې په ۲۶ خپره شوې وه غوښتل شوې ول چې په جرم کې لاس درلودونکي مهاجر باید و ایستل شي. دغه غوښتنه د ۲۲ کلنې الیکزیندرا میژر، تر قتل یوه ورځ وروسته شوې وه.

میژر یوه لبناني الاصله داوطلبه مرستندویه وه کوم چې د مولنډال ښار په یوه کمپ کې د یوه ۱۵ کلن مهاجر له خوا هغه وخت ووژل شوه چې غوښتل یې (قانوني سن ته د نه رسیدونکو ځوانانو په دغه مرکز کې) د یوې فزیکي شخړې مخه ونیسي.

د سویډن چارواکي له پخوانه هم له ډیرو ستونزو سره مخامخ دي. د هغو له جملې څخه د املاکو ډیر لوړ قیمتونه، د استوگنې د کورونو کمښت، د ښوونکو او نرسانو ټیټه تنخوا او داسې نور مسائل شامل دي. د ریگارډ تر حده د بې شمیره مهاجرو په راتگ سره دغه ستونزې نورې هم ډیرې شوي دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب