1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د یوه پاکستاني ژورنالست مړی وموندل شو

۱۳۹۱ اردیبهشت ۱, جمعه

د پاکستان د «ډاون» ورځپاڼې يو کارکوونکی د پنجشنبې په ورځ د پاکستان په کراچۍ ښار کې ووژل شو. دا خبر دې ورځپاڼې پخپله ورکړی دئ.

https://p.dw.com/p/14iKE
انځور: picture-alliance/dpa

د «ډاون» ورځپاڼې په ويبپاڼه کې په يو نشر شوي رپوټ کې راغلي دي چې ژورنالست مرتضی رضوي د پنجشبنې په ورځ د ناپیژندل شوو کسانو په لاس وژل شوی دئ. دا لا معلومه نه ده چې دغه قتل د هغه کار پورې اړه لري او که نه. ارواښاد رضوي د «ډاون» د رسنۍ هغې برخې پورې اړه درلوده چې مجلې راباسي.

د ډېرو نورو ژورناستانو په اند مرتضی رضوي يو منل شوی او تکړه ژورنالست وو. په دې اړه د کراچۍ د مطبوعاتو د کلپ مشر طاهر حسن خان، وايي: «هغه يو ډېر مؤدب انسان او تکړه ژورنالست وو. دا چې هغه له قبايلي سيمو څخه نه وو، نو نه شو ويلای چې کومه شخصي دښمني دې ئې له چا سره لرلې وي. په هر صورت دا قتل دئ او په تېره د يو ژورنالست وژنه ده، چې له دې کبله ئې باید په اړه سمې او جدي پلټنې وشي.»

د پوليسو په خبره رضوي خفه کړل سوی دئ چې له دې لارې يې خپل ژوند له لاسه هم ورکړی دئ. د اسوشیتد پرس د خبري اژانس په حواله د ښاغلي رضوي لاسونه تړل شوي ول او پر بدن باندې ئې د زورزياتي او شکنجې نښې ليدل کېدلې. د پاکستان د سند ايالت د پوليسو يو پخوانی لوړپوړی مشر افضل شګري، په دې اړه وايي:

«د پاکستان په اوسني حالت کې ژورنالستان يو ډېر مهم رول لوبوي. په دې کې هيڅ شک نشته چې کله د قدرتمنو شخصيتونو په هکله يو بې طرفه رپوټ خپور شي، هغوی خپل زغم له لاسه ورکوي. همداراز جنايتکاران او جرمونو ته چمتو عناصر هم راپاريږي. د پوليسو يو ځانګړی واحد بايد رامنځ ته شي او دغه موضوع بايد سمه مطرح شي، ځکه چې دغه ډول قتلونه په نړۍ کې د پاکستان نوم او نښان ته زيان رسوي.»

د کراچې د مطبوعاتو د کلپ مشر ښاغلی طاهر حسن، د پاکستان پر حکومت او د دغه هیواد پر خلکو غږ کوي چې له ژورنالستانو څخه ساتنه وکړي ځکه چې د هغه په خبره ژورنالستان له ټولنې سره مرسته کوي:

«د ژورنالستانو د يوې ټولنې په توګه موږ فقط خپل غږ پورته کولای او د دې غوښتنه کولای شو چې عملي ګامونه دې پورته شي. موږ داسې کوم مکانيزم نه لرو چې له مخې ئې له خپلو ژورناستانو څخه دفاع او ساتنه وکولای شو. دا هم د حکومت او هم د ټولنې دنده ده. د ژورنالستانو کار د ټولنې له پاره ګټور دئ. زه پر سياسي ګوندونو او نورو ډلو باندې هم غږ کوم چې هغوی دې زغم او متقابل احترام زده کړي.»

پاکستان په نړۍ کې يو له هغو هېوادونو څخه دئ چې د ژورناستانو له پاره ډېر خطرناک بلل کيږي. تندلارې اسلامي ډلې، سياسي ګوندونه او جنايتکارې ډلې تل په دغه هیواد کې ژورنالستان ګواښوي. له بلې خوا په پاکستان کې وخت نا وخت امنيتي ځواکونه هم د ژورنالستانو په ګواښلو تورن شوي دي.

آژانسونه/ نسیم صابر
کتونکی: مسعود جهش