1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د یوه پوځي اقدام په هکله د افغانستان او استراليا شخړه

۱۳۹۱ شهریور ۱۳, دوشنبه

استراليا د افغان ولسمشر حامد کرزي هغه يادونه رد کړه چي گواکي د «شپې له خوا د پلټني» په يوه پوځي اقدام کي آسترليايي پوځ له افغان چارواکو سره مشوره نه ده کړې. په دغو عملياتو کي دوه تنه افغانان ووژل شول.

https://p.dw.com/p/162an
انځور: Getty Images

د افغانستان د ولسمشري د دفتر له خوا په يوه خپره شوي وينا پاڼه کي د استراليايي پوځيانو هغه عمليات غندلي دي، چي په په نتيجه کي ئې يو۷۰ کلن سړی او د هغه زوی ووژل شول. په وينا پاڼه کي راغلي دي: «دا يو اړخيزه عمليات ول، چي د هغه موافقې سره ټکر لري چي د افغانستان او د نړيوالو ځواکونو ترمنځ د شپې د عملياتو په هکله لاس ليک شوې ده.»

استراليايي پوځيانو دغه عمليات له هغه وروسته وکړل چي د افغان لښکر يوه سرتيري تيره اوونۍ درې تنه استراليايي پوځيان ووژل. د استراليا د دفاع وزير، ستيفن سميت وويل، چي د روزگان په نا کراره ولايت کي دغه عمليات په بشپړه توگه د افغان له موافقې سره سم شوي دي.

هغه وويل په دې عملياتو کي۶۰ تنو استراليايي او۸۰ تنو افغان سرتيرو گډون درلود او له موجودو پوځي ټاکل شوو مقرراتو سره سم و شول:

«هغه وينا چي د دغو عملياتو په اړه د اوونۍ په پيل کي د ولسمشر حامد کرزي د دفتر له خوا خپره شوې ده، غلط ده.»

سميت يادونه وکړه چي استراليا د کرزي د يادونو په هکله «خواشينې» شوې ده او هغه ئې له وضعيت څخه «غلط فهمي» گڼلې ده. د استراليا د دفاع وزير زياته کړه، چي د روزگان دغه عمليات چي د والي او امنيه قوماندان په اجازه سرته ورسېدل، هدف ئې دا وو، چي هغه افغان ونيول شي چي د درو استراليايي سرتيرو په وژلو تورن دئ. په روزگان کي نزدې۱۵۰۰ استرليايي سرتيري مېشت دي.

سميت وويل چي په دې عملياتو کي دوه تنه ياغيان وژل شوي دي او دريم تن ئې نيول شوی دئ. ويل کيږي چي نيول شوي سړي له «حکمت الله» نومي افغان سرتيري سره چي تيره اوونۍ ئې درې تنه استراليايي سرتيري ووژل مرسته کړې ده.

په دې وروستيو وختو کي د بهرنيو ځواکونو پر ضد د«دوست - دښمن» حملې زياتي شوي دي. په دغه شان حملو کي يوازي سږکال ۴۵ بهرني سرتيري وژل شوي دي.

د دغو حملو په نتيجه کي د ناټو تر مشرۍ لاندي نړيوال امينتي مرستدندوی ځواک ايساف د افغانستان د نوو جذب شوو محلي پوليسو د روزني کار تر نامعلومه وخت پوري ځنډولی دئ.

آژانسونه/ عبدالباري حکيم
کتونکی: نجيب الله زيارمل