1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مهاجرو یوه کښتۍ ډوبه شوې

ستار جهش/ اژانسونه۱۳۹۴ آذر ۲۸, شنبه

د دوګام خبري آژانس د رپوټ له مخې د ترکيې بودروم ښارګوټي ته نږدي په سیند کې د یوې کښتۍ د ډوبیدو له کبله ۱۸ مهاجر وژل شوي دي. دې کسانو غوښتل ځان له ترکيې څخه یونان ته ورسوي. له کښتۍ څخه ۱۴ ژغورل شوي دي.

https://p.dw.com/p/1HQNf
Griechenland Flüchtlinge Lesbos
انځور: Reuters/G. Moutafis

کب نیونکو د مهاجرد چیغو له اوریدو څخه وروسته ترکي ساحلي ساتونکو ته خبر ورکړ او ساتونکو له سیند څخه د مهاجرو مړي پورته کړل. دا پیښه له هغې وروسته رامنځته شوه چې د لرګیو یوه کیښتۍ د ترکیې له ساحل څخه ۳،۵کیلومتره لرې په سیند کې ډوبه شوه. سوریایي، پاکستاني او عراقي مهاجرو غوښتل په دې کښتې کې ځان یونان ته ورسوي.

د دوګام خبري اژانس د رپوټ له مخې ژغورل شوي کسان بودروم ښارګوټي کې یو روغتون ته انتقال شوي او د ځینو یې صحي حالت د اندیښنه وړ دی. ساحلي ساتونکو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

بیساری مهاجرت

Deutschland Flüchtlingszug erreicht Flughafen Köln/Bonn
انځور: picture-alliance/dpa/F. Gambarini

همداراز ملګري ملتونه وايي چې اټکل کیږي سږ کال د جګړو، شخړو او ځورونو له کبله تر ۶۰میلیونو ډیر کسان بيځایه شوي وي. دا په دې معنی ده چې په ۲۰۱۵کال کې له هرو ۱۲۲کسانو څخه یو کس بې ځایه شوی دی.

سر بیره پر دې چې ګومان کیږي ډیر مهاجر اروپایي او شمالي امریکایي هیوادونو ته ځانونه رسولي وي خو د ملګرو ملتونو د دې رپوټ په حواله ډېر کسانو هغو هیوادونو ته مهاجرت کړی دی چې د جګړه ځپلو هیوادونو سره پوله لري.

په سوریې کې د کورنۍ جګړي له پیل څخه وروسته ۵۰۰زره سوریایي مهاجرو د ترکيې له لارې ځان د یونان ټاپوګانو ته رسولی دی چې د اروپایي اتحاديې غني هیوادونو ته د رسیدو لومړی تمځای ګڼل کیږي.

د یخنیو او د سیند د سختو څپو سربیره بیا هم د سوریايانو مهاجرت ادامه لري خو کچه یې یو څه ټیټه شوې ده.

د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) پر حواله یوازې سږ کال په شرقي مدیترانې سیند کې شاوخوا ۶۰۰کسان وژل شوي دي.

د نومبر میاشتې په ۲۹نیټه ترکیې له اروپایې اتحادیې سره پر یو تړون هوکړه وکړه چې له مخې یې ترکیه باید اروپا ته د مهاجرو د تګ لړۍ تنظیمه کړي او پر بدل کې به یې اروپایې اتحادیه ترکیې ته ۳میلیارده یورو نقدي مرسته کوي چې په ترکیې کې به پر سوریایي مهاجرو لګول کیږي. همداراز د ترکیي اتباعو ته د ویزو اسانتیاوې او د اروپایې اتحاديي پر غړیتوب د خبرو بیا پیل د دې تړون نور امتیازات دي چې ترکیه به یې تر لاسه کړي.