1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ۱۰ طالبانو نومونه د م.م. د لسټ څخه ليري کړل سوه

۱۳۸۹ مرداد ۱۳, چهارشنبه

له طالبانو سره د روغي جوړي د یوې هڅي په توګه د افغاسنتان جمهوررئیس حامد کرزي، د ملګرو ملتو امینت شورا ته وړاندیز وکړ چي د هغوی نومونه له دې لست څخه وباسي.

https://p.dw.com/p/ObOW

وروسته له یوې هر اړخیزي څیړنې څخه د لس تنو افغان طالبانو او د ۳۵ القاعدې غړو نومونه د ملګرو ملتونو د ترور د تور لست څخه لیري کړای شول. دا خبره پرون په ملګرو ملتو کی د آسترالیا استازي وکړه.

توماس مایر هارتینګ د ملګرو ملتو د د امنیت د شورا د کتونکي هیأت مشر، وویل چي د ۴۸۸ کسانو د نومونو له کتنې څخه وروسته، ۴۵ تنه یې له دې لست څخه وایستل شول. په هغو کی هغه کسان شامل دي چي یا پخوا د طالبانو قوماندان یا سیاسي مشران ؤ او یا د القاعدې غړي ؤ او یا هغه مړه سوي کسان چي له القاعدې سره یې تړاو درلود.

مایر هارتنیګ زیاته کړه د لس تنو افغان طالبانو له جملې څخه چي له دط لست څخه ایستل شوي دي ، عبارت دي ، له عبدالستار پاکتین، عبدالحکیم مجاهد، محمد اورنګ او عدبالسلام ضیف.

له طالبانو سره د روغي جوړي د یوې هڅي په توګه د افغاسنتان جمهوررئیس حامد کرزي، د ملګرو ملتو امینت شورا ته وړاندیز وکړ چي د هغوی نومونه له دې لست څخه وباسي.

په داسي حال کي چي د افغانستان حکومت ، د خپل یو و ویاند له لاري په خپل مطبوعاتی کنفرانس د ملګرو ملتو له دغه اقدام څخه هرکلی وکړ، د افغانستان په دننه کي ځیني کار پوهان اندیښنه لري چي، د حکومت له دا ډول تیردنو سره سره، ښایی هغه ونه توانیږي چي طالبان دي واړوي چي له زور زیاتیو لاس واخلي او د حکومت د ملي روغي جوړي له پروسې سره یو ځای شی. د مشرانو جرګې یو غړی، حاجی رفیع الله ګل افغان د آلمان غږ راډویو ته وویل:

« د افغانستان حکومت له ملګرو ملتو خخه له تور لست څخه د 50 تنو د نومونو د لیري کولو غوښتنه کړې ده، په دې کي ځیني هغه کسان هم شامل دي چي اوس مړه شوي دي. »

د ملګرو ملتو د کتنې کمیسيون په دې برخه ۱۸ میاشتي څیړنه وکړه چي څوک له دې لست څخه وباسي.

د نوموړي کمیسیون مشر چي، مایر هارتینګ یادونه وکړه چي له تور لست څخه د مړو د نومونو لیري کول تر ټولو سخت کار ؤ، هغه باید د کتنې هیت ته رشتیا هم ثابته شوې وای چی هغوی مړه دي. مونږ باید روښانه کړې وي چي د هغوی له شتمنۍ سره څه شوي دي. د ملګرو ملتو نوموړی تور لست د امنتیت د شورا د ۱۲۶۷ پریکړې له مخې د ۱۹۹۹ کال د اکتوبر په میاشت کی جوړ شو ، دا هغه وخت ؤ چي لا طالبانو په افغاسنتنان کي حکومت کاوه.

ليکونکی: عبدالحکيم باري/آژانسونه
کتونکی: احمدولي اڅکزی