1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ۱۲۱ شکايتونو د څېړلو لړۍ پيل سوه

خليل الرحمن اميد/ کابل۱۳۹۳ اردیبهشت ۱۰, چهارشنبه

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمېسیون نن په رسمي ډول د هغو شکایتونو د څېړنې لړۍ پیل کړه چې تر لومړنیو پایلو وروسته د کانديدانو له خوا ورسره ثبت شوي ول.

https://p.dw.com/p/1BrZh
انځور: DW/H.Sirat

دغه کمېسیون وايي چارې به یې له مهال ویش سره سمې تر سره شي او د ۹ شکایتونو له پاره یې علني غونډه تر سره کړه.

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمېسیون د چهار شنبې په ورځ (۲۰۱۴ کال د اپريل ۳۰) د کانديدانو د استازو، رسنیو، مدنې ټولنو، سیاسي حزبونو او بهرنیو څارونکو په حضور کي د نهو شکایتونو په اړوند د کانديدانو د استازو او ټاکنو د خپلواک کمیسیون دلایل واوریدل.

د دغو شکایتونو د څېړني پایلې به وروسته اعلانیږي. خو د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون مشر ستار سادات وايي چي د دوی غونډي له خورا لوړ اهمیت څخه برخمنې دي او زیاتوي چې ټولې چاري به په بشپړه روڼه توګه او ټاکلي وخت کي ترسره کړي:

«کله چې موږ وايو د یوې رایې اهمیت دومره دی چې د ټاکنو برخلیک ټاکي، نو د دې غونډې اهمیت هم دومره دی ځکه چي نن موږ څه د پاسه دوه سوه او څلور دېرش زره رایو په اړه بحثت کوو ، نن د هري رایې په اړه تاسو پوښتنه کولای شی.»

په ورته وخت کې د یاد کمېسیون منشي او ویاند نادر محسني وايي چې د دې غونډي په مرسته یې وکولای شول چې د نوماندانو او ټاکنو د کمېسیون د استازو تر منځ د خپلو حقونو دفاعي حالت رامنځته شي:

«موږ وکولای شول چې هم شکایتونه مطرح کړو، هم د کانديدانو دفاعګاني واخلو او هم د ټاکنو د خپلواک کمېسیون دفاع د هغو د نماینده له خوا واخلو، تر څو هغه پريکړه چې د ددغو نهوو موردو شکایتونو په اړه ده وکړو.»

په ورته وخت کې د کانديدانو استازو هم خپل دلایل او شکایتونو دغي علني غونډې ته وړاندي کړل او لویه برخه یې دا وه چې څرنګه د ځینو سیمو پاکې رایې د ځینو نورو له کبله بې باوره شوي دي.

د ولسمشرۍ له نوماند داود سلطانزو څخه تر دې مهال هیڅ ډول شکایت د ټاکنیزو شکایتونو له کمیسیون سره نه دی ثبت شوی او د یاد کانديد استازی وايي چې کمیسیون وچ او لانده دواړه سوځولي دي او وايي چې د دوی پاکې رایې په ناپاکو کې بې باوره شوې دي.

په دغو شکایتونو کې لویه برخه له هرات، بغلان، او غزني ولایتونو څخه د ۵۲۵ بې باوره شویو محلونو د رایو په اړه ده.

د ټاکنو د قانون له مخې د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمېسیون مکلف کڼل شوی چې د غوايي میاشتې تر ۱۷مې نېټې پوري ټول شکایتونه وڅېړي او پر اتلسمه یې د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته وسپاري.