1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ۱۳۰۰۰ امريکايي عسکرو د پاتېدو وړانديز

احمد ولي اڅکزی (رويترز)۱۳۹۱ اسفند ۱۶, چهارشنبه

یوه لوړ پوړي امريکايي جنرال په افغانستان کي تر لسو زرو د زياتو امریکايي عسکرو د پاتېدو وړانديز کړی دی. جنرال جېمز ماتيس ويلي دي چي تر ۲۰۱۴ کال وروسته بايد امريکايان په افغانستان کي حضور ولري.

https://p.dw.com/p/17rFW
U.S. Army soldiers with Charlie Company, 36th Infantry Regiment, 1st Armored Division set up at a supportive position during a mission near Command Outpost Pa'in Kalay in Maiwand District, Kandahar Province, February 3, 2013. REUTERS/Andrew Burton (AFGHANISTAN - Tags: MILITARY CONFLICT)
Symbolbild Afghanistan USA Truppenabzugانځور: Reuters

جنرال ماتيس د امریکا متحده ايالتو د پوځ یو لوړ پوړی چارواکی دی. هغه د سه شنبې په ورځ د امريکا د وسله وال پوځ له پاره د سنا و ځانگړې جرگه گۍ ته د افغانستان په هکله وړانديزونه وکړه.

ماتيس د جمهوري غوښتونکي گوند د سناتور جان مېکېن د يوې پوښتنې په ځواب کي وويل:

«ما خپل وړانديز کړی دی. دغه وړانديز د ۱۳۶۰۰ امريکايي عسکرو په هکله دی.»

نوموړي جنرال زياته کړه چي وړانديز يې کړی دی چي تر ۲۰۱۴کال وروسته دي هم امريکايي عسکر په افغانستان کي پاته وي.

دا پداسي حال کي چي په پلان کي د ۲۰۱۴ کال تر پايه پوري له افغانستان څخه ټول جنگي بهرني عسکر ووزي.

سپيني ماڼۍ لا پرېکړه نه ده کړې

پر دغه وړانديز باندي له يوې مياشتي راهيسي په سپينه ماڼۍ او ناټو کي غور کيږي. د سپيني ماڼۍ وياندي کايتلين هايډن په دې هکله ويلي دي:

«ولسمشر تر ۲۰۱۴کال وروسته په افغانستان کي د امريکايي عسکرو د پاتېدو پر امکاناتو غور او فکر کوي. خو موږ به د شمېرو په هکله بحث ونه کړو.»

په افغانستان کي د امريکايي عسکرو د پاتېدو پرېکړه د ولسمشر باراک اوباما له پاره يوه مهمه او حساسه پرېکړه ده. دا ځکه چي اوباما له يوې خوا غواړي یوولس کلني جگړې ته د پای ټکی کښېږدي او له بله اړه بيا غواړي چي د ترهگرۍ پر ضد عمليات ادامه ولري او د افغان ځواکونو د روزلو له پاره هم امريکايي عسکر په افغانستان کي پاتي سي.

وړانديزونه د ۶۰۰۰ او ۱۵۰۰۰ تر منځ دي

په داسي حال کي چي تر دې دمخه د ۹۰۰۰ امريکايي عسکرو د پاتېدو خبره کېدله، په افغانستان کي د بهرنيو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان اېلن د ۶۰۰۰ او ۱۵۰۰۰ تر منځ د امريکايي عسکرو د پاته کولو وړانديز وکړ. دغه جنرال یوه مياشت ترمخه له خپلې دندې څخه ليري سو.

ماتيس د هغه پوښتني په جواب کي چي ناټو به په دغو پاتېدونکو عسکرو کي کومه برخه ولري وويل: «زه فکر کوم چي موږ (امريکا) به د پاتېدونکو بهرنيو عسکرو پنځوس سلنه پر غاړه واخلو.»

ماتيس زياته کړې ده چي د هغو وړانديزونه ملاتړ کوي چي له مخي يې د افغان امنيتي ځواکونو د شمېر لوړ ساتلو غوښتنه سوې ده. دغه وړانديزونه وايي چي د افغان امنيتي کسانو شمېر۳۵۲۰۰۰ دي وساتل سي.

دا په داسي حال کي ده چي د ناټو چارواکي په دې هکله غور کوي چي د افغان امنيتي ځواکونو شمېر تر۲۰۱۵کال وروسته يو پر درېمه برخه راکښته کړي.