1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ۱۳۹۳مالي کال بودجه ولسي جرگې ته وړاندې شوه

حسین سیرت/ سید ریاض۱۳۹۲ آذر ۱۶, شنبه

د افغانستان د مالیې وزارت د ۱۳۹۳ مالي کال بودجه ولسي جرگې ته وړاندې کړه. دغه وزارت وایي چې د راتلونکي کال د بودجې لویه برخه امنیت، روغتیا، تعلیم او تربیې ته ځانگړې شوې ده.

https://p.dw.com/p/1AUky
انځور: AP

په راتلونکي کال کې مجموعا د افغانستان بودجه ۴۴۴ میلیارده افغانۍ ده، چې شاوخوا ۷،۹ ملیارده ډالرو سره برابره ده. له دې جملې څخه ۲۷۵ میلیارده افغانۍ عادي بودجه او شاوخوا ۱۷۰ میلیارده افغانۍ پرمختیایي بودجه ده.

د افغانستان د مالیې وزیر حضرت عمر زاخیلوال د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۳م کال د دسمبر د میاشتې ۷مه نیټه) د ولسي جرگې په عمومي غونډه کې وویل: «د ۱۳۹۳ لمریز کال بودجه داسې طرحه شوې ده چې له یوه اړخه د دولت معقول مادي مصارف تمویلیږي او له بل اړخه د مهمو پروژو چې د هغې عملي کارونه پیلیږي، تمویل کړای شي.»

د افغانستان په مالیې وزارت کې د اړونده مقاماتو د وینا له مخې، د افغانستان پرمختیایي بودجه په بشپړه توگه په نړیوالو مرستو پورې تړلې ده. افغانستان کولای شي یوازې د خپلې عادي بودجې ۴۴ سلنه د داخلي عوایدو له لاري تمویل کړي، په داسې حال کې چې ۶۶ سلنه عادي بودجه هم د نړیوالې ټولنې له لارې تمویلیږي.

د افغانستان د مالیې وزارت وایي چې د تیر کال په پرتله د راتلونکي کال په بودجه کې ۹۵ میلیارده افغانۍ ډیروالی راغلی دی او د دې اصلي دلیل امنیتي سکتورونو، د معلولانو حقوقو، د متقاعدینو په حقوقو کې ډیروالی او همداشان د ښوونځیو او پوهنتونونو په تشکیل کې د ډیروالي له امله د زیاتو پیسو ځانگړي کول دي.

زاخیلوال په خپلو خبرو کې وویل چې د ۱۳۹۳لمریز کال بودجه د امنیت، روغتیا او پرمختیایي برخه کې بیلا بېلې برخې تمویلوي: «دا بودجه د دې سبب کیږي، چې امنیتي سکتور تقویه شي. بشري منابع چې د هیواد له اساسي ترینو سرمایو څخه ده، پر پوهه او تخصص تربیه شي. روغتیایي خدمات وړاندې کړای شي، زراعت تقویه شي او زیر بناوې لکه سړکونه، هوایي ډگرونه او د بریښنا بندونه جوړ کړای شي.»

د ۱۳۹۳لمریز کال په بودجه کې د لوگر، خوست او پکتیا ولایتونو ته د بریښنا د لاینونو غځول، د دوشي ـ بامیان د سړک جوړول، د ارغستان ولسولاۍ او د جاغوري د گیلان سړکونو جوړول، د شاه و عروس او د پاشدان د بندونو جوړولو سربیره د کندهار د دهله بند ترمیم هم په نظر کې نیول شوي دي.

په دغه بودجه کې ډیرې پیسې د معارف او عالي تحصیلاتو وزارتونو ته په پام کې نیول شوي دي، ځکه چې په راتلونکي کال کې په دغو دواړو وزارتونو کې نوي معلمان او استادان استخدامیږي.

خو یو شمیر استازو انتقاد وکړ چې کومه بودجه چې تصویبیږي، یوازې د کاغذ پر مخ پاتې کیږي او په عمل کې هیڅ نه تطبیقیږي.

په ولسي جرگه کې د بلخ ولایت استازي محمد عبده وویل: «کومه بودجه چې تصوبیږي هغه باید تطبیق هم شي. دا به بد کار وي چې موږ تصویب کړی کتاب ولیږو او دوی [وزارتونه] دغه کتاب د خپلو میزونو په خانو کې وساتي او جفا ظلم او بې عدالتې یې د افغانستان ملت وویني.»

د ولس استازي پر دې انتقاد کوي چې د زیربنایي پروژو له پاره ډیرې پیسې په نظر کې نیول کیږي او نړیواله ټولنه هم دغه پروژې تمویلوي خو په حکومت کې د ظرفیت د نه شتون له کبله، عملا دغه پروژې نه تطبیقیږي.