1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ۱۹۷۲ کال د المپيک لوبي د ترهگرۍ تر سيوري لاندي

۱۳۹۱ شهریور ۱۵, چهارشنبه

په۱۹۷۲کال کي د المان په مونشن ښار کي د المپیک لوبي پيل شوې. په پلان کي وه چي دغه لوبي به تر دوهمي نړیوالي جګړې وروسته نړیوالو ته د المان یوه بله څیره ور وښيي. خو د دغو لوبو په جریان کي يو ترهګر يرغل وشو.

https://p.dw.com/p/163l0
انځور: dapd

د دغې ترهگرې پېښي په مخنیوي کې د المان پر پولیسو باندې هم نیوکې وشوې.

المان غوښتل چې تر دوهم نړیوال جنگ وروسته، د ۱۹۷۲کال د المپیک د لوبو له لاري نړیوالو ته د دغه هیواد سوله دوسته څېره وښيي. د دغه کال د اگست د میاشتي پر ۲۶مه نېټه د المان د مونشن په ښار کي د المپیک لوبې پیل شوې، خو د سپتمبر پر پنځمه نېټه یوه داسي پېښه رامنځته شوه چي د المپیک لوبو خوند او کراري ئې له منځه یووړه.

یوې فلسطینۍ ترهگري ډلي، اسرائیلي ورزشکاران د المپیک په کمپ کي یرغمل کړل او د الماني پولیس پر هلو ځغلو سربیره، ټول یرغمل شوي کسان ووژل شول. که څه هم تر دې پېښي وروسته لوبو دوام وکړ، خو د ترهگرۍ تور سیوری د المپيک د لوبو تر پایه پوري پر ورزشکارانو باندي خپور وو.

د پيښي په اړه انځوريز ارپور دلته وگورئ

د مونشن پېښه څرنگه پیل او پای ته ورسیده؟

دغه ترهگري پېښي۲۱ ساعته دوام وکړ. د سهار په ۴:۴۵ دقیقو اته تنه وسلوال چي ځانونه ئې د «تور سپتمبر» د ډلي غړي بلل د المپیک په کلي کي د اسرائيلي ورزشکارانو پر کمپ باندي يرغل وکړ. د پېښي په پیل کي دوه تنه اسرائیلي ورزشکاران په دې وتوانیدل چي د ترهگرو له بنده وتښتي او دوه تنه نور اسرائیلي ورزشکاران چي له ترهگرو سره ئې مقاومت کاوه، د هغوی له خوا ووژل شول.

په مونشن کي د پيښي ځای
په مونشن کي د پيښي ځایانځور: AP/AP/dapd

ترهگرو نهه تنه اسرائیلي ورزشکاران يرغمل کړل. هغوی د دغو ورزشکارانو د ازادۍ په بدل کي په اسرائیلو کي د ۲۰۰ تنو فلسطیني بندیانو او په المان کي د دوو ترهگرو د ازادېدو غوښتونکي شول. اسرائیلو سم دلاسه وویل، چي له ترهگرو سره به خبري اتري ونه کړي او المان هم هڅه وکړه، چي وخت تير کړي او دغه پېښه پرته له تاوتریخوالي پای ته ورسوي.

تر ۱۲ ساعت خبرو اترو وروسته د المان پولیسو پریکړه وکړه چي پر ترهگرو باندي يرغل وکړي، خو دغه جریان په ژوندۍ بڼه په تلویزیون کي خپرېدی او ترهگرو هم د تلویزیون له لاري لیدل چي پولیس د هغو خونو پر بام دي چي دوی پکښې دي. په دې ترتیب سره نو لومړی پلان ناکامه شو. تر دې وروسته ترهگرو وغوښتل چي هغوی ته بايد قاهرې ته د هوایي سفر امکانات برابر شي.

د شپې پر ۸:۲۲ دقیقو دوو څرخۍ الوتکو ترهگر او يرغمل شوي ورزشکاران هوایي ډگر ته ولیږدول. په دې ځای کې د «لوفت هنزا» د هوایي شرکت یوه الوتکه ولاړه وه خو په الوتکه کي د پرواز د خدمې پر ځای الماني پولیس ځای پر ځای شوي ول او دغه راز الوتکي ته نزدې پنځو تنو نورو پولیسو هم کمین نیولی وو چي ترهگر په نخښه کړي.

کله چې ترهگر هوایي ډگر ته ورسېدل، نو دوه تنه ئې لومړی الوتکي ته ولاړل چي هغه وگوري او ډیر ژر متوجه شول چي دا د هغوی د وژلو له پاره یو دام دئ.

تردې وروسته پر ترهگر باندي ډزي وشوې او د هغوی له ډلي څخه یو تن ئې ووژل شو. یو څه وخت وروسته ترهگرو په یوه الوتکه کي سپاره یرغمل نیول شوي اسرائیلیان وویشتل یوې بلي څرخۍ الوتکي ته ئې لاسي بم ور وغورځاوه.

پېښه د سپتمبر د شپږمي نېټې د سهار پر ۱:۲۲ دقیقو پای ته ورسیده. د دې پېښي په ترڅ کي نهه سره یرغمل نیول شوي اسرائیلي ورزشکاران، یو تن المانی پولیس او پنځه تنه ترهگر ووژل شول. د ترهگرو له ډلي څخه درې تنه ئې ژوندي ونیول شول.

په پيښه کي له منځه تللې څرخۍ الوتکه
په پيښه کي له منځه تللې څرخۍ الوتکهانځور: AP/AP/dapd

پر الماني پولیسو باندي نیوکي

د مونشن په عملیاتو کي پولیس د پېښي پر وړاندي د خپل غبرگون له کبله تر سختو نیوکو لاندي راغلل. نيوکه کوونکي وایي چي پولیسو په هوایي ډگر کي په مسلکي ډول غبرگون و نه ښود. پولیسو همداراز له ځان سره مخابرې نه درلودې او له همدې کبله ئې يو له بله سره اړیکی نه شوای نیولای.

د لوبو دوام

که څه هم د مونشن ترهگري پېښي ډیر کسان خواشیني کړل، خو بیا هم دغو لوبو دوام وکړ. تر دې پېښي یوازي یوه ورځ وروسته د المپیک لوبي یو ځل بیا پیل شوې. یو تن اسرائیلي ورزشکار چي د ترهگرو لاس ته نه وو ورغلی وایي، چي د المپیک د کمیټې دا پریکړه چي لوبي باید دوام پیدا کړي، پر ځای وه. خو ژوندي پاتو اسرائیلي ورزشکارانو په لوبو کي له گډونه ډډه وکړه او بیرته خپل هیواد ته ستانه شول.

دویچه ویله/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل