1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ۲۰۱۴م کال د فوټبال د نړیوال جام گروپونه

دویچه ویله/ سید ریاض۱۳۹۲ آذر ۱۶, شنبه

په برازیل کې د قرعه کشۍ په واسطه د ۲۰۱۴م کال د فوټبال نړیوال جام گروپونه اعلان شول. مجموعا اته گروپونه دي او آلمان د G، په گروپ کې دی. کوربه هیواد برازیل بیا د A، په گروپ کې دی.

https://p.dw.com/p/1AUi8
انځور: Getty Images

د G، په گروپ کې د آلمان د لوبډلې سربیره، د امریکا متحده ایالاتو، پرتگال او گانا لوبډلې شاملې دي. په دغه گروپ کې د آلمان لوبډلې ته د یوې ښې او خوښې وړ لوبډلې په سترگه کتل کیږي.

د ۲۰۱۴م کال د فوټبال په نړیوال جام کې به د آلمان د لوبډلې روزنکی یواخیم لو، چې د ۲۰۰۶م کال د فوټبال په نړیوال جام کې د آلماني لوبډلې مرستیال روزنکی وو، د کلینزمن سره مخامخ شي. کلینزمن په ۲۰۰۶م کال کې د آلمان د لوبډلې روزونکی وو او په اوسني وخت کې د امریکا متحده ایالاتو د لوبډلې روزونکی دی.