د ۲۰۱۴ کال په نړیوال جام کې کوم ستورې ځلیدای شي
رونالدو او مېسي ښايي په دې کي لويه مرسته وکړي چي د ۲۰۱۴م کال د فوټبال په نړيواله اتلولي کي چي په برازيل کي تر سره کيږي، ښه لوبي نندارې ته وړاندي کړي. خو لس نور داسي لوبغاړي هم سته چي هغوی پټ غوره لوبغاړي بلل کيږي.
کوادو اساموا (گانا)
که کانا يو وار بيا د ۲۰۱۰م کال د نړيوالو سياليو په شان برياوي تر لاسه کولې، نو کوادو اساموا به مهم رول پکښي. دغه ۲۵ کلن لوبغاړی چي پخپل بهترين حالت کي دی، تر اوسه یې په ۶۰ نړيوالو لوبو کي برخه اخيستې ده.
پاول پوګبا (فرانسه)
پاول پوګبا د فرانسې لوبډلې په کشرو لوبغاړو کي شمېرل کيږي. تر۲۰ کالو د لږ عمر لرونکو لوبغاړو د نړيوال جام په ګټلو سره هغه ډېر نوم ويست. نوموړی د خووېنتس په کلب کي لوبه کوي او ډېر تکړه سنتر فارورد دی.
آدم لالانا (بريتانيا)
د بريتانيا لوبډلي په اړه لږ داسي فکر کيږي چي هغه به د برازيل نړيوال جام وګټي. خو پخپله دغه لوبډله پر ځان باندي زيات اعتماد لري. د دغه اعتماد يوه بېلګه د آدم لالانا ده، چي سويلي همپتن په لوبو کي ډېر ښه وځلېد. د په سنټر کي د بهترينو بريتانوي لوبغاړو څخه شمېرل کيږي.
ميراليم پيانيچ (بوسنيا)
ميراليم پيانيچ ته د يوه داسي لوبغاړي په سترگه کتل کيږي چي په لوبه کي تدبير راولي، ښه پاسونه ورکوي. هغه د دې توانايي لري چي په خپل موقعيت کي لوبه کنترول کړي.
يوشيرو کاکيتاني (جاپان)
يوشيرو کاکيتاني د جاپان لوبډلېي سنټرفارورد دی. هغه د دواړو خواوو کيڼ او ښی اړخونو له خوا حمله کولای سي. د دغه ۲۴کلن لوبغاړي په هکله زياتي هيلي سته چي د جاپان لوبډلې سره به په پرمختگ کي زياته مرسته وکړي.
کېوين د برونې (بلجيم)
د بلجيم کي له «طلايي لوبغاړو» څخه ښايي يو هم کېوين د بروني وي. هغه د آلمان په بُندسليګا کي په دوېردر برېمن ټيم کي لوبه کوي. دغه ۲۳ کلن لوبغاړی د لوبي د ميدان په ښی اړخ کي لوبه کوي.
متوو کواچیچ (کرواسيا)
د دينامو زاگرب لوبډلي دغه ځوان لوبغاړی ۲۰ کلن دی او په ۲۰۱۳م کال په انتر ميلان کلب کي شامل سو. هغه د کرواسيا يو له بهترينو لوبغاړو څخه دی. نوموړی په لوبه کي د تحرک راوستلو له پاره پېژندل کيږي.
جېمز رودريګس (کولمبيا)
د ټولو سترګي د کولمبيا فوټبال لوبډلي ته اوښتي دي چي د نړيوال جام د غوراوي په لوبو کي بريالۍ وه. د موناکو کلب ستوری جېمز رودريګس د کولمبيا د هغو لوبغاړو څخه دی چي بهترينه تکتيکونه لري. نوموړي ته د هغه د ښه تاکتيک له کبله زياتي هيلي کيږي.
اېدواردو فارګاس (چيلې)
ايداواردو فارګاس په «والېنڅيا» کي لوبيږي. هغه د چيلي لوبډلي له هغو لوبغاړو څخه دی چي پر ګول باندي د بريدونو زيات استعداد لري. ښايي د دغه ۲۴ کلن له پاره په برازيل کي نړيواله اتلولي، د مشهوره کېدو له پاره امکانات رامنځ ته کړي.
جورډي کلاسي (هالند)
جورډي کلاسي ته په هالنډ فوټبال لوبډله کي د سنټر ساحه ورکړل سوې ده. دغه ۲۲ کلن د ۱۰۰ نړيوالو لوبو تجربه لري. هغه ته په برازيل کي زياتي هيلي په تمه دي.