1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ۴۴۴ نورو محلونو رايي هم څېړل کيږي

محمد اسماعيل شاکر۱۳۹۳ اردیبهشت ۱۱, پنجشنبه

د ټاکنو خپلواک کمېسیون چارواکې وایې چې د ۴۴۴ نورو محلونو رايي هم څېړل کيږي. د دغو محلونو رایې هم شکمنې دي او ښايي چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون یې په اړه څېړني وکړې.

https://p.dw.com/p/1Bs4X
انځور: Reuters

د ټاکنو د خپلواک کمېسيون ویاند نور محمد نور د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۴ کال د می ۱ نېټه) په کابل کې خبري غونډه ته وویل، چي د دې محلونو جزئیات یې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ته سپارلي دي.

هغه وويل چي د لا زیاته جزئیاتو په اړه د کمېسیون تخنیکي کارکونکي کار کوي چې په دې اړه نور مالومات هم د شکایتونو له کمیسیون سره شریک کړي:

«۴۴۴ محله دي چې راپور یې د شکایاتو له کمیسیون سره په ابتدایي ډول شریک شوی او د شکایتونو کمېسیون کولای شي چې وروستۍ پریکړه وکړي دا هغه محلونه دي چې هلته هم ډیرې ستونزې دي.»

نور زیاته کړه چې له دغو محلونو څخه داسي صندوقونه هم شته چې پکې د ۶۰۰ رایو پر ځای له ۷۰۰ څخه تر ۸۰۰ پوري رايي اچول شوي دي.

د ټاکنو کمېسیون له هغه وروسته د ۴۴۴ محلونو د رایو په اړه راپور د ټاکنيزو شکایتونو کمېسیون ته وړاندي کوي چې دغه کمېسیون وار دمخه د ۵۲۵ محلونو رایې باطلې اعلان کړي.

د دغه کمېسیون چارواکو ویلي چې د رایې اچونې په دغو محلونو کې ۲۳۰ زره رایې کارول شوي وې.

دغه راز، د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارالانشاء مشر ضیاالحق امرخیل وویل چې د دغو ۵۲۵ محلونو دا شمیر رایې د دواړو کمېسیونونو په ګډه همغږۍ باطلې اعلان شوي دي:

«دواړو بنسټونو او یا هم دواړو کمېسیونونو دا ۵۲۵ محلونه بې اعتباره ګڼلي دي چې په لومړنیو پایلو کې نه دي شمیرل شوي ځکه دا موږ بې اعتباره ګڼلې وې او هغوی هم اوس تصدیق کړه او په وروستيو پایلو کې هم نه راځي.»

امرخیل زیاته کړه، چې په ټول هېواد کې پر۱۹۰۰ محلونو بیا کتنه شوې ده چې له هغې ډلې څخه په ۳۱ ولایتونو کې د ۵۲۵ محلونو رايي بې اعتباره وبلل شوې.

نوموړی د دغو رایو د باطلیدو لاملونه په خوندي کڅوړو کې د پایلو پاڼو نه اچول، پر دغو پاڼو د څارونکو او د محلونو د مدیرانو نه لاسلیک او ټاپه په ګوته کړل.