د ۴ افغانانو جسدونه چارواکو ته سپارل شوي دي
۱۳۹۱ خرداد ۱۴, یکشنبه
ایراني مامورینو تیر مازیګر په نیمروز ولایت کې د سرحدي کمیسارۍ په ذریعه افغان مامورینو ته څلور جسدونه سپارلي دي او په وینا ئې نوموړي کسان د ایران په زندانونو کې اعدام شوي دي.
دا چې د اعدام شوو کسانو جرم څه وو، د محکمې جریان څه ډول وو اودې ته ورته نورې ګڼه پوښتنې ځکه بې ځوابه دي چه مربوطه جرمي دوسیې ئې افغان چارواکو ته نه دي سپارل شوي.
د نیمرز د ولایتي شورا مرستیال رئیس محمد نادر بلوڅ، وایي چې اعدام شوي کسان د افغانستان د شمالي ولایاتو اصلی اوسیدونکي ول:
«د څلورو اعدام شوو افغانانو جسدونه د شنبې په ماښام د سرحدې پولیسو له لارې راوسپارل شول. دوی د افغانستان د شمالي ولایاتو اصلي استوګن ول. د اعدام عوامل ئې نه دي معلوم خو جنازې د هغوی د کورنۍ غړیو ته تسلیم شوې دي.»
د راپورونو له مخې د ایران په زندانونو کې په مختلفو جرمونو کې شاوخوا پنځه زره افغانان بندیان دي، خو د محکمو د جریان په اړه ئې پوره معلومات نشته او پر دې سربیره یو شمیر افغان بندیانو ته د اعدام حکم هم اورل شوی دئ.
په ایران کې د افغانانو پر اعدامولو افغان ولسي جرگې هم خپل اعتراضونه کړي دي. د ولسي جرگې د غړو په وینا په تیرو څو ورځو کې ۱۷ تنه افغانان په ایران کې اعدام شوي دي او افغان دولت باید په ایران کې د خپلو اتباعو پوښتنه وکړي.
د ولسي او د مشرانو جرگې د یو شمیر غړو تر منځ پر دغه مسئله بحثونه روان دي او ادعا کیږي چې ایران د افغان کډوالو ځورول او اعدامول د متحده ایالاتو او افغانستان تر منځ د ستراتیژیک تړون د لاسلیکیدو په غبرگون کې پیل کړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د ولسي جرګې یو شمیر استازو ویلي ول چې ایران او پاکستان هڅه کوي چې د دغه تړون د تصویب مخه ونیسي.
د هغو افغانانو کورنیو چې تیره ورځ ورته مړي سپارل شوي دي لا په دې اړه کوم غبرگون نه دئ څرگند کړی.
شریف شرفیار/ هرات
کتونکی: سید ریاض