1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ۵ خصوصي امنيتي کمپنيو فعاليتونه ودرول سول

۱۳۹۰ تیر ۱۲, یکشنبه

د کورنيو چارو وزارت د ترهګرۍ په وړاندي د مبارزي رئيس سيدعبدالغفار سيدزاده نن په کابل کي خبري غونډي ته وويل له دغو ۵ خصوصي امنيتي کمپنيو څخه ۱يي بهرنۍ او پاتي څلورو يي په لوړ پوړو دولتي چارواکو پوري اړه لرله.

https://p.dw.com/p/11oCQ
«افغان پوليس به د هغوی ځايونه نيسي»
«افغان پوليس به د هغوی ځايونه نيسي»انځور: AP

ښاغلي سيدزاده که څه هم ددغو لوړپوړو دولتي چارواکو نومونه وانه خيستل خو ويې ويل چي کمپنيو يي په مرکز او ولايتونو کي فعاليت کاوه.

دی وايي دغه کمپنۍ په ان سي ال، شپهرد ، اس اس اس ای ، ايليټ وال او اس جي نومونو ياديدي او اوس يي فعاليتونه د هيواد په ټولو نکتو کي درول سوي دي.

د سيدزاده پر وينا له دغو کمپنيو څخه يي ۴۵۷ ميله بېلابېلي وسلې هم ترلاسه کړي چي په هغوی کي راکټ، کلاشينکوفونه، تومانچۍ او لاسي بمونه شامل دي.

دي زياتوي چي تراوسه ۶۱ خصوصي امنيتي کمپنۍ ړنګي سوي او دا مهال۲۸ خصوصي کمپنۍ په قانوني توګه فعاليت کوي، خپلي ټولي ماليي يې هم د ماليي وزارت ته ورکړي او د کار جواز يې د روان لمريز کال د کب مياشتي پر ۲۳ نيټه پای ته رسيږي.

سره له دې چي ولسمشر کرزي نږدې يو کال وړاندي د خصوصي امنيتي کمپنيو په بشپړه توګه ړنګولو فرمان صادر کړي ؤ. خو تراوسه ټولي خصوصي امنيتي کمپنۍ له منځه نه دي تللي.

د پوځي چارو يو شمير شنونکي په دې باور دي چي د خصوصي امنيتي کمپنيو د ړنګولو بهير ډير پڅ پرمخ ځي، دوی پر دولت ږغ کوي چي د خصوصي امنيتي کمپنيو د ړنګولو هلي ځلي دي چټکي کړي.

د پوځي چارو کارپوه جنرال عتيق الله امرخيل دويچه ويله ته وويل، چي په افغانستان کي د خصوصي امنيتي کمپنيو لرونکي همغه پخواني ټوپکسالاران دي چي اوس يې د امنيتي کمپنيو په بڼه ځانته د وسلو ګرځولو او ساتلو جواز ورکړی.

اسماعيل شاکر/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل