1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د 11د سپټمبر دبریدونواو9 کليزي په هکله د افغانانو نظرونه

۱۳۸۹ شهریور ۲۰, شنبه

د 2001 کال د سپټمبر میاشتي د 11 نیټې سهار ؤ چي د امریکا دهوایي کرښي څلور الوتکي د القاعده د سازمان لخوا وتښتول سوې او په نیویارک او واشنګټن کي یې ځيني ودانۍ په نخښه کړې

https://p.dw.com/p/P9lj
انځور: AP

دغه بریدونه چي پکښي ۲۹۹۶ کسان ووژل شول، اوس په نړۍ کي د یو لوی سیاسي بدلون پیلامه بلل کیږي.

۹ کاله دمخه په همدغه ورځ د بين امللی تجارتي مرکز پر دوو دنګو ودانیو او پنټاګون باندي د څو دقیقو په توپیر درې مسافر وړونکي الوتکي ولګیدې.

څلورمه الوتکه هدف ته تررسیدو دمخه په پنسلوانیا ایالت کي د الوتکي تښتونکو او مسافرينو د زور زیاتي په نتيجه کي را ولویده .

دالقاعده سازمان ۱۹ تنه الوتکه تښتونکي هم د وژل سوو کسانو په ډله کي وه.

یو شمیر افغانان د دغي ورځي په اړه مختلف نظرونه لري :

ژورنالیست فرید خوځون وایي چي دغي پیښي هک حیران کړی ؤ.

( زه په خپل کور کي ناست وم چي په ټلویزیون کي مي خبرونه ولیدل چي د سپټمبر د یولسمي پيښي تصویر یې ښکاره کړ، دوې الوتکي راغلې، پر ودانۍ ولګیدي، ما په لومړي سر کي ویل چي دا به یوه عادي پیښه وي ، یو څو کسان به پکښي ووژل سي، وروسته وروسته چي مي خبرونه تعقیبول ومي لیدل چي ډیر کسان په دغه پیښه کي ووژل سول، ډیر زیانونه یي واړول او حتی یو نړیوال عکس العمل په ټوله نړۍ کي غړۍ وغزوله ،هغه څه چي ما په لومړي سر کي یي په اړه هیڅ فکر نه کاوه).

دغو بریدونو په ډیره چټکۍ سره افغانستان ته د امریکا پام راواړاوه.

هغه هیواد چي د پخواني شوروي تر اشغال وروسته امریکا دپام څخه غورځولی وو.

په ۲۰۰۱ کال کي د القاعده ډلي مشر اسامه بن لادن په افغانستان کي ؤاو د طالبانو حکومت ورڅخه پوره ملاتړ کاوه.

ایا د نهو کلونو په تیریدوسره اوس، افغانانو د یولسم سپټمبر د بریدونو لومړۍ شیبې هغسي په یاد دي.

د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي فارغه میترا سوسن :

(( د یولسم سپټمبر داسي یوه ورځ وه چي په جهان او افغانستان کي یې لوی تغیر را منځ ته کړی، که څه هم په هغه وخت کي په افغانستان کي تلویزیونه نه ول موږ یې شدت په سترګو و نه لیدی، خو په راډیو ګانو کي مو د دغي پیښي په اړه واوریدل، چي په دغه پيښه کي څومره خلک ووژل سول، جهان یې ولړزاوه، تر هغه وخته افغانستان ته د چا پام نه ؤ خو کله چي دغه بریدونه وسول جهان ته یې ور ښکاره کړه نه تنها چي د ترهګرانو لمن د نړۍ هري برخي ته رسیدلای سي او نړیوالي ټولني افغانستان ته مخه کړه )) .

د امریکا متحده ایالاتونو دغو بریدونو ته له ترهګرۍ سره د یوې نوي جبهې په پرانستلو ځواب ورکړ.

دبين امللي ترهګرۍ سره جګړه چي افغانستان یې لومړی ډګر وټاکل سو.

د امریکا کومانډو سرتیري ددغو بریدونو څخه څو ورځي وروسته د افغانستان په شمال کي پلي شول.

هغوی د شمالي اتحاد سره تر یوې موافقې وروسته د هغوی په مرسته د کابل په لوري حرکت پیل کړ.

دغه حرکت ته د ژغورني د عملیاتو نوم ورکول سو، خو اوس افغان لیکوال او ژورنالیست غفار پوپل په دې نظر دی چي یو وار بیا افغانستان د بدبختیو د زیږونکو کړیو لاس ته لویدلی دی.

(( بیرته افغانستان، د بيري اچونکو ترهګرانو او سیاسي مافیا منګولو ته ولویدی او د افغانستان د خلکو له ژوند څخه د قربانیو د اخیستلو لړۍ پیل سوه . دغي مسلې د بين امللي ټولني لس کلنه هڅه د صفر سر مخامخ کړه او اوس د دغي مسلې د حل دپاره د امریکا په مشرۍ د بين امللي ټولني هڅي بې نتيجې دي)).

د امریکا بي دوه پنځوس ډوله جیټ الوتکو له پاسه، کروز توغندیو د عربو له سمندرګي او د شمالي اتحاد چریکانو د مځکي د لاري د طالبانو د نسکوریدو هلي ځلي پيل کړې.

د طالبانو حکومت چي ورته د سیمي په کچه ځواکمن بنسټ پال رژیم ویل کیده د څو ورځو په دننه کي ړنګ او طالبان د ملک جنوب ته وشړل سول.

طالبانو د امریکا پرمختللو جنګي وسایلو ته ټیک و نه کړ او په بي ساري ډول یې واکمني دړي وړي سوه.

خو اوس چي ددغه جګړه نهه کاله تیریږي، ایا امریکا هغه څه تر لاسه کړيدي چي پلان یې درلودی، تر لاسه یې کړي.

د سپټمبرد یولسمي تر بریدونو ۹ کاله وروسته اوس طالبان د هري ورځي په تیریدو سره ځواکمن کیږي.

هغوی دومره ځواک پيداکړی دی چي د سیاسي چارو د کارپوهانو او امریکایي قوماندانانو په وینا که بیا قدرت تر لاسه کړي، دا ځل به یوازي امریکا نه بلکي د نړۍ ډیرو ملکونه له جدي خطر سره مخامخ کړي.

د سپټمبر د یولسمي بریدونو دمخه نړۍ د القاعدي د نامه سره چنداني اشنایي نه درلوده .

خو کله چي بين امللي د ټلویزیونونو په پردې په نیویارک کي د بين امللي تجارتي مرکز د ۱۱۰ پوړیزي ودانۍ د ړنګیدو انځورونه ولیدل، هغوی ته روښانه سوه چي د القاعد سازمان څه هدفونه لري او مشري یې د چا په غاړه ده .

نن صبا د القاعده ډلي د مشر اسامه بن لاډن له نامه سره هر څوک اشنا دي خو د افغانستان د نامه سره هم ډیری نړیوال چي یو مهال یې د نړۍ په نقشه کي د افغانستان په نامه کومه خاوره نه پیژنده، اشنایي لري.

جلالزی

کتونکی : محمد قاسم نوري