1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د 11/9 د پیښو لس کاله پوره شول

۱۳۹۰ شهریور ۲۰, یکشنبه

لس کاله تر مخه ياني د 2001 مېلادي کال د سپتامبر په يولسمه نېټه د سهار وخت ؤ کله چي واشنگټن او نيويارک د تره گرو بريدونو نښانه وگرځېدل. په دغو بریدونو کې څه نا څه 3000 کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړل

https://p.dw.com/p/12Wyw
په 11/9 کې څه نا څه 3000 کسان ووژل شول
په 11/9 کې څه نا څه 3000 کسان ووژل شولانځور: AP

19 کسانو چي د امريکا د متحده ايالتونو په وينا د القايده د تره گرې ډلې غړي ول پدې وتوانېدل چي د سهار د لس بالا اتو بجوا او نه نيمو بجو تر منځ 4 مسافر وړونکي الوتکي د پرواز پر وخت تر خپل کنټرول لاندي راولي.

د دغو الوتکو څخه دوې په نيويارک کي د نړۍ وال تجارت د مرکز په دوؤ جگو ودانيو کي چي ورته ټوين ټاورز ويل کېده ولگېدې. يوه الوتکه واشنگټن ته نژدې د امريکا د دفاعي چارو د وزارت په ودانۍ پنټاگون کي ولگېده او يوه هم په شانکسويل پنسلوېنيا کي راولوېده. دغو بريدونو چي امريکايان او  نړۍ وال يې هېښ کړل څه نا څه 3000 انسانان ووژل.

د نوموړې پيښي څخه لس کاله وروسته د شنبې په ورځ د امريکا ولسمشر باراک اوباما په خپله راډيويي وينا کي وويل:

« زموږ د پوځي پرسونل، زموږ د استخباراتي ادارو، زموږ د قانون نافذ کوؤنکو ادارو او زموږ د کورنۍ دفاع د چارواکو د نه ستړي کېدونکو هلو ځلو په برکت اوس پدې کي هيڅ شک ندی پاته چي نن امريکا لا پياوړې سوې ده او القايده د ماتي په حالت کي ده.»

د امريکا د هغه وخت ولسمشر، جورج ډبليو بوش، پر امريکا د تره گرو بريدونو وروسته په افغانستان کي د پر واک طالبانو د ريژيم څخه غوښتنه وکړه چي اوساما بن لادن ورته وسپاري. کله چي د امريکا دا غوښتنه ونه منل سوه نو د متحده ايالتونو د سپتامبر څخه تقريبا يوه مياشت وروسته د «انډيورينگ فريډم» په نامه په عملياتو لاس پوري کړی او په افغانستان کي يې د طالبانو ريژيم راوپرځوی. د هغه وخت امريکايي ولسمشر، جارج ډبليو بوش، په خپله وينا کي نړۍ پر دوؤ برخو وېشلې وه، يوه هغه برخه چي د امريکا سره دي او دويمه هغه برخه چي د امريکا پر ضد دي. د هغه څخه تقريبا دوه کاله وروسته امريکا د خپلو ټلوالو په مرسته پر عراق هم بريد وکړی.

د «کژولټيز» نومي وېبپاڼې په وينا د2001 مېلادي کال راهيسي په افغانستان کي او بيا وروسته په عراق کي د امريکا او د هغې د ټلوالو څه باندي 7500 عسکر وژل سوي او يو شمېر نور ژوبل سوي دي چي دغه شمېره د سپتامبر د قربانيانو تر دوه چنده څخه زياته ده. په نوموړو هيوادونو کي د وژل سوؤ ملکيانو شمېر د بهرنيو عسکرو په پرتله څو چنده زيات اټکل کيږي.

د افغانستان او عراق جگړه و امريکا ته قيمته تمامه سوې ده. د دې تر څنگ د دغې جگړې پر وخت نړۍ وال اقتصادي بحران هم رامنځ ته سو چي امريکا يې په اقتصادي توگه کمزورې کړه. د روان مېلادي کال په اگست کي داسي گواښ رامنځ ته سوی ؤ چي امريکا د قرضه اخيستونکي هيواد په توگه ډېوالي سي او د خپلو عسکرو او چارواکو د تنخواؤ د ورکولو جوگه پاته نه سي. د اوباما او د مخالف حزب تر منځ په وروستۍ دقيقه کي يوه جوړ جاړي د امريکا د ډيوالي کېدو مخه ونيوله او د امريکا لخوا د قانوني قرضې اخيستنې پوله جگه کړل سوه.

د يوې وروستۍ احصاييې له مخي په افغانستان کي د يوه امريکايي پوځي کلنی مصرف تر 7 لکو ډالرو او د يوه ملکي امريکايي کارگر مصر د 5 لکو ډالرو په شاوخوا کي دی. هغه پداسي حال کي چي اوس په افغانستان کي يوازي څه باندي يو لک او دېرش زره امريکايي عسکر ځای پر ځای دي. د امريکا د د فاعي چارو د وزارت د اعدادو او شمېرو له مخي د افغانستان په جگړه کي تر اوسه څه باندي 443 مليارده ډالره مصرف کړل سوي دي. په افغانستان کي د امريکايي پوځ ورځنی لگښت تقريبا 100 مليونه ډالره اټکل کيږي.

اوباما د سپتمبر د يولسمې د پيښي څخه تقريبا اوه نيم کاله وروسته د متحده ايالتونو ولسمشر سو. هغه په افغانستان کي د امريکايي پوځونو شمېر د تقريبا يو لک څخه و يو لک او دېرش زره ته جگ کړی او د عراق څخه يې د امريکا عسکرو انخلا پېل کړه. پداسي حال کي چي د سپتامبر د يوولسمي لسمه کليزه لمانځل کيږي په پام کي نيول سوې چي اوباما به درو واړو هغو ځايونو ته حاضري ورکړي چيري چي مسافر وړونکي الوتکي لگېدلي وې. اوباما د شنبې د ورځي په خپله وينا کي وويل چي امريکا په تيرو دوه نيمو کلنو کي د القايدې پر ضد زياتي برياوي درلودلې دي:

«د سپتامبر د يوولسمي وروسته د نورو ټولو وختونو په پرتله په تيرو دوؤ نيمو کلنو کي د القايدې زيات مشران له منځه تللي دي. زموږ د ځواکونو دقيق والی او د هغوی زړه ورتوب د مننې وړ دی چي موږ بالاخره اوسامه بن لادن هم په عدالت ورسوی.»

د لسمي کليزي په ورځ به په نيويارک کي يوه مرکزي ياد غونډه ولمانځل سي چي پکښي به د نوموړې پيښي د قربانيانو نومونه يو يو واخيستل سي. په ټوين ټاورز نومي ودانيو کي د الوتکو د لگېدلو پر وخت او د دواړو ودانيو د په بشپړه راپرځېدلو پر وخت به په ټوله امريکا کي خاموشه دقيقې ولمانځل سي.

اوباما د تره گرو بريدونو د لسمي کليزي څخه يوه ورځ تر مخه په خپله وينا کي وويل چي نوی نسل په خپل عمل کي ښودلې چي هغوی خپلواکي او آرامي غواړي:

«د منځني ختيځ او د شمالي افريقا نوی نسل دا څرگندوي چي مستقبل د هغه چا دی څوک چي جوړول او آبادول غواړي نه د هغه چا څوک چي خرابول او بربادول غواړي.»

آژانسونه/ احمدولي اڅکزی
کتونکی: مسعود جهش