د 14 طالب مشرانو نومونه د ملګرو ملتونو له تور لیست څخه پاک شول
۱۳۹۰ تیر ۲۵, شنبهپه ملګرو ملتونو کي د المان استازي، پیتر ویتنګ، چي په رواني میاشتي کي د امنیت د شورا مشرۍ هم په غاړه لري، وویل چي دغه کار طالبانو ته یو ښکاره پیغام دی او د نړیوالي ټولني او افغان حکومت هغه هڅي ښیي چي غواړي د طالبانو سره سوله وکړي:
«دغه پریکړه یو پیاوړي پیغام استوي او هغه دا چي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا او نړیواله ټولنه د افغان حکومت د هغو هڅو څخه ملاتړ کوي چي غواړي د طالبانو سره سوله وکړي او په افغانستان کي سوله او ثبات رامنځ ته کړي.»
د ویتنګ په وینا د هغو کسانو په ډلي کي چي نومونه یي د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا د تور لیست څخه پاک شوي ارسلان رحمانی دولت، حبیب الله فوزی، سید الرحمان حقانی او فقیر محمد شامل دي. دغه کسان د افغانستان د سولي د شورا غړي دي.
د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا مشر همدا راز پر ټولو افغانانو غږ وکړ چي د سولي له هڅو سره یو ځای شي.
تر دي پخوا د ملګرو ملتونو په تور لیست کي د 137 طالبانو نومونه شامل ول. هغه طالبان چي نومونه یي په تور لیست کي شامل وي نه شي کولای چي نورو هیوادونو ته سفر وکړي او شتمنۍ یي هم په نورو هیوادونو کي کنګل کیږي.
تر اوسه پوري د ټولو هغو 14 کسانو نومونه چي له تور لیست څخه پاک شوي بربڼد شوي نه دي.
تیره میاشت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا خپل هغه تور لیست چي په کي د طالبانو او القاعدي پسی تړلو کسانو او سازمانونو نومونه شامل ول، په دوه جلا جلا لیستونو وویشه. د دغه کار په پایلي کي اوس د طالبانو لپاره یو جلا تور لیست شتون لري او دوي د القاعدی سره په یوه لیست کي شامل نه دي.
د ملګرو ملتونو د تور لیست په دوه برخو ویشنه، د افغانستان حکومت په درخواست تر سره شوي وه ترڅو په افغانستان کي د سولي روانو هڅو ته زور ورکړي.
د ملګرو ملتونو د تحریمونو کمیټه په 1999 کال کي جوړه شوي. هغه وخت طالبانو د القاعدی د مشر څخه په افغانستان کي ساتنه کوله.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکي: احمد ولي اڅکزی