1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د 2001 کال د سپټمبر د 11 تأثيرات

۱۳۸۸ شهریور ۲۰, جمعه

په امريکا کښي د سپټمبر د 11ترهرګري بريدونه ددغه هيواد پر داخلي او خارجي سياست باندي سخت عواقب هم درلودل . چه په نتيجه کښي ورته د ځان ددفاع په خاطر تعرضي جنګونه هم ممکن سول . اول يې پر افغانستان

https://p.dw.com/p/Jcz4
پر World Trade Center باندي ترهګري بريد
پر World Trade Center باندي ترهګري بريدانځور: AP

او يونيم کال وروسته يې پر عراق حمله وکړل . د بوش حکومت په داخل کښي هم د ترهرګرۍ ضد اقداماتو لانجمه لار تعينه کړل .

د 2001 کال د سپتمبر 20 نېټه :

بوش طالبانو ته يو ضرب الاجل يا اولتيماتوم ټاکي .

د امريکا په متحده آيالتونو کې داسي گمان کيږي چې اسامه بن لادن د نيويارک او واشنگټن د بريدونو اصلي طرح کونکی دی . جمهوررييس بوش په افغانستان کې د طالبانو حکومت ته د امريکې د کانگرس په وړاندي يو زماني چوکاټ ټاکيء چې په ترڅ کې يې دی د وتلي ترهرګر بن لادن تسليمول او د القاعدې د روزنيزو کمپونو تړل کېدل غواړي .

د 2001 کال د اکتوبر په 7 نېټه په افغانستان کې جنگ شروع کيږي .

دا چې طالبان يوازي د دې وړانديز کوي چې بن لادن به يوې اسلامي محکمې ته راوښکل شي، نو د متحده آيالتونو او برتانيې وسلوال ځواکونه په افغانستان کې ځينی هدفونو په نخښه کوي او بمبارۍ شروع کوي .

بوش ويلي وه،

«زما په امر د امريکا هوايي ځواک په افغانستان کې د القاعده پر روزنيزو کمپونو او د طالبانو د رژيم پر نظامي اډو باندي بريدونو پيل کړي دي .»

د ځمکې پر مخ جگړه په عمومي ډول د افغانستان د «شمالي ټلوالي» د ځواکونو لخوا پرمخ بيول کيږي چې د امريکايانو متحدين دي .

د نومبر پر 12 نېټه طالبان له پلازمېنې کابل څخه وځي . دا چې دغه جنگ له هغه وخته راهيسې څومره قربانيان درلودلي دي، يوازي قسمأ څرگند شوي دي .

په افغانستان کې د ملگرو ملتونو د ملاتړ پلاوي يا UNAMA يوازي په 2008 کال کښي د وژل شوو ملکي کسانو شمېر له 2100 کسانو څخه لوړ ښېي .

د 2001 م کال د اکتوبر پر 25 مه نېټه د متحده آيالتونو کانگرس Patriot Act تصويبوي .

د اکتوبر په پای کې د امريکې کانگرس د تروريزم پر ضدد جگړې په لړ کې «پاتريوت اکټ » تصويبوي چې له امله يې د اتباعو حقوق د يو څه مودې دپاره محدوديږي . د مثال په ډول بايد کتابخانې د خپلو کتونکو لخوا د غوښتل شوو کتابونو او انترنېټي څېړنو په اړه معلومات ورکړي . هغه کسان چې د امريکا متحده آيالتونو ته سفر کوي، بايد داسي پاسپورټونه ولري چې په جعلي ډول يې څوک نسي جوړولای . بله دا چې هغه مشکوک ترهگران چې د متحده آيالتونو تابعيت هم نه لري، ورباندي اوس بيله محدوديته د بند حکم اورېدل کېدای شي .

دموکرات سناتور پاتريک لېهي 3 کاله وروسته دغه کار ډېر خراب بولي، او وايي :

«موږ بايد نور پرې نه ږدو چې امريکايان د نورو امريکايانو جاسوسي کوي ،چې په نتيجه کې يې د دولتي قواوو وېش هم له منځه ولاړۍ . دا کار زموږ په څېر په يو آزاد او دموکرات هېواد کې وشو.»

Bildgalerie 11. September 2001 Empire State Building
انځور: AP

د 2002 کال د جنورۍ يو10 نېټه : د امريکا متحده آيالتونه په گوانتانامو کې د زندانيانو يو کمپ جوړوي .

د امريکا متحده آيالتونه د جمهوررييس بوش په امر د کيوبا په گوانتانامو نظامي اډه کې د زندانيانو يو مېشتغالی جوړوي . د اپريل ترمياشتي پوري زندانيان په اصطلاح د تروريزم پر ضد د جگړې په ترڅ کې پنجرو ته ورته په غرفو کې پراته دي ،چې ورپسې بيا په عاجل ډول په يوه غټ ډاډمن محبس کې اچول کيږي . په مجموعي ډول په افغانستان کې د متحده آيالتونو تر حملې وروسته په 2002 کال کې تر 1000 ډېر کسان د طالبانو او القاعده د ليکو څخه د هغوی د مشکوکو غړو په صفت د گوانتانامو زندان ته واستول شول، چيري چې ورته د جنگي بنديانو حقوق نه ورکول کيږي :

بوش ويلي وه ،

«لومړی : ددغو زندانيانو سره د جنگي بنديانو په شان چلند نه کيږي، هغوی مخالف جنگياليان دي . دويم : موږ به دهغوی سره انساني چلند کوو.»

خو د گوانتانامو څخه په پر له پسې ډول اورېدل کيږي چې د کړاوه ډک او د شکنجې په څېر د پوښتنو گروېږنو ميتودونه په کار لويږي .

مدافع وکيلان پر نظامي محکمو باندي کلکي نيوکي کوي چې پکښې د يوه حقوقي دولت لاري چاري نه دي مراعت شوي . بېن ويڅنر چه د اسامه بن لادن د موټروان وکيل دی ، او په پنځ نيم کاله بند محکوم شوی دی ،وايي :

«دا زما په پوهه په نړۍ کې يوازنۍ محاکمه ده، چې تورن کس پکښې حتی د دعوی په شروع کښي په عمري بند محکوم شوی وي، او لا تر اوسه په زندان کې ناست وي .»

Scheschkewitz, Daniel / نسيم صابر

کتونکی : محمد قاسم نوري