1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د 228 انسانانو سره دAir-France الوتکه لا تر اوسه ورکه ده

۱۳۸۸ خرداد ۱۲, سه‌شنبه

د هغو خپلوانو سترگي له اوښکو ډکي دي چې تر اوسه پوري د «شارل د گول » هوايي ډگر ته راروان دي ...

https://p.dw.com/p/I2Cw
د اير فرانس په هوايی ډګر کي دورکي سوي الوتکی د مسافرينو خپلوان ډير وراخطا دي ،چه هغوی ټول مړه نه وي
د اير فرانس په هوايی ډګر کي دورکي سوي الوتکی د مسافرينو خپلوان ډير وراخطا دي ،چه هغوی ټول مړه نه ويانځور: AP

هغوی د مرسته کوونکو لخوا د «D ترمينال» يوې تړل شوي ساحې ته استول کيږي او هلته ورسره ارواپېژندونکي يا سايکولوجستان خبري کوي.

ولسمشر نيکولا سارکوزي او مسؤل وزير ژن لوی بورلو هم د پرون مازديگر راهيسي ورغلي دي . نوموړي وزير، فرانسوي خبري اژانس آی اف پي ته هم ويلي وه، چې ښايي شل تنه جرمنيان به په همدغه الوتکه کې وي.

د مازديگر پر مهال د اير فرانس لوی مشر، پير هېنري گورگون هغه څه په رسمي ډول اعلام کړي وه چې سترګي ترې نهء شي پټېدای،

«په ډېر احتمال سره به دا د يوې الوتکي د راغورځېدو فاجعه وي . او اير فرانس د قربانيانو له خپلوانو سره خپله خواخوږي څرگندوي او کړاوونه ورسره يو ځای گالي . »

ټاکل شوې وه چې د ايربوس 330 الوتکه چې د ريو د ژانېرو لخوا راخوځېدلې وه، به د دوشنبې په ورځ تر غرمې مخکي په پاريس کې کښيني . خو د سهار پر وخت د اير فرانس مسؤلو کسانو ته څرگنده شوه چې کوم پرابلم موجود دی . له تجربه کار پيلوټ سره تر ټولو وروستۍ مخابراتي اړيکه د شپې پر درې نيمو بجو ټينگه شوه . ورپسې الوتکه له يوې حاره ييزي سيلۍ څخه تېره شوه چې دا هم يوه عادي او ورځنۍ پېښه شمېرل کيږي . يوه بله عادي پېښه دا هم ده چې نوموړې څلور کلنه الوتکه د الوتني پر مهال څارل کېدله . په دې اړه يو تن پيلوټ ژن سېرات وايي،

«کله چې هغه د اطلس يا اتلانتيک سمندر د پاسه الوتنه کوئ، نو هيڅ رادار مو نسي ليدلی، ځکه چې دومره وړاندې نه رسيږي . د دې پر ځای بايد هره الوتکه هر ساعت د کنترول ستيشن ته خبر ورکړي، کله چې د ساري په توگه د طول البلد له يوې درجې څخه تېرتيږي . ورپسې بيا تفاهم کيږي چې کله به بيا مخابراتي اړيکه ټينگيږي .»

هغه فرانسوۍ طياره چه ورکه ده،او د لويدو امکان يې ډير دی
هغه فرانسوۍ طياره چه ورکه ده،او د لويدو امکان يې ډير دیانځور: picture-alliance/ dpa

خو اړيکي ټينګينه شوې چې له کبله يې بيا په الوتکه پسې لټون پيل شو. تر وروستۍ مخابراتي اړيکي يو ساعت وروسته الوتکي يو اوتوماتيک پيغام لېږلی و چې الکترونيکي سيستم يې ويجاړ شوی دی.

په الوتکه کې 216 مسافرين او 12 تنه کارکوونکي ناست وه. په ډېر احتمال سره به د دغه ناورين ډېرۍ قربانيان د برازيل وگړي وي چې د سيلانيانو په صفت پاريس ته روان شوي وه.

اوسمهال د اتلانتيک سمندر له دواړو خواو څخه الوتکو لټون پيل کړی دی : د برازيل هوايي ځواک د ختيځ په لور خوځېدلی او يوې فرانسوۍ نظامي الوتکي له سېنېگال څخه الوتنه پيل کړې ،او د لويديځ په لور لټون کوي .خو د اير فرانس د هوايي کرښو مشر گورگون نور ډېره هيله نه لري ،

«زه غواړم د دې يادونه وکم، چې د وروستۍ اړيکې ساحه له ساحل څخه ډېره ليری ده. لټونکي الوتکي ځکه خو ډېر زيات وخت ته اړتيا لري، تر څو هغه ځای ته ورسيږي . »

دوش روف/نسيم صابر

کتونکی : محمد قاسم نوري